سعودي کې د 'جاز موسیقۍ' لومړنی فیسټیوال جوړېږي

.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، تر دې وړاندې پر دولتي ټلوېزیون د یوې سندرغاړې کنسرټ هم خپور شو.

په سعودي عربستان کې یوه صنعتي زون اعلان کړی چې د روان کال په پای کې به د جاز موسیقۍ فیسټیوال جوړ کړي.

د صنعتي زون دغه اعلان د سعودي عربستان د هغې پالیسۍ له مخې کېږي چې غواړي پر تېلو تکیه کمه او پر ځای یې د ګرځندوی او ساتېرۍ صنعت ته وده ور کړي.

په سعودي عربستان کې د دودپالنې له امله په عامه کچه د سندرو او موسیقۍ پرواګرامونو تر سره کول په نشت حساب دي.

د بریتانوۍ رسنۍ، رویټرز په خبره، د بادشاه عبدالله د اقتصادي ښارګوټي د جوړوونکي شرکت (ای‌سي‌سي) اجرایه مشر "فهد ال راشد" ویلي، په دغه سندریز فیسټیوال کې به بهرني سندرغاړي او هنرمندان خپل هنر نندارې ته وړاندې کړي.

هغه زیاته کړي، د ویزې د ورکړې د پېچلي چلندلار (پروسیجر) له امله د بهرنیانو د ګډون په اړه څه ویل له وخته مخکې دي، خو دا وړاندوینه کېدای شي چې سعوديان به پکې ګډون وکړي.

نوموړي د چارشنبې په ورځ د پانګونې په اړه په جوړه شوې خبري ناسته کې وویل، په هېواد کې ورته چارو او کلتوري نندارو ته ډېره اړتیا ده ځکه چې په تېر کې په دې برخه کې کار نه دی شوی.

یوه میاشت وړاندې پاچا سلمان ښځو ته د موټروانۍ لایسنس ورکولو امر ورکړ.

سعودي عربستان له دې مخکې د نړۍ یوازينی هېواد و، چې ښځو ته پکې د موټر چلولو رسمي اجازه نه ورکول کېده.

روانه اونۍ د سعودي شهزاده محمد بن سلمان وویل، هېواد ته به یې معتدل اسلام راستون او د ترهګرۍ جرړه وباسي:

"موږ هغه څه ته بېرته په ستنيږو چې پخوا وو، د يوه معتدل اسلام لرونکي هېواد ته، د نړۍ ټولو وګړو ته پکې ځای وي. "

د روان کال په جنورۍ میاشت کې د سعودی عربستان پر دولتي ټلوېزیون د لومړي ځل لپاره د یوې ښځينه سندرغاړې (ام کلثوم) کنسرټ هم خپور شو.

د سعودي عربستان شاهي کورنۍ سني وهابي مسلمانان دي چې د سعودي عربستان پاچا د اسلامي نړۍ د دوو مهمو او سپېڅلو ځایونو خادم بلل کېږي.