ایا د ډېرو ماشومانو لرل د میندو ژوند لنډولی شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, کېټ بووي
- دنده, بيبيسي نړیوال سرویس
کله چې ماشومان ځېل کوي، ډوډۍ نه خوري، یا نه ویده کېږي، نو میندې ښايي د ټوکې په ډول ووايي چې ماشومانو یې عمر لنډ کړی دی.
خو اوس نوې څېړنې موندلې چې دا خبره ښايي د هغو ښځو لپاره چې په سختو شرایطو کې ژوند کوي، له حقیقته لېرې هم نه وي.
د تاریخي سوابقو تحلیل او شننه ښیي چې د ځینو میندو ژوند ښايي له هر ماشوم سره تر شپږو میاشتو پورې کم شوی وي.
داسې ښکاري، هغه مېرمنې چې په ډېر سخت چاپیریال کې ژوند کوي، د دې اړیکې له اړخه یې زیان ګاللی دی.
د تکامل څېړونکو د کلیسا له تاریخي اسنادو او سوابقو د ۴۶۸۴ داسې مېرمنو د زېږونونو او مړینې ارقام ارزولي، چې د ۱۸۶۶ او ۱۸۶۸ کلونو ترمنځ یې د سترې فنلنډۍ قحطۍ پر مهال ژوند کاوه.
د هالنډ له ګرونینګن پوهنتونه ډاکتر یوان یانګ چې د دې مطالعې مخکښ څېړونکی دی، وايي: فنلنډي قحطي "د معاصر اروپایي تاریخ له ډېرو وحشتناکه قحطیو" وه.
ډاکتر یانګ او د ډلې ملګرو یې - پروفیسورې هانا دګډېل، پروفیسورې ویرپي لوما او ډاکتر ایرک پوستما موندلې، د هغو مېرمنو د ژوند اوسط د هر ماشوم پر سر تر شپږو میاشتو کم شوی، چې د دې قحطې پر مهال لنګې شوې دي.
موندنې ښیي، دا ممکن له دې کبله وي چې میندو ډېره انرژي د خپلو حجرو د رغولو پر ځای، د ماشومانو تولید او تکثیر ته ځانګړې کوله او له دې کبله دوی په راتلونکي ژوند کې د ناروغیو له زیات خطر سره مخامخېدې.
خو د هغو مېرمنو د عمر اوسط او زېږونونو ترمنځ هېڅ اړیکه نه وه، چې تر دې قحطۍ مخکې یا وروسته یې ژوند کاوه.
ډاکتر یانګ وايي: "موږ دا کار یوازې په هغو مېرمنو کې ګورو چې کله قحطي راغله، نو دوی د زېږون دوره کې وې."
دا ښيي، هغه چاپیریال چې دغو مېرمنو پکې د لنګون کلونو کې ژوند کاوه، د دوی د عمر اوسط د ټېټېدو یو مهم فکتور و.
ولې د ماشومانو لرل د عمر اوسط اغېزمنوي؟
ولې داسې وه؟
یو وضاحت ښايي دا وي چې سخت چاپېریالي شرایط ممکن د ماشومانو د زېږون اوږدمهاله روغتیايي اغیزې لا بدترې کړي.
دا له پخوا معلومه ده چې میندې له زېږون وروسته تر یو ځایه د وزن زیاتوالي او د فزیولوژیکي فشار له کبله د زړه، رګونو او مېتابولیکي ناروغیو له لوړ خطر سره مخامخې وي.
ډاکتر یانګ زیاتوي: "یوه احتمالي توضیح هم شته؛ دا چې په حقیقت کې د دې دورې پر مهال د ماشومانو د لویولو، شیدې ورکولو او مېندوارۍ په مور کې د سرچینو د کمښت لامل ګرځي. "
مېندواري او ماشوم ته شیدې ورکول ډېرې انرژۍ ته اړتیا لري، په دې معنا چې د قحطۍ پر مهال یوه نوې مور شوې ښځه ان د خپل بدن د فعالیتونو دوام لپاره هم چې د ژوند په وروستیو کې د ناروغیو مخه نیسي، کمه انرژي لري.
