د پاکستان اټومي وسلو د ګواښ په اړه د اسرائیلو پخواني لومړي وزير خبرداري ته د اسلام اباد غبرګون

کس یوه خای ته په ګوته اشاره کوي

د عکس سرچینه، Getty Images

د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

د اسرائیلو د پخواني لومړي وزير نفتالي بېنېټ هغو څرګندونو چې ویلي وو په سيمه کې یو داسې نوی محور د جوړېدو په حال کې دی چې ترکيه، قطر، اخوان المسلمين او په اټومي وسلو سمبال پاکستان په کې شامل دي، د پاکستان غبرګون راپارولی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویاند د نفتالي بېنېټ د څرګندونو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي، "دا خبرې په بشپړه توګه پر اټکلونو او ګومانونو ولاړې دي، موږ د هغه هېواد د چارواکو د څرګندونو په اړه تبصره نه کوو چې موږ یې په رسمیت نه پېژنو".

د بهرنيو چارو وزارت ویاند همدارنګه يادونه کړې چې "د اسرائیلو د پخواني لومړي وزير خبرې په بنسټيز ډول پر بې بنسټه ادعاو ولاړې دي".

نفتالي بېنېټ په بيت المقدس کې د امریکایي يهودي سازمانونو د مشرانو په غونډو کې ادعا کړې وه چې دا نوی ائتلاف د اسرائیلو پر ضد دښمني زياتوي او پر سعودي یې د اغېر هڅې هم روانې دي.

د اسرائیلو پخواني لومړي وزير څه ويلي؟

نفتالي بېنېټ په دې غونډه کې خبرداری ورکړی چې ترکيه د اسرائیلو لپاره په يوه نوي ګواښ بدله شوې او د اسرائیلو حکومت دې ګواښ ته پام نه دی.

د اسرائیلو پخواني لومړي وزير زياته کړې، "رجب طيب اردوغان يو خطرناک سيال دی چې د اسرائیلو د کلابندولو نيت لري، موږ باید په دې اړه بې غوره پاتې نه شو."

ښاغلي بېنېټ د اسرائیلو د حکومت پر کړنو نيوکه کړې او ويلي یې دي، "اوسنی حکومت یو ځل بيا د غلفت په خوب ویده، په داسې حال کې چې زموږ پولو ته څېرمه د بنسټپالنې خطر مخ په زياتېدو دی. اوس د ترکيې په مشرۍ او د پاکستان د اټومي وسلو په ملاتړ د اخوان المسلمين يو محور د جوړېدو په حال کې دی".

ښاغلي بېنېټ په پای کې زیاته کړې، "موږ باید د ایران د ګواښ او د ترکیې د دښمنيو پر وړاندې د مقابلې لپاره په بېلابېلو لارو له يوه بل سره همکاري وکړو، ځکه ترکیه نوی ایران دی".

د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف او د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان یو بل ته لاس ورکړي

د عکس سرچینه، Getty Images

د سعودي او ترکیې سره د پاکستان نژدې اړيکې

تېر کال د سپټمبر په مياشت کې پاکستان او سعودي عربستان د دفاعي او امنيتي همکاريو په برخه کې یو "متقابل دفاعي ستراتېژیک تړون" لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې "پر دغو دوو هېوادونو که هر ډول بهرنی تېری وشي دا به د دواړو هېوادونو پر ضد تېری بلل کېږي".

په همدې لړ کې د پاکستان د دفاعي تولیداتو د چارو سلاکار رضا حیات هراج د روان کال په جنورۍ کې اعلان وکړ چې د پاکستان، سعودي او ترکيې تر منځ له یوه کال سلا مشورو وروسته د دری اړخيز دفاعي تړون مسوده چمتو شوې ده خو ټينګار یې وکړ چې دا تړون د اسلام اباد او ریاض تر منځ له پخواني امنيتی تړون سره توپير لري.

ګومان کېږي چې د اسرائیلو او د پخواني لومړي وزير څرګندونې هم همدې تړون ته اشاره وه، ځکه د سعودي، پاکستان او ترکيې تر منځ نژدېوالی اوس د یوې پیاوړې ټولنې په توګه ليدل کېږي.

پاکستان يوازينی مسلمان هېواد دی چې اټومي ځواک لري او همدې موضوع د اسلامي نړۍ په کچه د دغه هېواد ځای او ارزښت لا زيات کړی دی.

