سعودي پر ښځو لوبغالي ته د تګ بندیز لرې کوي

د عکس سرچینه، AFP
د سعودي عربستان چارواکي وايي، د دغه هېواد ښځې به د راتلونکي کال له لومړیو په لوبغالو کې د کېدونکو لوبو د مخامخ لیدو اجازه تر لاسه کړي.
د دې پرېکړې له مخې به کورنۍ وکولای شي د سعودي په درېوو سترو ښارونو ریاض، جده او دمام کې لوبغالو ته لاړې شي.
سعودي عربستان چې دودیزه ټولنه او له سخت جنسیتي بېلښت سره لاس او ګرېوان ده، دا ګام یې ښځو ته د حقونو ور کولو په برخه کې بله لاسته راوړنه ګڼل شوې ده.
د سعودي عربستان د لوبو ټولنې ویلي، د ۲۰۱۸ کال په پیل کې به په درېوو لوبغالو کې کورنۍ د لوبو د نندارې اجازه ولري.
د سعودي ولیعهد ۳۲ کلن محمد بن سلمان پر نفتو د سعودي د تکیې کمولو لپاره " د ۲۰۳۰ لیدلوری" په نامه د ۵۰۰ میلیارد ډالرو په ارزښت پراخې ټولنیزي او اقتصادي پروژې پیل کړي دي.
کابو میاشت وړاندې داسې حکومتي فرمان صادر شو چې له مخې یې ښځو ته په سعودي کې د موټر چلولو اجازه ور کړل شوې وه.
تر څنګ یې ښځو ته د موسیقۍ کنسرټونو جوړولو اجازه هم ور کړل شوې او ژر به سعودي کې د سینما په پرده د فیلم ښودلو چاره بیا پیل شي.
ښاغلي سلمان د تېرې چارشنبې په ورځ وویل، د هېواد په عصري کولو کې یې د (معتدل اسلام) بېرته راګرځول بنسټیز رول لري.
شنونکي وايي، د ښاغلي سلمان نوې طرحې له خطره خالي نه دي.
تېره میاشت چې دولت په لومړي ځل ښځو ته اجازه ور کړه چې د ملي ورځو د لمانځنې لپاره د ملک فهد لوبغالي ته تللی شي، نو پر وړاندې یې په خواله رسنیو کې محافظه کارانو منفي غبرګون وښود.
د یادونې ده چې ښځې په سعودي عربستان کې لاهم اړې دي سفر، کار او روغتون ته د تللو پر مهال محرم نارینه یا د هغه لیکلې اجازه پاڼه له ځان سره ولري.









