امریکا کې سعودي شهزاده د جنسي اړیکو په تور نیول شوی

راپورونه وايي د امریکا د کلفورنیا ایالت په بېورلي هېلز ښار کې یو سعودي شهزاده په دې تور نیول شوی چې یوه ښځه یې جنسي اړیکو ته مجبوره کړې.
ځايي پولیس وايي ۲۸ کلن مجید عبدالعزیز السعود یې د چارشنبې پر ورځ (سپتمبر ۲۵مه) د بېورلي هېلز له یوه تفریحي سیمې نیولی دی.
د پولیسو په وینا نوموړی شهزاده له نیول کېدو یوه ورځ وروسته د درې سوه زرو ډالرو تضمین په بدل کې خوشې شوی دی.
چارواکي وايي شهزاده السعود به په زور د جنسي اړیکو ټینګولو په تور د اکتوبر پر ۱۹مه محکمې ته معرفي کېږي او دیپلوماتیک مصونیت نه لري.
د ځايي لا اینجېلېس ټایمز ورځپاڼې په وینا د پېښې په اړه د سعودي شهزاده ګاونډي پولیسو ته له هغه وروسته خبر ورکړ چې یوې ټپي ښځې د مرستې غږونه کول او هڅه یې کوله د شهزاده د کور له دېواله ځان لاندې وغورځوي.
په دې اړه د سعودي عربستان سفارت غبرګون نه دی ښودلی.




