بووېن: خطرناکه شیبه ده، خو امریکا او اسرائیل ته داسې یو فرصت ښکاري چې باید له لاسه ونه وځي

.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، له بریدو وروسته له تهران لوګي پورته کېږي.
    • Author, جېریمي بووېن
    • دنده, نړیوال ایډیټور
  • د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د امریکا او اسرائیل دې پرېکړې چې له ایران سره نوې جګړې ته ننوځي، یوه ډېره خطرناکه شېبه رامنځته کړې ده چې پایلې یې نه‌شي اټکلېدی.

اسرائیلو دغه برید ته د جواز موندلو لپاره د "مخ‌نیوونکي برید" اصطلاح وکاروله، مانا یې دا ده چې وايي، که دوی برید نه وی کړی نو پر دوی برید کېده.

خو شواهد ښيي چې دا یوه اختیاري جګړه ده.

اسرائیل او امریکا داسې محاسبه کړې چې د ایران اسلامي رژیم کمزوری شوی دی؛ دغه هېواد له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی، د کال په پیل کې د لاریونوالو له سختې ځپنې وروسته پرې سیاسي فشار زیات شوی او د تېر دوبي له جګړې راوروسته یې دفاعي سیستمونه هم سخت زیانمن دي. ښکاري دوی همدا یو چانس ګڼلی او غواړي ګټه ترې واخلي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اسرائیل لومړي وزیر ویلي، ایران د دوی هېوادونو ته ګواښ دی. ټرمپ خو ان ویلي چې ایران یو نړیوال ګواښ دی.

د ایران اوسنی رژیم له شک پرته د دوی سرسخت دښمن دی. خو دا سخته ده چې وښودل شي د ځان‌ د دفاع قانوني توجیه څنګه صدق کوي، په داسې حال کې چې د جګړې یوه خوا امریکا او اسرائیل او بله خوا ایران دی چې د ځواک ترمنځ یې ستر توپیر دی.

جګړه یو سیاسي عمل دی. کله چې وسله‌واله شخړه پیل شي، کنټرولول یې په ذاتي ډول سخت وي. مشران باید روښانه هدفونه ولري.

بنیامین نتنیاهو له لسیزو راهیسې ایران د اسرائیل تر ټولو خطرناک دښمن ګڼي. د هغه لپاره دا فرصت دی چې د تهران رژیم او د ایران پوځي وړتیا ته تر ټولو ډېر زیان ورسوي. نتانیاهو د کال په وروستیو کې ټاکنې هم لري.

له حماس سره د دوو کلونو جګړې تجربې ښودلې، هغه باور لري چې کله اسرائیل په جګړه کې وي، د هغه سیاسي دریځ پیاوړی کېږي.

د ټرمپ هدفونه بیا، لکه د ده د عادت له مخې، بدل او واوښتل. په جنورۍ میاشت کې یې ایراني احتجاج کوونکو ته وویل چې "مرسته پر لاره ده".

خو هغه مهال د امریکا ډېر سمندري ځواک د وینزویلا د مشر د لېرې کولو پر ماموریت بوخت و نو پوځي انتخابونه یې محدود وو.

په داسې حال کې چې امریکا سیمې ته دوې د الوتکو وړونکې جنګي بېړۍ او همداراز د ځمکې له لارې پراخ پوځي ځواک لېږه، ټرمپ د ایران د اټومي ارمانونو د خطر په اړه ډېرې خبرې کولې، سره له دې چې د تېر دوبي جګړې وروسته یې ویلي وو چې د ایران اټومي پروګرام "په بشپړه توګه له منځه وړل شوی".

د ایران رژیم تل دا رد کړې چې اټومي وسله غواړي، خو یورانیم یې تر داسې کچې بډای کړي چې د سوله‌ییزې اټومي انرژۍ په پروګرام کې نه کارېږي.

لږ تر لږه داسې ښکاري چې غواړي د بم جوړولو انتخاب ولري. تر اوسه اسرائیل او امریکا هېڅ داسې شواهد نه‌ دي خپاره کړي چې وښيي دا کار کېدونکی و.

ټرمپ په یوه ویډیو کې ایراني خلکو ته وویل "د ازادۍ ساعت رانږدې دی". نتانیاهو هم ورته پیغام ورکړ، ویې ویل چې دا جګړه به د ایران خلکو ته د رژیم د نسکورولو فرصت برابر کړي. خو دا هېڅ تضمین نه لري.

یوازې د هوايي بریدونو له لارې د رژیم بدلون کومه بېلګه نه لري. د عراق صدام حسین په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا په مشرۍ د پراخ یرغل له لارې نسکور شو.

د لیبیا معمر قذافي په ۲۰۱۱ کې د یاغي ځواکونو له خوا چې ناټو او ځینو عربي هېوادونو ورسره هوايي ملاتړ کاوه، راوپرځول شو.

په دواړو مواردو کې پایله د دولت سقوط، کورنۍ جګړه او زرګونه وژنې وې. لیبیا لا هم ناکام دولت دی او عراق تر اوسه د یرغل او وروسته وینې تویېدو پایلې زغمي.

