ژوندۍ پاڼه, د طالبانو حکومت ځواکونو پر پاکستاني څوکیو د "غچ " بریدونه پیل کړي

د افغانستان په ختیځو ولایتونو نورستان، کونړ، ننګرهار او سوېل ختیځو پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې پر ډیورنډ کرښه د سختو بریدونو رپوټونه ورکړل شوي. د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو ویلي، دا بریدونه د پاکستاني ځواکونو پر پوځي تاسساتو روان دي او د فبرورۍ د ۲۲مې د هغو هوايي ګوزارونو غچ دی چې ننګرهار کې یې یو شمیر ولسي افغانان ووژل.

لنډیز

  • د افغانستان په ختیځو ولایتونو نورستان، کونړ، ننګرهار او سوېل ختیځو پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې پر ډیورنډ کرښه د سختو بریدونو رپوټونه ورکړل شوي.
  • د پاکستان حکومت وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت بریدونو ته "اغېزمن ځواب" ورکړی دی
  • د طالبانو حکومت ویاد ذبيح الله مجاهد وايي، د پاکستان د وروستيو هوايي بريدونو په ځواب کې یې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوستو بریدونه کړي
  • دواړه غاړې يو بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي خو تراوسه د مرګژوبلې کره شمېر نه دی معلوم

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د پاکستان د لومړي وزير ویاند وايي د طالبانو حکومت د بریدونو په ځواب کې یې هغوی ته سخت زیان اړولی

    پاکستاني پوځيان

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د پاکستان د لومړي وزير شهباز شریف د بهرنیو رسنیو ویاند مشرف زیدي وايي، د طالبانو حکومت سره د کرښې په اوږدو کې د نښتو پر مهال هېڅ پاکستانۍ پوسته نه ده زیانمنه شوې او نه هم کومه پوسته نیول شوې ده.

    نوموړي پر ​​اېکس یوه بیان کې ادعا کړې چې پاکستان د کرښې په اوږدو کې د 'تېري" په ځواب کې افغان طالبانو ته "درانه زیانونه" اړولي دي.

    وړاندې د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې وه چې د عملياتو پر مهال یې څو پاکستانۍ پوستې نيولې او ویجاړې کړې دي او د دې ترڅنګ یې د لسګونو پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو او ټپي کېدو خبره هم کړې وه.

    مشرف زيدي دا ادعاوې رد کړې او ويلي یې دي، تراوسه کوم پاکستانی پوځ نه دی نيول شوی.

  2. وروستی, په کومو سيمو کې نښتې شوې

    طالب ځواکونه

    د عکس سرچینه، Reuters

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې په اووه ولایتونو کې عمليات روان دي.

    د طالبانو حکومت د دفاع وزارت په وینا، دا عمليات د ۲۰۳ منصوري او ۲۰۱ خالد بن وليد د قول اردوګانو له لوري له پکتيا، پکتيکا، خوست، کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو شوي دي.

    وړاندې د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوه بيان کې ویلي وو چې، په چترال، خيبر، مومندو، کورمه او باجوړ کې یې د طالبانو حکومت بریدونو ته سخت ځواب ورکړی دی.

    په دغو نښتو کې د مرګژوبلې کره شمېر نه دي دواړه لوري يوه بل د درنې مرګژوبلې ادعاوې کوي.

    د وروستيو راپورونو له مخې لا اوس هم د ډيورنډ کرښې په بېلابېلو سيمو کې نښتې روانې دي.

  3. وروستی, د طالبانو حکومت وايي د پاکستان له لوري په تورخم کې د راستنو شویو کډوالو پر پنډغالي توغندی لګېدلی

    په افغانستان ځايي رسنۍ او د طالبانو حکومت سيمه ییز چارواکي وایي، د پاکستاني پوځ يوه توغندی تورخم ته څېرمه له پاکستانه د راستنو شويو افغان کډوالو پر یوه پنډغالي لګېدلی چې په ترڅ کې د یوې مېرمنې په ګدون اووه تنه ټپيان شوي دي.

    په تورخم کې د اطلاعاتو او عامه پوهاوي مسول قريشي بدلون وايي، د نښتو له کبله په سیمه کې د عمري په نامه له پنډغالي څخه د کډوالو ايستل پیل شوي دي.

    د طالبانو حکومت په وینا د ډيورنډ کرښې اوږدو کې یې پر پاکستاني پوستو د هغوی د وروستیو بمباريو په ځواب کې بریدونه پيل کړي دي.

    د تازه نښتو له کبله د مرګژوبلې شمېر معلوم نه دی معلوم خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان دواړه يوه بل ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعاوې کوي.

  4. وروستی, ذبيح الله مجاهد د لسګونو پاکستاني پوځيانو د مرګژوبلې او په بېلابېلو برخو کې د يو شمېر پوستو د نيول کېدو ادعا کړې

    ذبيح الله مجاهد

    د عکس سرچینه، Getty Images

    په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې چې د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې یې لسګونه پاکستاني پوځيان وژلي او ګڼ شمېر پوستې یې په بېلابېلو سيمو کې ترې نيولې دی.

