پنځه میاشتې وروسته سمندر کې ورکې ښځې موندل شوې

د عکس سرچینه، Getty Images
امریکايي سمندري پوځ دوې ښځې په سمندر کې له لارې ورکولو پنځه میاشتې وروسته ژوندۍ موندلې دي. جنېفر اپل او تاشا فیوابا له هوايي نه په یوه کوچنۍ بادي کښتۍ کې تهایتي ته روانې وې، چې د کښتۍ ماشین یې د ناوړه موسم له کبله خراب شو.
وروسته دغې کښتۍ د جاپان سویل ختیځ کې ۱۵۰۰ کیلومتره لرې ووته. دوی او ورسره دوه سپي یې د کب نیونکو لخوا امریکايي چارواکو ته د خبر له ورکول کېدو وروسته وژغورل شول.
د امریکايي سمندري پوځ په وینا دغه ښځې په مې کې په سفر وتلې وې او فکر یې کاوه، چې وچې ته به د بادونو او بادبان په مرسته ورسېږي، خو کله چې له ټاکلې مودې وروسته دوی و نه توانېدې وچې ته ورسېږي، له اندېښنې د ډکو پیغامونو استول یې پیل کړل.
د سمندري پوځ چارواکي وايي، دوی هره ورځ دغه پیغامونه استول، خو شاوخوا کې نه بله کښتۍ وه او نه هم د کښتیو کوم تم ځای. خو د اکتوبر پر ۲۴ مه د یوې تایوانۍ کښتۍ کب نیونکو سپرو دغه کښتۍ ولیده، چې سمندر کې تمبیده او ګوام کې یې د امریکايي اډې مسوولینو ته خبر ورکړ.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس سرچینه، Getty Images
پر بله ورځ په سمندر کې د امریکا یو ایس ایس اشلنډ نومې بېړۍ د دغو ښځو او د دوی د سپیو ژغورلو ته ورسېده، چې اصلاً د هنولولو اوسېدونکې دي. مېرمن اپل وايي:
''دوی 'امریکايي سمندري پوځ ' موږ له مرګه وژغورلو، کله مو چې د سمندر پر سطح د دوی کښتۍ ولیده، موږ له ډېرې خوښۍ جامو کې نه ځایدو ''
دغه څلور ژوندي سري اوږده موده ځکه ژوندي پاتې شوي، چې ویل کېږي، د اوبو تصفیې ماشین یې درلود او د پاستې او وچې شوربې په څېر وچو خوړو پریمانه زېرمه یې درلوده.