ان که دا لومړی ځل هم وي چې یوازې هوايي ځواک یو رژیم نسکور کړي، د ایران اسلامي رژیم به په داسې لیبرال ډیموکراسۍ بدل نه‌شي چې بشري حقونه خوندي کړي. داسې کوم معتبر جلاوطنه بدیل حکومت هم نه‌شته.

په نږدې نیمه پېړۍ کې د ایران رژیم یو پېچلی سیاسي سیستم جوړ کړی چې بنسټ یې پر ایډیولوژۍ، فساد او کله چې اړتیا وي، د بې‌رحمانه زور په کارولو ولاړ دی. تهران د جنورۍ په پېښو کې وښوده چې د لاریونوالو د وژلو لپاره چمتو دی. امنیتي ځواکونه لري چې د امر په صورت کې پر خپلو زرګونو وګړو ډزې کوي.

ښايي امریکا او اسرائیل د ایران د روحاني مشر ایت‌الله علي خامنه‌اي د وژلو هڅه وکړي. اسرائیل د ستراتېژۍ په توګه د هدفي وژنو په ځواک باور لري. په تېرو دوو کلونو کې یې د غزې د حماس او د لبنان د حزب‌الله مشران او ګڼ نور قومندانان وژلي دي.

ایران

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د ایران له بریدونو وروسته د امریکا د سمندري ځواکونو له پنځمې ډلګۍ د مقر شاوخوا لوګي پورته کېږي

خو د ایران اسلامي رژیم بېل حالت لري. دا د یوه دولت مشري کوي، نه یوازې د یوې وسله‌والې ډلې. دا د یو کس نظام نه‌دی. که رهبر ووژل شي، ډېر احتمال شته چې بل روحاني، د سپاه پاسداران له ملاتړ سره ځای ناستی شي.

د ایران د اسلامي انقلابي ګارد ځواک د دودیزو وسله‌والو ځواکونو ترڅنګ د همدې لپاره شته چې رژیم له کورنیو او بهرنیو ګواښونو وساتي.

ټرمپ هغوی ته وړاندیز وکړ چې که وسله کېږدي، وبه ژغورل شي، که نه نو "حتمي مرګ" ور په برخه دی.

خو داسې نه ښکاري چې دغه وړاندیز دې سپاه پاسداران دوه زړي کړي. د اسلامي جمهوریت او شیعه مذهب په ایډیولوژۍ کې "شهادت" یو دوامدار مفهوم دی.

ټرمپ داسې انګېري، چې په سیاست او ژوند کې معامله اصلي هڅوونکی محرک دی، لکه څنګه چې یې په خپل کتاب کې "د معاملې هنر" یاد کړی. خو له ایران سره معامله کول د ایډیولوژۍ او باور ځواک په پام کې نیولو ته اړتیا لري چې اندازه کول یې ډېر سخت دي.

د کال له پیل راهیسې چې دا کړکېچ ورو ورو جوړېده او امریکا خپل سمندري ځواک راغونډاوه، نښې زیاتېدې چې د تهران مشرتابه جګړه شونې بولي. هغوی خبرو اترو ته داخل شول، په داسې حال کې چې پوهېدل تېر دوبي هم خبرې روانې وې چې اسرائیل برید وکړ او امریکا ورسره یو ځای شوه.

دوی پر امریکا او اسرائیل باور نه لري. ټرمپ په خپله لومړۍ دوره کې د ایران له اټومي تړونه ووت، هغه تړون چې د ایران اټومي پروګرام یې محدوداوه او د اوباما د ادارې تر ټولو مهمه بهرنۍ لاسته راوړنه بلل کېده.

ځینې نښې وې چې ایران ښايي د "همدې تړون دویمه نسخه" ومني. خو داسې ښکاري چې امریکا د ایران د توغندیز پروګرام او د سیمې له هغو متحدینو د ملاتړ پر سختو محدودیتونو هم ټینګار کاوه چې د اسرائیل او امریکا مخالف دي.

دې د ایران لپاره د تسلیمېدو مانا لرله. د توغندیو او متحدینو پرېښودل ښايي د مشرتابه په ذهن کې دا مانا ولري چې د رژیم د بدلون پر وړاندې به تر اوسني برید ډېر زیانمن شي.

اوس به د ایران مشران دا محاسبه کوي چې جګړه څنګه وزغمي، څنګه بقا تضمین کړي او پایلې یې څنګه اداره کړي.

د ګاونډ هېوادونه به، چې مشري یې سعودي عربستان کوي، د نن ورځې د پېښو له اړخه سترې بې‌باورۍ او احتمالي پایلو ته اندېښمن وي.

له منځنی ختیځ تل کړکېچ راپورته کېدای شي. د نوې او سختې جګړې راټوکېدل، د یوې داسې سیمې او نړۍ بې‌ثباتي لا ژوروي چې لا هم له تاوتریخوالي، ګډوډۍ او خطر سره مخ ده.