چارواکي وايي امریکايي ځواکونو په سوريه کې پر داعش بریدونه کړي

د برید شېبه

د عکس سرچینه، US CEMTRAL COMMAND

د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) ويلي چې د امریکا او د هغو د متحدينو د ځواکونو له خوا په سوریه کې د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) پر موخو پراخ هوايي بریدونه شوي دي.

يادې ادارې پر اېکس ليکلي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې په ورځ د دغو بریدونو امر ورکړ. دغه بریدونه د هاکای عملياتو برخه دي چې د داعش له خوا پر امریکايي ځواکونو د ډسمبر ۱۳ نېټې خونړيو بريدونو په غچ کې ترسره کېږي.

د سېنټکام په وينا، دا بريدونه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او په سیمه کې د امریکايي او د هغه د متحدينو د ساتنې په موخه شوي دي.

سېنټکام ويلي، "زموږ پيغام لا هم پياوړی دی: که تاسو زموږ جنګي ځواک ته زيان ورسوئ، هر څومره که تاسو له عدالت څخه د تښتېدو هڅه وکړئ، موږ به تاسو پيدا کړو او د نړۍ په هر ځای کې به مو ووژنو".

په امریکا کې د بي بي سي همکارې رسنۍ سي بي اېس ته يوه چارواکي ويلي چې د امریکا او د هغو د متحدينو له ۲۰ زياتو الوتکو په دې عملياتو کې ګډون درلود او له ۳۵ زياتې موخې په نښه شوې دي.

تراوسه د بریدونو د ځای او د احتمالي مرګژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

د امریکا د دفاع وزير پېټ هېګسېټ د شنبې په ورځ پر اېکس ليکلي، "موږ به هېڅکله هېر نه کړو او هېڅکله به شاته نه شو".

د ټرمپ حکومت د ډسمبر په مياشت کې د "هاکای سټرايک" په نامه عمليات وروسته له هغه اعلان کړل چې داعش د سوريې په مرکزي برخه پالميرا کې دوه امریکایي پوځيان او يو امریکايي ژباړن په غلچکي برید کې ووژل.

هېګسېت په ډسمبر کې د عملياتو د پيلېدو پر مهال ويلي وو، "دا د جګړې پیل نه بلکې د غچ اخيستو اعلان دی".

نوموړي زياته کړې وه، "د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر مشرتابه لاندې به د خپلو خلکو د دفاع لپاره هېڅکله درېغ ونکړي او هېڅکله به په شا نشي."

سېنټکام ويلي چې د شنبې ورځې له بریدونو مخکې امریکایي ځواکونو د هاکای عملیاتو په ترڅ کې د ډسمبر له ۲۰ تر ۲۹ نېټې پورې د ۱۱ عملياتو پر مهال د داعش نژدې ۲۵ غړي وژلي او يا هم ژوندي نيولي دي.

د عملياتو په پيل کې امریکايي او اردني ځواکونو په ګډ "ستر بريد" کې د سېنټکام په وینا "د سوريې په مرکزي برخو کې له ۷۰ زيات هدفونه په نښه کړل".

سېنټکام وايي، په دغو عملياتو کې د داعش پر بنسټيزو تاسيساتو او د وسلو پر مرکزونو بريدونه وشول.

ملګري ملتونه وايي، داعش لا هم په سوريه او عراق کې له ۵۰۰۰ تر ۷۰۰۰ وسله وال لري.

په ۲۰۱۹ کال کې، د امریکا په ملاتړ د سوریې د مبارزو ځینو ډلو اعلان وکړ چې داعش د سوریې په خاوره کې خپله وروستۍ سیمه له لاسه ورکړه، خو له هغې راهیسې دغه ډله ځینې بریدونه کړي دي.

امریکایي ځواکونه له ۲۰۱۵ کال راهیسې په سوریه کې حضور لري چې د نورو ځواکونو د روزنې په برخه کې مرسته وکړي او دا د داعش پر ضد د مبارزې د کمپاین برخه ده.

سوریه هم په دې وروستیو کې د "اسلامي دولت" پر ضد له نړیوال ائتلاف سره یو ځای شوې او له امریکا سره یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.