د ملګرو ملتونو د لومړنۍ عمومي اسمبلۍ ۸۰ یمه کلیزه: دغه نړیوال سازمان ولې جوړ شو؟

د عکس سرچینه، Getty Images
نن شنبه د جنورۍ لسمې ده او د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د ناستې اتیا کلونه پوره شول.
د دغه سازمان په لومړنۍ ناسته کې چې په لندن کې وه، د ۵۱ هېوادونو استازي راټول شوي وو او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د یوه نوي نړیوال نظم بنسټ کېښوول شو.
افغانستان هم د ملګرو ملتونو د ټولنې په لومړنيو غړو کې راځي.
دا غونډه د ۱۹۴۶ کال د جنورۍ پر ۱۰مه ترسره شوه، چې د ۵۱ هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و.
د "ملګرو ملتونو" نوم د لومړي ځل لپاره د امریکا د هغه وخت ولسمشر فرانکلین ډي روزولټ لخوا وړاندیز شو.
دا نوم د ۱۹۴۲ کال په اعلامیه کې وکارول شو چې د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال ۲۶ هېوادونو لاسلیک کړې وه.
د ۱۹۴۵ کال له اپریله تر جون میاشتې، د ۵۰ هېوادونو استازي په سان فرانسیسکو کې راټول شول.
دوی د ملګرو ملتونو په منشور کار وکړ او د همدغه کال د اکتوبر پر ۲۴مه یې لاسلیک کړ.
له پولنډ سره، چې وروسته یې دا منشور لاسلیک کړ، د بنسټ اېښودونکو هېوادونو شمېر ۵۱ ته ورسېد.
همدا لامل دی چې هره کال د اکتوبر ۲۴مه د "ملګرو ملتونو د ورځې" په توګه لمانځل کیږي.
یو کال وروسته افغانستان هم له څو نورو هيوادونو سره د ملګرو ملتونو سازمان غړی شو.

د عکس سرچینه، Getty Images
دا سازمان په رسمي ډول هغه مهال رامنځته شو چې د چین، فرانسې، شوروي اتحاد، بریتانیې، امریکا او نورو لاسلیکوونکو هېوادونو لخوا یې منشور تایید شو.
ملګرو ملتونو په ۱۹۴۸ کال کې د بشري حقونو نړیواله اعلامیه تصویب کړه، چې دا د دغه سازمان په تاریخ کې یو له سترو لاسته راوړنو ګڼل کېږي.
د ملګرو ملتونو سازمان په داسې حال کې رامنځته شو چې نړۍ لا هم د دویمې نړیوالې جګړې له خونړیو ویجاړیو ځورېدله.
د دغه سازمان اصلي موخه او ماموریت یوه داسې نړۍ وه چې په هغې کې ډیپلوماسي پر جګړې او همکاري پر تقابل برلاسي وي.
د دغه سازمان تر ټولو مهم هدف د نړیوالې سولې او امنیت ساتل دي.
ملګري ملتونه د منځګړیتوب، خبرو اترو او د اړتیا په صورت کې د سوله ساتو ځواکونو له لارې هڅه کوي چې د نویو جګړو مخه ونیسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دویم ګام کې، د هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پراخول دي چې پایله کې یې یو داسې نړیوال نظم رامنځته شي چې د هر هېواد ملي حاکمیت پکې خوندي او برابرۍ ته درناوی وشي.
پر دې سربېره، نړیواله همکاري د هغو ستونزو په حل کې خورا مهمه ده چې پولې نه پېژني؛ لکه بې وزلي، ناروغۍ، اقلیمي بدلون او اقتصادي کړکېچونه.
دا سازمان د یو پلټفارم په توګه کار کوي چې هېوادونه په ګډه د دغو ننګونو په وړاندې مبارزه وکړي.
همدارنګه د بشر حقونو او بنسټیزو ازادیو ته درناوی د ملګرو ملتونو د منشور روح جوړوي.
د دغه سازمان د تګلارې له مخې، تلپاتې سوله یوازې هغه مهال ممکنه ده چې له کوم تبعیض پرته د هر انسان کرامت خوندي وي.
ملګري ملتونه که څه هم اوسمهال له ګڼو ننګونو سره مخامخ دي، خو لا هم د نړیوال ثبات او بشري مرستو لپاره د نړۍ تر ټولو لویه او معتبره مرجع ګڼل کېږي.











