کابل کې د ۴۰ زره نندارچیانو لرونکی کرېکټ لوبغالی جوړېږي

کابل کرېکټ

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، کابل کې د کرېکت نړیوال کمپلکس طرحه شوې نقشه
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د افغانستان کرېکټ بورډ وايی د یوه لوبغالي، د لوبغاړو د دمه ځای او تمرین ځایونو په دې کمپلکس به شاوخوا ۴۵ میلیونه ډالرلګښت راځي.

دا کمپلکس د کابل ښار په ختیځ کې د الوخېلو په سیمه کې جوړیږي. د چارواکو په وینا به په سلوګونو افغانانو ته د کار موقع برابره شي.

په دې تړاو جوړې شوې غونډې ته د کرېکټ بورډ د انجینرۍ څانګې مسوول ممتاز عمرزي وویل "دا کمپلکس به په شپږو کلونو کې بشپړیږي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ یوه چارواکي بی بي سي ته وویل " دې کمپلکس کې میدانونه په پام کې نیول شوي دي. په لوی لوبغالي کې به په یو وخت د ۴۰ زره نندارچیانو د ځاېیدو ظرفیت ولري"

چاراوکي وايي دا کمپلکس او ټول لوبغالي له منل شوو نړیوالو معیارونو سره جوړیږي.

له پلان سره سم به له بشپړېدو وروسته په دې میدانونو کې د شپې له پلوه هم د لوبو اسانتیاوې برابریږي.

د کرېکټ د ځوانو لوبغاړو د روزنې لپاره یوه اکاډمي هم په پام کې نیول شوې ده چې د کرېکټ بورډ د چارواکو په وینا دا به ۲۵ ویشتنځایونه ولري.

په کمپلکس د کار پیلولو غونډې کې د افغانستان د کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف هېله وښودله چې د داسې لوبغالو جوړول به په افغانستان کې د کرېکټ په ودې او پرمختګ کې مهم رول ولوبوي .

دا لوبغالی چې په افغانستان کې به د خپل ډول لومړنی معیاري لوبغاړی وي، چارواکی وايي نړیوال کرېکټ لپاره به ټولې اسانتیاوې ولري.

افغان کرېکټ

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د افغانستان کرېکټ لوبډله په تېرو دوو لسیزو کې ډېره ځلېدلې، په ۲۰۲۴ کال کې یې د شل اوریزه لوبو په نړیوال جام کې نیمه پایلوبو ته لاره موندلې وه. افغان لوبډلې نورو جامونو ته هم په مخامخ ډول لاره موندلې ده. له دې ټولو لاسته راوړنو سره سره د بېلابېلو علتونو امله تراوسه افغان لوبډله په خپل هېواد کې د نورو لوبډلو کوربه شوې نه ده او ډېرې سیالۍ یې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې دي خو اوس د کرېکټ بورډ چارواکي هېله من دي چې " د دغه لوبغالي له جوړېدو سره به په افغانستان کې د نړیوالو لوبو لپاره د نورو هېوادونو لوبډلې راوبولي".

د افغانستان په بېلا بېلو ښارونو کې په تېرو څو کلونو کې د کرېکټ لوبغالي جوړ شوي دي، خو په یوه کې هم د دومره ډېرو نندارچیانو لپآره ځای نشته او نه هم د شپې له خوا د لوبو لپاره څراغونه شته.

د لوبغاړو د چمتووالي لپاره د اضافي ویشتنځایونو او تمرین ځایونو شته والی به د ځینو پخوانیو لوبغاړو په وینا د ملي لوبډلې ځوانو لوبغاړو ته د لوبو ښه موقع برابره کړي.