"سوغاتي ماشومانو" څوک دي او ولې په اندونیزیا کې کړېږي؟

د عکس سرچینه، BBC/Hanna Samosir
- Author, حنا سموسر
- دنده, بيبيسي نیوز -اندونیزیا
خبرداری: دغه مطلب کې داسې برخې شته چې ښايي ځینې لوستونکي خواشیني کړي.
دوی "سوغاتي ماشومان" بلل کېږي. دا ځکه چې د مساپرو اولادونه دي او د سفر پر مهال د والدینو د اړیکو په پایله کې زېږېدلي.
دوی اوس په اندونیزیا کې د خپلو میندو پلرونو له سرپرستۍ او شفقت لېرې او د منفي ټولنیزو چلندونو تر سیوري لاندې ژوند تېروي.
دغه ماشومان په اندونیزیا کې د اوسېدو د قانوني اسنادو په ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي او همدا ده چې ښوونځیو او د روغتیا عامه خدمتونو ته د لاسرسي له اسانتیاو هم بې برخې پاتې دي.
دا ناخوالې د دې لامل ګرځي چې دغه ماشومان په ټولنه کې له بې وزلۍ او زبېښاک (استثمار) سره مخامخ شي او ان په کم عمرۍ کې ودونو ته غاړه کېږي.
یوازې د اندونیزیا په سونډا ټاپو کې همداسې زرګونه "سوغاتي ماشومان" ژوند کوي. د یادونې ده چې اندونیزیا ته له بهره په ناقانونه توګه ډېر سفرونه هم د همدغه ټاپو له لارې کېږي.
یوازې ژوند
امنه ۲۳ کلنه او له همدغو "سوغاتي ماشومانو" له ډلې ده. دا خپلې مور په لمبوک ټاپو کې پرېښې او ترې تللې ده.
مور یې د کار په لټون سعودي عربستان ته تللې وه. هلته یې لومړی له یوه پاکستاني او بیا له یوه سعودي سړي سره د رسمي او قانوني پړاونو له ترسره کولو پرته عارضي نکاح کړې وه. د امنې مور د ماشوم زېږولو لپاره د څه وخت لپاره اندونیزیا ته راغلې وه.
هغې تر بېرته ګرځېدو مخکې خپل شپږ ماشومان بېلابېلو خپلوانو ته سپارلي وو.
په اندونیزیا کې له مساپرو سره مرستې لپاره د همغږۍ یو چارواکی وايي، "ګڼ شمېر اندونیزیايي مساپر بهر کې له ستونزو سره مخامخېږي. دوی له همدې کبله د ژوند ملګري لټوي، ودونه کوي او بېرته طلاقونه اخلي."
په اندونیزیا کې عمومآ د همداسې ودونو پایله کې زېږېدلو ماشومانو ته چې د اسلامي قوانینو له مخې جایز دي خو په دولتي اسنادو کې ثبت شوي نه وي، "سوغاتي ماشومان" وايي.
امنه چې د خپل مور او پلار له سیوري لېرې د خپلوانو کره را لویه شوې، وايي ډېر دوه ګونی چلند تجربه یې کړی دی.
دا وايي ځايي خلکو به ورته ویل چې "ته عربه یې. ستاسې د ټولو خویندو پلرونه مختلف دي."
تر دې مشره خور یې فاطمه هم د ناوړه چلند کیسې کوي. دا وايي "که مور به مو پیسې راونه لېږلې، دوی به موږ ته قهرېدل او وخت ناوخت به یې وهلو هم."
کم عمرۍ کې واده

