ځانګړی: د عرب شیخانو کم عمره هندۍ ناوې

- Author, دیویا اریا او دیپتی بتینی
- دنده, بي بي سي
د هندوستان په مسلمان مېشتو ایالتونو کې یو شمېر کم عمره نجونې د پیسو په بدل کې د عربي هېوادونو شتمنو ته واده شوي، چې تر نکاح وروسته یې پرې ایښي دي.
خلیج هېوادونو شتمنو ته د هندوستان د اندرا پردېش او تلنګانه ایالتونو د مېشتو غریبو مسلمانانو د لوڼو ودول نوې کیسه نه ده.
بي بي سي په دغه رپوټ کې د څو هغو کم عمره نجونو کیسې راخیستې چې د پیسو په بدل کې زړو عرب شیخانو ته نکاح شوي دي.
فرحین به په زړه ګوړې ماتولې چې له ښوونځي فارغېدو وروسته به نرسه شي، خو کله چې ۱۳ کلنه شوه کورنۍ یې له یوه ۵۵ کلن اردني شتمن سره واده وکړ.
د فرحین پلار هغه یوې کوټې ته بوتله چې ۳ کسان پکې ناست وو، فرحین یې د هغو مخې ته ودروله او بیا وویل شول، نن شپه دې د دغو کسانو له ډلې له یوه سره واده دی.
فرحین وايي، ما چیغې ووهلې چې زدکړې کوم، خو چا مې هم غږ نه اورېده.
درې اونۍ جنسي زور زیاتی

د فرحین مور فرحین ته د ناویتوب جامې ور واغوستې او دا یې هم وویل، په دې نکاح سره ۲۵۰۰۰ زره هندۍ روپۍ لاس په لاس او ۵۰۰۰ روپۍ په میاشتني ډول ور کول کېږي.
بیا یوه ملا نکاح وتړله او د هغې واده وشو.
فرحین وايي، کله یې چې هغه سړی له نږدې ولید، له ۵۰ کلونو یې عمر لوړ و او کابو درې اونۍ په زور را سره کورواله وکړ.
نوموړې زیاته کړه ، وروسته یې بیا راته وویل، باید اردن ته ور سره لاړه او زما له نورو ښځو او بچیانو سره بلده شي.
اردني شیخ د فرحین له کورنۍ سره تړون کړی و چې له نکاح وروسته به هغه اردن ته ځي، له هغه ځایه به د فرحین لپاره ویزه رالېږي، خو ویزه تر اوسه نه ده ورته لېږل شوې.
په درې کلونو کې ۴۸ پیښې

فرحین وايي، له دې کیسې یو کال تېر شو، ما نه ژړل، خو غوښتل مې چې دا بې مانا ژوند پای ته ورسوم - زما کورنۍ هم له ما سره چل وکړ.
له دې پېښې اته کلونه تېر شوي، خو فرحین لا هماغسې اندېښمنه ده.
بي بي سي له هغې سره په یوه نادولتي بنسټ کې ولیدل.
نوموړې وايي، خپلوانو یې له دې امله پرې نیوکه کوله چې له زاړه سړي سره یې ولې واده کړی او ځینو خو به بیا ویل چې مېړه غوښتنې دې نه شې پوره کولی، نو ځکه نه راځي.
په تېرو درېوو کلونو کې په تلنګانه پولیسو حوزه کې، چې د فرحین دوسیه پکې ثبت ده، ۴۸ ورته پېښې شوي دي.
پولیسو هغه کس نیولی چې اردني شتمن شیخ ته یې د کم عمرې فرحین په نکاح کولو کې اسانچاري کړې وه.
۸۰ کلن شیخ نیول شوی

د جنوبي حیدراباد د پولیسو مشر (ويستیه ناراین) وايي، اغېزمن کسان د پېښې پر مهال موږ ته نه راځي، معمولاً هغه وخت خپل شکایت ثبتوي چې عرب شیخان خپلو هېوادونو ته ستانه شوي وي.
دا زموږ لپاره مهمه مسله ده، موږ له بهرنیو چارو وزارت سره اړیکه کې یوو، خو د عرب شیخانو د بېرته راغوښتو امکانات ډېر کم دي.
نوموړي زیاته کړه، دا د مجرمانو ډېره پېچلې کړۍ ده چې دلالان ورته د ودونو داسې جعلي سرټیفیکېټونه جوړوي چې وښيي واده یې کړی دی.
د تېرکال په سپټمبر کې د تلنګانه پولیسو د کم عمره نجونو د ودولو یو ګروپ کسان ونیول چې په ډله کې یې ۸ عرب شیخان هم شامل وو.
د شپږ عرب شیخانو عمرونه ۳۵ کلونو په شاوخوا کې وو، خو د دوو نورو عمرونه له ۸۰ کلونو اوښتي وو.
په زړه پورې یې دا چې د دغو کسانو رپوټ د پولیسو په حوزه کې ثبت نه شو.
ټولنیز فعالان وايي، په دغه قضیه کې د ور ښکېل کړل شویو نجونو عمرونه له ۱۲ - ۱۷ کلونو وو.
لور خپله مور خور بولي

