ډېوېډ اټنبرا: هغه سړی چې وحشي طبیعت یې زموږ سترګو ته راوړ

سر ډېوېډ اټنبرا نن خپل سل کلن عمر پوره کوي او لا هم هغه ارام او د باور وړ غږ دی چې د میلیونونو خلکو په ذهنونو کې د طبیعت له نړۍ سره تړلی پاتې دی.
خو د ده اویا کلنه اوږده کاري تجربه دا هم ښيي چې هغه یو داسې ویاند او د خپرونو جوړوونکی دی چې هېڅکله یې له خطر منلو ډډه نه ده کړې. ده پر نوې ټیکنالوژۍ باور کړی، لرې او ګوښه سیمو ته یې سفرونه کړي، چې ډېر ځله له ګواښونو ډک وو.
د رنګه ټلوېزیون له پیله نیولې، تر دې چې په نهه اتیا کلنۍ کې یې د لوی مرجاني دېوال په اوبو کې تاریخي ژوره غوټه ووهله. اټنبرا تل د نوو لارو په لټه کې و، چې زموږ سیاره او پر هغې مېشت ژوي خلکو ته په نوې بڼه ور وپېژني.
نن ورځ اټنبرا د نړۍ تر ټولو مشهور طبیعتپوه ګڼل کېږي، خو د ده تلپاتې کنجکاوي د لسیزو په اوږدو کې د ټلوېزیوني کیسه ویلو نوې بڼې رامنځته کړې دي.
تر دې ټولو ستاینلیکونو او لقبونو وړاندې، هغه یو ځوان و چې د تولید په برخه کې یې کار کاوه او هڅه یې کوله خپله لاره جوړه کړي.

وحشي طبیعت زموږ په کورونو کې
ځوان ډېوېډ اټنبرا د ماشومانو د ساینسي کتابونو د سمون له کاره ورځ تر بلې تنګېده، نو پرېکړه یې وکړه چې د بيبيسي راډیو کې دندې ته غوښتنلیک وسپاري.
د هغه غوښتنلیک رد شو، خو څو اونۍ وروسته ورته یو لیک ورسېد چې پوښتنه پکې شوې وه آیا د بي بي سي د نوې ټلویزیوني څانګې له کار سره علاقه لري که نه.
په پیل کې هغه د دې وړاندیز په منلو کې زړه نا زړه و. وېره یې لرله چې یوه ثابته او فولټایم دنده د داسې قرارداد لپاره پرېږدي چې تر درېیو میاشتو زیات نه و، په داسې حال کې چې د کورنۍ مسؤلیت هم ور تر غاړې و. خو په پای کې قانع شو او د بېلابېلو پېښو او غیر ډرامهیي پروګرامونو د تولیدوونکي په توګه له دې ادارې سره یوځای شو.
هغه مهال ډېری پروګرامونه په ژوندۍ بڼه خپرېدل. خو اټنبرا ډېر ژر د Zoo Quest په نوم یو مخکښ نظر وړاندې کړ؛ دا لومړنۍ لړۍ وه چې له سټوډیو ژوندۍ وړاندې کول یې د طبیعت له نړۍ له اصلي سیمو اخیستل شویو انځورونو سره یوځای کول.
اټنبرا خپله هم په هغو پلټنیزو سفرونو کې ګډون وکړ چې موخه یې په وحشي طبیعت کې د نادرو حیواناتو موندل او د لندن ژوبڼ ته راوستل وو؛ هغه څه چې وروسته یې ومنله نن سبا نور د منلو وړ نه دي.
هغه وویل: "د افریقايي باراني ځنګلونو د حیواناتو لومړی ځل لیدل، هغه بېساری شتمني، بلکې زیاتوالی، رښتیا هم ساه بندوونکی و."
هغه زیاته کړه: "هغه وخت موږ فکر کاوه طبیعي نړۍ ښه حالت کې ده او له حیواناتو ډکه ده. که په ژوبڼ کې به یو حیوان مړ شو، نو په ساده ډول به مو بل راوست. نن دا کار نور ممکن نه دی".
دغه تجربې د طبیعت د حیرانوونکو رازونو د موندلو لپاره د هغه لومړني فرصتونه هم وو او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د اوږدو سفرونو یوه لومړنۍ نښه هم ګڼل کېده.
