د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نوی روزونکی رېچرډ پايبس څومره پېژنئ؟

رېچرډ پايبس

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۲ دقیقې

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د انګلنډ پېژندل شوی روزونکی رېچرډ پايبس یې د ملي لوبډلې لپاره د نوي مشر روزونکي په توګه ګومارلی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ د سې شنبې ورځې خپرې شوې اعلاميې له مخې رېچرډ پايبس به د شري لنکا پروړاندې راتلونکې لوبلړۍ مخکې له افغان لوبډلې سره يو ځای شي.

نوموړی په داسې حال کې د مشر روزنکي په توګه ګومارل کېږي چې تېره اوونۍ د جانتن ټراټ کاري موده پایته ورسېده. هغه له ۲۰۲۲ کال راهيسې د افغانستان کرېکټ ملي لوبدلې مشر روزونکی و.

رېچرډ پايبس څوک دی؟

رېچرډ پايبس په ۱۹۶۴ کال په بریتانيا کې زېږېدلی او په نړيواله کچه يو نوموتی او پېژندل شوی روزونکی دی چې په خپله روزنيزه دوره کې د پاموړ لاسته راوړنې لري.

پايبس د لوبغاړي په توګه په ۱۹۸۶ کال کې د سفوک لپاره یوازې د اې لسټ يوه لوبه کړې ده. د ټپي کېدو له کبله یې د لوبغاړي په توګه د الف لوبډلې لپاره نورې لوبې نه دي کړې خو د روزونکي په توګه یې ګڼې دندې ترسره کړې دي.

نوموړي په يوه مرکه کې ویلي چې په کم عمر کې د موټر ټکر وروسته د سپورټ په برخه کې څو ځله ټپي شوی او له دې کله مجبور شو چې لوبېدل پرېږدي او د روزنې په برخه کې زده کړې وکړي.

پايبس د روزونکي په توګه خپلې لومړنۍ دندې د جنوبي افریقا له الف لوبډلې او د انګلنډ کاونټي يا سيمه ييز کرېکټ لوبډلو سره پيل کړې. له دې وروسته نوموړی د پاکستان د ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وګومارل شو او دغه لوبډله یې په ۱۹۹۹ کال کې د یو ورځنيو نړيوال جام تر پايلوبې ورسوله. نوموړي تر ۲۰۰۳ کال پورې د پاکستان ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه دنده پرمخ وړه.

ښاغلي پايبس همدغه راز په ۲۰۱۳ کال کې د بنګله دېش د ملي لوبډلې مشر روزونکي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

رېچرډ پایبس د وېسټ انډيز د روزونکي په توګه

د عکس سرچینه، Getty Images

له ۲۰۱۳ تر ۲۰۱۹ کال پورې شپږ کاله د وېسټ انډيز کرېکټ سره، د کرېکټ ډايرېکټر، د ظرفيت لوړونې مشر او د مشر روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي.

ښاغلي پايبس د جنوبي افریقا په کورنیو او سوداګريزو سیالیو کې د ۹ اتلولیو په ګټلو سره ریکارډ جوړ کړی او دوه ځلې یې د جنوبي افریقا د کال غوره روزونکي جایزه هم ګټلې ده.

د افغانستان کرېکټ په وینا، پایبس دغه راز د انفرادي لوبغاړو په روزنه کې هم کار کړی دی او په نړیواله کچه یې د ګڼ شمېر لوبغاړو په پرمختګ او نړیواله کارکردګۍ کې اړین رول لوبولی دی.

د کرېکټ بورډ د اعلاميې له مخې، د کرېکټ د کافي تجربې سربېره، پایبس یو اکاډمیک شخصیت هم دی چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د لندن مېډلسېکس پوهنتون له لوري د عالي او ځانګړې کارکردګۍ سیسټم په ډګر کې د څېړنې له امله د دوکتورا افتخاري سند ترلاسه کړی. د دې سربېره له ګرېنوېچ پوهنتونه یې د ماسټرۍ او له پورتسموت پوهنتونه یې د لیسانس سندونه ترلاسه کړي دي.