"د ایران- امریکا جګړه کې میلیونونه افغان کډوال 'هېر شوي' قربانیان دي"

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د ناروې د کډوالو شورا وايي، په ایران کې له څلورو میلیونو ډېر افغان کډوال د امریکا او اسرائیلو پر وړاندې د ایران د جګړې له امله تر ډېره 'پټ' او 'هېر شوي' قربانیان ګڼل کېږي.
ددغې شورا عومي منشي جان ایګلنډ پر اېکس یوه اوږده پیغام کې لیکلي، کله چې جګړه پیل شوه، بېشمېره افغانان په ودانیزو (ساختماني) چارو او نورو غیر رسمي کارونو کې بوخت وو. اوس چې عاید کم شوی او انفلاسیون زیات شوی، هغوی خپلو کورنیو ته خواړه او اړتیا وړ شیان نه شي چمتو کولی او نه هم د کور کرایه ورکولی شي.
نوموړی وايي، د خوړو بیې د تېر کال پرتله شاوخوا دوه برابره لوړې شوې دي. خلک اړ کېږي چې خواړه کم کړي، طبي درملنه وځنډوي او پورونه واخلي- په داسې حال کې چې د جګړې او بېځایه کېدو سختۍ هم زغمي.
ایګلنډ وايي، یو څه هیله شته چې د ناروې د کډوالو شوا زرګونو کورنیو ته د بېړنیو نغدو مرستو په ورکولو سره هغوی ته د اړتیا وړ توکي او خواړه برابر کړي.
دا اداره ماشومانو، والدینو او ښوونکو ته د رواني روغتیا ملاتړ هم برابروي او د جګړې زیانمن شوي ښوونځي رغوي او ماشومانو ته د زدکړې خوندي ځایونه برابروي.
دی وايي، جګړې میلیونونه کسان بېځایه کړي دي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
دغه سازمان د ناروې، سویډن او اروپايي ټولنې له تمویل برخمن دی. خو نور مرستندویان تر اوسه بېځوابه پاتې دي، حال دا چې اړتیاوې ورځ تر بلې زیاتېږي.
جان ایګلنډ وړاندې لیکي، اوس یوازې د نورو ۱۰۰۰ کورنیو لپاره بودیجه شته او ډېری نور عاجلې مرستې نه ترلاسه کوي. که اضافي تمویل ونه شي، د بېړنیو مرستو بودیجه به په یوه میاشت کې ختمه شي.
د ویلو ده چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې ناروې د کډوالو شورا په ایران کې له افغان کډوالو سره مرسته کوي.
اوس یې مرستې د هغو افغانانو او ایرانیانو لپاره هم زیاتې کړې چې په دې جګړه کې هر څه له لاسه ورکړي دي.
د ناروې د کډوالو شورا وايي، دوی د ایران او افغانستان ترمنځ په نهو ولایتونو کې فعالیت لري او په افغانستان کې د راستنېدو او بیا ادغام په مهمو مرکزونو کې هم حضور لري.
د دې عملیاتو د پراخېدو لپاره بېړنۍ مالي مرستې ته اړتیا ده چې میلیونونو اړمنو خلکو ته لا زیات خدمات ورسوي.





















