بلوچستان: د ډزو پېښو کې د دوو افغان ښځو په ګډون اته کسان وژل شوي

بلوچستان کې ځايي چارواکي وايي، د دې ایالت په پنجګور سیمه کې د دوو افغان ښځو په ګډون اته کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د بي بي سي اردو څانګې په رپوټ کې د یوه لوړپوړي ځايي چارواکي له قوله ویل شوي، چې د دوو ښځو د وژل کېدو او درېیو افغانانو د ټپي کېدو پېښه په پروم سیمه کې شوې ده.
د هغه په وینا، وژل شوې ښځې او ټپیان افغان وګړي وو، چې په وینا یې د پنجګور له لارې په ناقانونه توګه ایران ته روان وو.
دغه چارواکي ویلي، هغه موټر ته چې دوی پکې ناست وو، د امنیتي ځواکونو لخوا د درېدو اشاره وشوه، خو موټر ونه درېد او د تېښتې هڅه یې وکړه.
یاد چارواکی زیاتوي، امنیتي ځواکونو ته دغه کسان مشکوک ښکاره شوي، ډزې یې پرې کړې، چې له امله یې په موټر کې ناستې دوه ښځې ووژل شوې او د یوې ښځې په ګډون درې کسان ټپیان شوي دي.
د وژل شویو مړي او ټپیان په پنجګور کې ټیچنګ نومي روغتون ته لېږدول شوي دي او تر اوسه یې د پېژندګلوۍ په هکله نور جزیات نه دي ورکړل شوي.
بل لور په همدې پنجګور کې یوه چارواکي ویلي، د شپږو کسانو د وژل کېدو یوه پېښه د ایران پولې ته نږدې چیدګي سیمه کې رامنځته شوې ده.
وژل شوي شپږ کسان د حکومت ملاتړي بلل کېږي.
د یاد چارواکي په وینا، په وژل شویو کې د پنجګور اوسېدونکی حاجی داود خان او د هغه ملګري شامل وو، چې نامعلومو وسلهوالو ورته کمین نیولی و او ټول یې وژلي دي.
چارواکي زیاته کړه چې وسله والو د هغوی دوه موټرونه هم سوځولي دي.
هغه ویلي چې حاجي داود خان او ملګري یې د پنجګور د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي وو او د حکومت له ملاتړو څخه شمېرل کېدل.

د پېښې د انګېزې په اړه پلټنې روانې دي، خو یاد چارواکي د هدفي وژنې امکان هم نه دی رد کړی.
بلوچستان حکومت د دې پېښې په اړه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
بلوچستان اعلی وزیر سلاکار شاهد رند په یوه بیان کې ویلي چې د وسلهوالو لخوا ''په موټر کې د سپرو بېګناه وګړو په نښه کول بزدلانه او د غندنې وړ عمل دی.''
هغه ویلي، د پېښې د بشپړې، رڼې او بې پرې پلټنې امر شوی او امنیتي ځواکونو ته د مسوولو کسانو د ژر نیولو ځانګړې لارښوونې شوې دي.
د یادونې ده چې د جنورۍ له ۳۱مې وروسته په پنجګور کې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي او تر اوسه له بېلابېلو سیمو کې له نهو ډېر داسې مړي موندل شوي، چې له تاوتریخوالي وروسته وژل شوي دي.
پنجګور د بلوچستان په سویل کې د ایران او پاکستان تر مځ پولې ته نژدې سل کیلومتره نژدې پرته سیمه ده، چې د ایالت له مرکزي ښار کوټې نژدې پنځه سوه کیلومتره لېرې موقعیت لري.


