    نوموړي پر اېکس پاڼه څو پوسټونو کې ويلي، په ننګرها، کونړ او خوست ولایتونو کې یې پاکستاني پوځ ته درنه مرګژوبله اړولې او يو څو پاکستاني پوځيان یې ژوندي نيولي دي.

    تر دې وړاندې د پاکستان پوځ ويلي وو چې د طالبانو حکومت بریدونو ته یې "سملاسي او اغېزناک" ځواب ورکړی او د دوی ګڼ شمېر ځواکونو ته یې مرګژوبله اړولې ده.

    بي بي سي په خپلواکه توګه د دغو بریدونو پخلی نشي کولی.

  5. وروستی, پاکستان وايي، د طالبانو حکومت برید ته یې "سملاسي او اغېزناک ځواب" ورکړی

    د باکستان برید

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، عکس: ارشيف

    د پاکستان حکومت ادعا کړې چې د پاکستان او افغانستان تر منځ کرښې ته څېرمه د طالبانو حکومت له خوا له "کوم دليل پرته" د پيل شوې نښتې "اغېزمن ځواب" یې ورکړی دی.

    د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په یوه بيان کې ویلي، د پاکستان امنيتي ځواکونو په چترال، خيبر، مومندو، کورمه او باجوړ کې د طالبانو حکومت بریدونو ته سخت ځواب ورکړی دی.

    وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد ادعا کړې وه چې د پاکستان ګڼ شمېر پوستې یې په نښه کړې او پاکستاني پوځيانو ته یې درنه مرګژوبله اړولې ده.

    د پاکستان د اطلاعاتو وزارت هم ادعا کوي چې د لومړنيو معلوماتو له مخې افغان طالبانو ته درانه تلفات اوښتي دي او ډېرې پوستې یې ویجاړې کړې دي.

    بي بي سي په خپلواکه توګه د دواړو لوريو د ادعاو پخلی نشي کولی.

  6. په باړه او تيرا کې عيني شاهدان څه وايي

    د خيبرپښتونخوا په باړه او تیراه سیمو کې ځايي اوسېدونکو بي بي سي اردو ته ويلي چې د ډزو اوازونه تر لرې اورېدل کېدل.

    ډېورنډ کرښې ته څېرمه د کورمې د صدې سيمې يوه اوسېدونکي بي بي سي ته ويلي، له يو نيم تر دوو ساعتونو پورې د ډزو غږونه اورېدل کېدل. دی وایي تراوسه په ملکي سيمه کې کومه ګولۍ نه ده لګېدلې او چا ته زيان نه دی رسېدلی.

    د یادولو وړ ده چې پاکستان د فبرورۍ پر ۲۱ د افغانستان په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو هوايي بریدونه وکړل. دوی ادعا کړې وه چې په دې بریدونو کې یې د پاکستاني طالبانو سره تړلې کسان په نښه کړي دي. خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي د پاکستان په هوايي بریدونو کې ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

  7. پاکستاني پوځي

    بي بي سي ته داسې انځورونه هم رسېدلي چې ښيي یو شمېر کسان د ډوډۍ پر غاړه ټپي حالت کې پراته دي. سیمه ییزو سرچینو ویلي، په تورخم کې پوځي حالت اعلان شوی او له ولسي خلکو غوښتل شوي چې له کرښې لرې لاړ شي. په خپلواکه توګه بي بي سي د دغو ویډيوګانو پخلی نشي کولی.

  8. د طالبانو حکومت د ویاند ذبيح الله مجاهد غبرګون

    د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلی د پاکستان د پوځي حلقي د بار بار تمرد او سرکشیو په غبرګون کې د دیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو په مراکزو او نظامي تأسیساتو پراخ تهاجمي عملیات پيل شول.

  9. د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې عیني شاهدانو ویلي، له چترال سره په کرښه د طالبانو حکومت ځواکونه د دوکلام سیمه کې پاکستاني امنیتي پوستو ته ورغلي او له شاوخوا سیمو د درنو او سپکو وسلو ډزې اورېدل کېږي.

  10. وروستی, د طالبانو حکومت ځواکونو پر پاکستاني څوکیو د "غچ " بریدونه پیل کړي

    وروستی خبر

    د افغانستان په ختیځو ولایتونو نورستان، کونړ، ننګرهار او سوېل ختیځو پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې پر ډیورنډ کرښه د سختو بریدونو رپوټونه ورکړل شوي.

    د طالبانو حکومت امنیتي چارواکو ویلي، دا بریدونه د پاکستاني ځواکونو پر پوځي تاسساتو روان دي او د فبرورۍ د ۲۲مې د هغو هوايي ګوزارونو غچ دی چې ننګرهار کې یې یو شمیر ولسي افغانان ووژل.