اټنبرا او د هغه ټیم لومړني کسان وو چې دداسې نادرو مرغانو فلمونه یې ثبت کړل لکه اوږدې پښې لرونکی سپینغاړی افریقايي مرغه او همدارنګه یې لویه لټکه غوندې Komodo dragon ثبت کړ؛ دا یو لوی لټکه ډوله حیوان و چې تر هغه وړاندې له اصلي اوسېدونکو پرته ډېر لږو کسانو لیدلی و.

د رنګونو انقلاب
ډېوېډ اټنبرا هغه مهال چې په ۱۹۵۲ کال کې له بي بي سي سره یوځای شو، خپله یې ټلویزیون نه درلود، خو یوازې په ۱۵ کلونو کې د بي بي سي ټو مشر وټاکل شو؛ هغه مهال په بریتانیا کې یوازې درې ټلویزیوني چینلونو خپرونې کولې.
هغه د Desert Island Discs په خپرونه کې د هماغې دورې یادونه داسې وکړه: "دا یو حیرانوونکی احساس و چې درته وویل شي: دا څو میلیونه پونډه واخله، حتماً به د ځینو پروګرامونو په اړه فکر وکړې."
د هغه د لومړنیو لاسته راوړنو له ډلې یوه تر ټولو مهمه لاسته راوړنه د رنګه ټلویزیون پیل و. هغه وویل: "زه ډېر لېواله وم چې موږ په اروپا کې لومړي واوسو او زموږ سیالان جرمنان وو."
یو ټلویزیوني انقلاب پیل شوی و.
هغه وویل: "موږ په حقیقت کې د The Championships, Wimbledon د دوو اونیو پر مهال کار پیل کړ او یوازې د څلورو رنګه کامرو په مټ مو دومره مواد برابر کړل چې ووایو: موږ رنګه خپرونې پیل کړې دي. جرمنان ډېر په غوسه وو".
دوه کاله وروسته، په ۱۹۶۹ کال کې، اټنبرا د نوې لوړ کیفیت لرونکې خپرنیزې ټکنالوژۍ ګټه واخیسته، په داسې پروګرام کې چې موخه یې دا وه: "د تېرو دوو زرو کلونو تر ټولو ښکلي تمدني اثار ومومي او پر پرده یې وړاندې کړي".
دا هماغه مشهور مستند سریال Civilisation و، چې د هنر تاریخپوه کینیت کلارک لیکلی او وړاندې کړی و. دا پروګرام د سترو مستندو لړۍ لومړنۍ بېلګه وګرځېد او داسې معیار یې رامنځته کړ چې وروسته یې د نړۍ ګڼو خپرنیزو ادارو لاره تعقیب کړه.
وروسته تر دې، یو بل ستر اثر هم جوړ شو، The Ascent of Man، چې پکې جېکوب برونوسکي د علمي فکر او اختراع تاریخ تعقیب کړ.

بېرته د کامرې مخې ته
ډېوېډ اټنبرا وروسته له هغې چې خپل اجرائیوي مقام یې په ناڅاپي ډول پرېښود او د یوه خپلواک پروګرام جوړوونکي په توګه یې کار پیل کړ، وویل: "زه د پروګرامونو سړی یم او همدا هغه څه دي چې خوند راکوي".
له ډېر وخت راهیسې د هغه په ذهن کې دا مفکوره ګرځېده چې د طبیعي نړۍ په اړه د تمدن په څېر یوه ستره لړۍ جوړه کړي.
هغه په ۱۹۹۷ کال کې وویل: "که هغه وخت، چې زه په "بي بي سي ټو" کې وم یا د پروګرامونو مشر وم، چا راته ویلي وای چې موږ یوه غوره مفکوره لرو: ولې د طبیعي نړۍ یوه بشپړه سروې نه جوړوو؟ نو ما به هېڅکله نه وای منلې چې بل څوک یې ترسره کړي".
د نېکمرغۍ له مخې، تر هغه وړاندې هېچا دا مفکوره نه وه وړاندې کړې، نو هغه وکولای شول خپله یې پرمخ یوسي. د فلمبردارۍ بهیر څلور کاله وخت ونیو او پایله یې د (پرځمکه ژوند) په نوم لړۍ وه.
دا لړۍ له سلو په ډېرو ځایونو کې فلمبرداري شوې وه او دا یې څېړله چې تکامل څنګه د طبیعي نړۍ حیرانوونکې پدیدې رامنځته کړې دي.