ډاکتر یانګ وايي: "امکان لري په دې [مطالعه شوې] ډله کې، چې مېرمنې پکې ډېر زیات ماشومان لري او ښايي د هر زېږون ترمنځ رغېدو ته وخت هم نه وي ورکړل شوی، دا [روغتیایي اغیزې] موجودې وي. "
خو نوموړی زیاتوي، دا چې دې مطالعې د نوې لابراتواري تجربې پر بنسټ د نویو معلوماتو رامنځته کولو پر ځای تاریخي معلومات ارزولي، نو دی دا پوښتنه په ډاډ نه شي ځوابولی.
د اولادونو او عمر ترمنځ تړاو
د ډاکتر یانګ مطالعه ښيي، دا موندنې په هغو مېرمنو کې هم ډېرې څرګندې وې چې ډېر ماشومان یې درلودل، خو ټولې مېرمنې په برابره اندازه نه وې اغېزمنې شوې.
ډاکتر یانګ وايي: "په حقیقت کې دا د دغو ډېرو لویو کورنیو د اندازو... او د دې ډول قحطیو پېښو په اړه دوه مفکورې دي."
ساینسپوهان له لسیزو راهیسې د ژویو د ډولونو ترمنځ دې توپیر ته حیران دي، چې ځینې یې لکه موږکان او حشرات لنډ ژوند کوي او ډېر اولادونه زېږوي، خو د فیلانو، انسانانو او نهنګانو په څېر نور بیا لږ اولادونه لري او اوږد ژوند کوي.
په دې برخه کې یوه مخکښه تیوري دا ده، چې تکثر لپاره د حجرو رغولو ته انرژي نه ورکول او د لوري بدلول یې، ژر زړېدلو کې رول لري.
ایا د اوسني پېر ښځې هم په ورته ډول اغېزمنې دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
ایا ۲۰۰ کاله مخکې د ښځو له ژونده دا ترلاسه شوې موندنې اوس ۲۱مه پېړۍ کې هم پر میندو د تطبیق وړ دي؟
ډاکتر یانګ وايي: "اړینه ده چې دا له همدې تاریخي دورې سره، چې د روغتیايي پاملرنې عصري رژیمونه پکې دومره پیاوړي نه وو، په متناسب ډول بیان کړو."
"هغه دوره کې، ښځو په منځنۍ کچه ښايي څلور یا پنځه ماشومان لرل، چې زموږ د نن ورځې کورنیو له اندازې ډېر دي."
له ۱۸۰۰ لسیزې راهیسې د ټولې نړۍ په کچه په کورنیو کې د ماشومانو شمېر د پام وړ کم شوی دی.
۲۰۲۳ کال کې اوسط ښځو له دوو ډېر ماشومان درلودل. دا داسې بدلون دی چې زدکړو، کار ځي او د مېندوارۍ مخنیوي درملو ته د لاسرسي د زیاتوالي او همدا راز د ماشومانو د مړینې کچې د ټیټېدو پایله کې راغلی دی.
خو د نایجر، چاد، سومالیا او سویلي سوډان په څېر ځینې داسې هېوادونه شته، چې ښځې پکې لا هم معمولا لږترلږه څلور ماشومان لري.
د ملګرو ملتونو د خوړو خوندیتوب نوښت لخوا تېر کال غزې او د سوډان ځینو برخو کې قحطي اعلان شوه.
په داسې حال کې چې ډاکتر یانګ وايي په دې برخه کې نور کار ته اړتیا ده، دا ښيي، چې ممکنه ده دا تازه موندنې اوس هم د نړۍ په ځینو برخو کې عملي شي.