د عکس سرچینه، BBC/Hanna Samosir
د رودات پوهنتون پر بنسټ د ناوړه ټولنیز او توپیري چلند له کبله په کم عمرۍ کې د "سوغاتي ماشومانو" د ودېدو خطر زیاتېږي.
اندونیزیا په کم عمرۍ کې د ماشومانو د ودېدو له اړخه د نړۍ څلورم هېواد دی. په ځانګړې توګه د دغه هېواد په سونډا ټاپوګانو کې د داسې ودونو کچه ډېره لوړه ده.
فاطمه د خپلوانو د ناوړه چلند له کبله دې ته اړه شوې چې ښوونځی پرېږدي او پخپله په خام عمر د خپلو کوچنیو خویندو او وروڼو پالنې ته مټې رانغاړي. هغې بیا ۱۵ کلنۍ کې واده هم وکړ.
دا وايي واده ورته د دې لپاره ښه و چې لږترلږه داسې څوک یې لرل چې پام پرې وساتي.
د ټولنیزو چارو پوهان وايي، په کم عمر کې شوي ودونه اکثرآ په طلاق او بېلتون پای مومي.
له فاطمې سره هم همداسې وشول. هغې تر ۲۵ کلنۍ پورې درې ځله رسمي نکاح کړې او له دغو ودونو دوه ماشومان لري.
د اندونیزیا په قانون کې واده کولو لپاره لږترلږه د ۱۹ کلنۍ عمر ټاکل شوی او تر دې په کم عمر کې واده له ماشومانو سره د جنسي زور زیاتي جرایمو په ډله کې حسابېږي.
قانون کې د دغه جرم ترسره کوونکو ته پر نغدي جرمانې سربېره د ۹ کلونو بند سزا پام کې نیول شوې، خو خبره دا ده چې پر قانون عمل د نشت برابر دی.
اندونیزیا کې په کم عمرۍ کې د ودونو مخنیوي لپاره د دغه قانون له شته والي سره سره، والدین هم باید د اولادونو ودولو لپاره اجازه واخلي.
خو اکثریت ودونه له رسمي اجازې او د قانوني پړاونو له ترسره کېدو پرته کېږي.
کم عمره مېندواره نجونې
دا خطر ډېر وي چې په کم عمر کې واده شوې نجونې د میندوارۍ پر مهال له روغتیايي ستونزو سره مخامخې شي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، کم عمره میندو کې د ویني د لوړ فشار، بې وخته زېږون او تر لنګون وروسته د عفونیتونو خطر زیات وي.
پر دې سربېره د دوی د ماشومانو چې تر وخت مخکې زېږي، د مړینې کچه هم لوړه وي.
د امنې هم ۱۶ کلنۍ کې یو ماشوم تر وخت مخکې زېږېدلی او یوازې دوه میاشتې ژوندی و. دا د دې کیسه کوي چې د ماشوم مړینې یې څنګه ګډ ژوند اغېزمن کړ ځکه تر هغې وروسته ورسره د خاوند چلند "تریخ" شو.
دا چې امنې زدکړې نه دي بشپړې کړې او کوم کسب او هنر یې هم نه دی زده، نو د کار فرصتونه ورته کم دي.
غیر دولتي ادارې وايي "ځايي خلک دې ته نه چمتو کېږي چې دغو ماشومانو دنده ورکړي."
امنې څه وخت جکارتا کې په یوه کور کې نوکره وه، خو دې نوکرۍ هم تر شپږ میاشتو ډېر دوام ونه کړ. بیا یې په ۱۹ کلنۍ کې د کار په لټه له ناقانونه لارو سعودي عربستان ته ولاړه خو هلته هم له ګڼو ستونزو سره مخ شوه. نوموړې وايي بېلابېلې ستونزې یې وګاللې او څو ځله د "ځان وژلو" فکر هم ور لوېدلی دی.
امنه وايي تر دې وروسته چې بېرته اندونیزیا ته را ستنه شوه، وپوهېده چې په دې موده کې رالېږلې پیسې یې هم غلا شوې دي.
'کور ته تش جېب راوګرځېدم'

د عکس سرچینه، BBC/Hanna Samosir
رودات پوهنتون وايي سعودي عربستان ته د اکثریت تللو کسانو کیسه همداسې وي. له دغه پوهنتونه زهران اپریدي راته وویل، دلته کار موندل یو څه ګران او ډېر خلک بې روزګاره دي.
په هره توګه اوس د ځینو غیر دولتي سازمانونو د پانګونې له برکته حالات یو څه ښه شوي دي.
حکومت له تېر کال راهیسې په ختیځ لومبوک کې نږدې ټولو مېشتو "سوغاتي ماشومانو" باندې پېژندپاڼې ویشلې دي. له دې سره ښوونځیو او روغتیايي خدماتو ته د دغو ماشومانو لاسرسی ممکنه شوې.
خو بیا هم له دغو ماشومانو سره زور زیاتی او د دوی د شړلو لړۍ روانه ده. د یوې ځايي نادولتي موسسې کارکوونکی تراموزي راته وویل: "اوس هم د دغو ماشومانو اړوند منفي انګېرنې موجودې دي."
د امنې کوچنۍ خور، ایسټي، هم ښوونځی پرېښی او په ۱۴ کلنۍ کې واده کړی و. یو زوی هم لري، خو وروسته له خاونده جلا شوه.
دې د خپلو اړتیا پوره کولو او د خپل ماشوم پالنې لپاره د زړو شانو (کباړ) یوه هټۍ کې کار موندلی.
رودات پوهنتون خبرداری ورکوي چې دا کړۍ په څرخېدو ده، داسې چې "سوغاتي ماشومان" په جلاوطنۍ کې کاریګر شي او بیا یې ماشومان هم له دغو ننګونو تېرېږي.
اوس امنې، فاطمې او ایسټي دې ده مټې رانغښتي چې دغه کړۍ ماته کړي.
امنې د زوی پالنې لپاره د مساپر خاوند د ورګرځېدو شرط ایښی. ایسټي پرېکړه کړې چې بهر ولاړه نه شي او پخپله د خپل زوي پالنه وکړي.
نوموړې وايي "دا زما په څېر ماشومانو لپاره د شرم خبره ده، چې په دې شیطاني کړۍ کې دې ژوند وکړي."