تبسم ۱۲ کلنه وه چې یو عرب شتمن ته واده شوه. هوټل ته یې یووړه په زوره ور سره جنسي زیاتی وشو او بیا ورته وویل شول چې کورته لاړه شه، مېړه به دې ژر ویزه راولېږي.
تبسم کور ته راغله، یو کال وروسته یې لور وزېږېده، خو هغه یې د یوې خور په څېر لویه کړه.
نوموړې وايي، لور مې ماته خور وايي او له دې سره زما زړه درزېږي، زما غوږونه د مور په غږ اورېدو پسې لېواله دي.
زهره ۱۵ کلنه او یتیمه ده چې دمګړۍ له خپلې انا سره اوسېږي.
د هغې توړۍ (د پلار خور) پر خواله رسنیو د هغې عکس عرب شیخ ته واستاوه او هغه یې پرې وپلورله.
زهره وايي، په هغه شپه زموږ کور ته یو قاضي راغي او د ټیلیفانه له لارې یې زما نکاح له یو چا سره وتړله.
اصلاً زه نه پوهېدم چې له چا سره مې واده وشو.
د هغې په خبره، تر نکاح تړلو وروسته ویزه راغله او دا یمن ته لاړه. هلته یو ۶۵ کلن سړي ورته وویل، ما په نکاح کړې یې.
زهره وايي، هوټل ته یې بوتلم او تر څو ورځني جنسي زور زیاتي وروسته یې بېرته حیدراباد ته را ولېږلم.

په حیدراباد کې د شاهین نومې خیریه ټولنې مشره جمیله نشت د هغو نجونو لاسنیوی کوي چې د ورته پېښو قرباني شوي وي.
جمیله وايي، ډېرې کورنۍ غریبې دي، دا نه مني چې په پیسو لوڼې پلوري، بلکې داسې ښکاروي چې دوی د ټولنې له دود سره سمې پر مخ ځي.
دا پېښې ډېرې خطرناکې دي، خو یوه زړه بوږنوونکې کیسه لا پاتې ده.
یوه عرب دوه خورلڼې نکاح کړي
روبیه او سلطانه له کوچینوالي خورلڼې دي. دوی دواړه هم عرب شیخ ته واده شوي، خو له واده وروسته په دې پوه شوې چې دواړه یوه کس ته واده شوې دي.
روبیه ۱۳ کلنه وه چې په عمان کې یوه ۷۸ کلن بوډا ته واده شوه.
هغې په ژړا وویل: "موږ څو اونۍ د هغه په اړه نه پوهېدو، بالاخره یې موږ دواړه پرېښودو او ملګرې مې ځان وژنه وکړه. "
دیني عالم مفتي حافظ ابرار وايي، د ورته ودونو حکم د ځان پلورنې له هغه سر برابر دی:
" هر څوک چې د پیسو په بدل کې د نورو هېوادونو له وګړو سره د نجونو ورته ودونه کوي، په اصل کې د اسلام او مسلمانانو نوم بدوي. "

د تلنګانه د ماشومانو د حقونو د ساتنې ادارې یو کارکوونکی امتیازعلي خان غواړي چې د مسجدونو امامان دې د ورته ودونو په مخنیوي کې خپل رول تر سره کړي.
د فرحین، تبسم، زهرې، روبیې او سلطانې سترګې په راتلونکي کې بدلانه ته دي.
له یادو ستونزو سربېره فرحین دا خوب ویني چې یو وخت به ټولنه کې د ښځو د زدکړو په اړه فکر پیدا شي او د جنس په توګه به نه ور ته کتل کېږي.
هغه وايي، زما کورنۍ پر خپل کار بخښنه غواړي، که دا ذهنیت په نورو کورنیو کې هم پیدا شي، د لور پر پلور به نه، بلکې د هغې به زدکړو به فکر وکړي.