د هرې برخې بنسټ پر بېلابېلو ایکوسیستمونو ولاړ و، چې وښيي حیوانات څنګه له خپلو چاپېریالونو سره عیار شوي دي.
د تولید کچه یې بېسارې وه، ځکه دا لومړنی طبیعي مستند و چې لګښت یې له یو میلیون پونډو واوښت.
کله چې دا لړۍ په ۱۹۷۹ کال کې لومړی ځل خپره شوه، د هغې بریا د طبیعت په اړه د بشپړو او سترو پروګرامونو لپاره نوې لار هواره کړه.
همدارنګه دې لړۍ د ټلویزیون له تر ټولو نه هېرېدونکو شېبو یوه هم نړۍ ته ورکړه؛ هغه مهال چې وړاندې کوونکي یې په روانډا کې د غرنیو ګوریلاوو یوه ډله ځانته متوجه کړه.
اټنبرا وویل: "له ګوریلاوو سره زما لیدنه داسې ښکارېده لکه د تل لپاره چې روانه وي. ما داسې احساس کاوه لکه په جنت کې چې یم؛ د وخت هر احساس مې له لاسه ورکړی و".
وروسته بیا نورې لړۍ هم جوړې شوې، لکه The Living Planet او The Blue Planet، چې په ګډه یې د طبیعي نړۍ یوه پراخه دایرةالمعارف جوړه کړه.
په همدې مهال، اټنبرا د بي بي سي د طبیعي تاریخ د پروګرامونو تر ټولو پېژندل شوی غږ شو او د Wildlife on One او طبیعي نړۍ په څېر مشهورو لړیو کې یې تر ۳۰۰ زیاتو برخو ته غږ ورکړ.

د نوي نسل لپاره د لارې پرانیستل
ډېوېډ اټنبرا د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې له نوو ټکنالوژیو کار واخیست، چې د طبیعت پېچلتیا په لا زیاتو او دقیقو جزئیاتو وښيي.
په ۲۰۰۱ کال کې د The Blue Planet لړۍ، چې د نړۍ د سمندرونو په اړه لومړنی هر اړخیز اثر ګڼل کېږي، د کمې رڼا ځانګړو کامرو داسې ژوي را څرګند کړل چې تر دې وړاندې هېچا نه وو لیدلي، لکه Dumbo octopus او Hairy anglerfish.
همدارنګه د Planet Earth لړۍ، چې په ۲۰۰۶ کال کې خپره شوه، تر هغه وخته د بي بي سي تر ټولو ګران طبیعي مستند و او لومړنیو وحشي ژوو لړۍ وه چې په لوړ کیفیت (HD) ټکنالوژۍ تولیدېده.
د پوځ له خوا کارېدونکو ثابتو کامرهيي وسایلو په مرسته، د فلمبردارۍ ډلې وتوانېدې چې له لوړو الوتونکو چورلکو کار واخلي او د حیواناتو د کوچ او ښکار صحنې د لومړي ځل لپاره پرته له دې چې حیوانات خبر کړي، ثبت کړي.
سر ډېوېډ لا هم یوازینی کس دی چې د " د برېتانیا د تلویزیوني اکاډمۍ جایزې" یا بافتا جایزې یې د تور او سپین، رنګه، لوړ کیفیت، درېبعدي او 4K ټکنالوژۍ پروګرامونو لپاره ګټلې دي.
د ټکنالوژیک نوښت په لټه کې، هغه په ۲۰۱۵ کال کې د Great Barrier Reef په لوی مرجاني دېوال کې تر زر فوټه، یعنې نږدې ۳۰۰ مترو ژوروالي پورې تاریخي غوټه ووهله او په ۸۹ کلنۍ کې تر دې ژورې رسېدونکی تر ټولو ډېر عمر لرونکی کس شو.
دا ښکته کېدل د یوې نوې ټلویزیوني لړۍ او د مجازي واقعیت (VR) تجربې برخه وه، چې "د طبیعي تاریخ موزیم" په همکارۍ جوړه شوې وه.
نن ورځ د سر ډېوېډ کار د خپرونو د تاریخ له ټولو لویو ټکنالوژیکو بدلونونو سره تړاو لري، د مجازي واقعیت په ګډون، چې د هغې له امله یې یوه بله بافتا جایزه هم ترلاسه کړه.
د ۱۹۹۰مې لسیزې تر پایه، له څلوېښت کلن کار وروسته، د سر ډېوېډ اغېز په علمي کړیو کې یو بنسټیز مقام خپل کړی و.
هغه د دې دورې په یادولو وویل: "زه د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د حیوانپوهنې څانګو او پوهنتونونو ته ځم، نو استادان راته وایي: د دې استادۍ لامل دا و چې ما (پر ځمکه ژوند) لیدلی و".
نن ورځ د هغه نوم د علمي طبقهبندۍ په رسمي نظام کې تر ۵۰ زیاتو ژوو او بوټو ته ورکړل شوی، له چونګښو او ګونګټو نیولې تر غوښهخوړونکي بوټي او استوایي پتنګ پورې.
په دغو ویاړونو کې د چین یو نادر فوسیلي مرغه هم شامل دی او وروستی یې یو فنګس و چې په ۲۰۲۵ کال کې د هغه په نوم ونومول شو.
لومړنی ژوی چې د هغه نوم پرې کېښودل شو، په ۱۹۹۳ کال کې وپېژندل شو؛ دا د یوه سمندري خزنده فوسیل و چې د جوراسیک سمندرغاړې پر ساحل په انګلنډ کې موندل شوی و.
دا لا هم د هغه لپاره یوه ځانګړې شېبه ده، په ځانګړي ډول د داسې تفصیل له امله چې ډېری هغه کسان یې نه درک کوي چې له ساینس سره نژدې اړیکه نه لري.
هغه وویل: "یو شمېر ژوي شته چې د "اټنبرايي/اټنبرا ته منسوب" په نوم نومول شوي او دا ډېر ښکلی کار دی. خو دا چې د ژوو یوه بشپړه ډله، یعنې د ورته ځانګړنو لرونکو مخلوقاتو یو جنس، ستا په نوم ونومول شي، دا بیا بېخي بل څه دي."

د طبیعت دفاع
که څه هم ډېوېډ اټنبرا ټول عمر د چاپېریال ساتنې ملاتړی پاتې شوی، خو د هغه مستندو فلمونو د انسان د فعالیتونو مستقیم اغېز پر چاپېریال تر ډېره د نوې زریزې له پیل وروسته په څرګند ډول را برسېره کړ او په وروستیو کلونو کې یې د اقلیمي بدلون پر ضد د بېړني اقدام غږونه نور هم پیاوړي شول.
په ۲۰۰۶ کال کې، سر ډېوېډ د بي بي سي د Climate Chaos په نامه دوه مستند پروګرامونه وړاندې کړل، چې دا د هغه په دریځ کې یو ښکاره بدلون ګڼل کېده.
هغه د دې خپرنیز فصل د پیل پر مهال وویل: "زه د اقلیمي بدلون په موضوع کې شکمن وم. زه د دې په اړه محتاط وم چې هسې نه ناسم خبرداری ورکړل شي. خو اوس نور شکمن نه یم. هېڅ شک نه لرم. زما په اند اقلیمي بدلون تر ټولو لویه ننګونه ده چې نړۍ ورسره مخ ده".
په ۲۰۱۹ کال کې، کله چې هغه ۹۳ کلن و، سر ډېوېډ خپل چاپېریالي پیغام داسې ځای ته یووړ چې تر دې وړاندې یې نه و تجربه کړی: کلسټنبري فستیوال.
وروسته له هغې چې دغه فستیوال د یو ځل کارېدونکو پلاستیکي توکو کارول بند کړل، اټنبرا د لومړي ځل لپاره د راک موسیقۍ د ستورو په څېر تود هرکلی تجربه کړ؛ هغه له سټېجه داسې مینهوال مخاطبین وینا ته ودرول چې شمېر یې له سل زرو زیات و.
د ډېرو هغو کسانو لپاره چې د هغه کارونه یې تعقیب کړي، اټنبرا تل یو ثابت حضور و؛ داسې شخصیت چې په ارامۍ، او کله ناکله په ډېر ټینګار، د طبیعي نړۍ دفاع کوي.
که هغه د فستیوالونو له سترې ګڼې سره خبرې کوي، که د نړیوالو سیاستوالو له غونډې سره او که له یوه څلور کلن ماشوم سره، هغه لا هم موږ هڅوي چې خپل مسؤلیت ومنو او ډاډ راکوي چې لا هم د بدلون راوستلو لپاره ناوخته نه دی.

