اسرائیل د ایران اټومي پروګرام چې د پاکستان ګاونډی هېواد دی د ځان پر ضد ګواښ ګڼي. تر دې چې تېر کال یې د ایران د يورانيمو د بډاينې پر تاسيساتو هم برید وکړ. سره له دې په اسرائیلو کې دننه دا اندېښنه شته چې د پاکستان اټومي وسلې هم کولی شي د دغه هېواد لپاره ګواښ وي.

پاکستان تراوسه اسرائیل د یوه هېواده په توګه په رسميت نه دي پېژندلي خو څو کاله وړاندې داسې ویل کېدل چې ښايي د اړيکو د عادي کولو هڅې روانې وي.

"د پاکستان اټومي وسلې د ایران د احتمالي وسلو په څېر خطرناکې دي"

د ترکيې په انقره کې د تپاو په نامه د څېړنيز بنسټ یو څېړونکی نهات علي اوزکان د امریکا بلومبرګ رسنۍ ته ویلي، "سعودي مالي ځواک لري، پاکستان اټومي وړتيا او بالستيک توغندي لري او ترکیه پوځي تجربه او پرمختللی دفاعي صنعت لري".

نوموړی زیاتوي، "د دې په پام کې نيولو سره چې امریکا په سیمه کې خپلې او د اسرائیلو ګټې لومړيتوب بولي، د حالاتو بدلون او سيمه ييز کړکېچونه ډېر هېوادونه دې ته اړ کوي چې د دوست او دښمن د بیا مطرح کولو لپاره نوي مېکانېزمونه وړاندې کړی."

د ۲۰۱۶ کال په جون خبريال او بلوڅ فعال احمر مستيخان د اسرائیلو په جروزالم پوسټ ورځپاڼه کې ليکلي وو، "د اسرائیلو او نړيوالې يهودي ټولنې لپاره اړينه ده چې درک کړي، د پاکستان اټومي وسلې همدومره خطرناکې دي لکه د ایران احتمالي وسلې".

د سعودي او پاکستان مشران ولاړ دي

د عکس سرچینه، Getty Images

ایا د پاکستان او سعودي اتحاد د کوم ځانګړي هېواد پر ضد دی؟

د اسرائیلو د ملي امنيت مطالعاتو د انسټېټوټ یوه لوړپوړي څېړونکي يويل ګوزانسکي په جروزالم پوسټ ورځپاڼه کې لیکلي، چې د سعودي او پاکستان تر منځ مخ په زياتېدونکی نژدېوالی د اسرائیلو پر ضد نه دی.

ښاغلي ګوزانسکي ويلي، د سعودي او پاکستان تر منځ دفاعي تړون په ځانګړي ډول د اټومي وسلو په برخه کې لا هم پېچلی او ناڅرګند دی.

نوموړي ليکلي، "کېدی شي دا ګام مخکې پلان شوی وي. له کلونو راهيسې د سعودي لپاره د پاکستان د اټومي ملاتړ د چتر په اړه ګنګوسې کېدي. د دغو اوازو رېښه د ریاض له لوري له اسلام اباد سره مالي ملاتړ ته ورګرځي، په ځانګړي ډول د دغه هېواد د بډاينې پروګرام د پرمختګ په برخه کې".

ښاغلي ګوزانسکي زياته کړې، "سره له دې، د تړون په متن کې د اټومي وسلو هېڅ یادونه نه ده شوې. پاکستان لا هم پر خپل رسمي دريځ ټينګ ولاړ دی چې د دغه هېواد اتومي وسلې يوازې د هند پر ضد د مقابلې لپاره جوړې شوې دي".

کېدی شي سعودي، پاکستان ته د يوه اټومي ملاتړي په سترګه وګوري خو ایا پاکستان هم داسې نظر لري که نه؟

د پام وړ ټکی دا دی چې رياض او اسلام اباد د دغه اتحاد په ښکاره کولو سره دغو ګنګوسو ته زور ورکړی. هغه موضوعات چې پخوا به د تړلو دروازو تر شا ورباندې خبرې کېدې، اوس په ښکاره ډول مطرح کېږي.

د ښاغلي ګوزانسکي په باور، اسرائیل باید دا تړون د ځان پر ضد د مستقيمې دښمنۍ په معنی تعبير نه کړي."برعکس له پاکستان سره د سعودي د اړيکو پیاوړتيا له امریکا سره د اړیکو د وضعیت، د ایران د زياتيو او په سيمه کې د بې ثباتۍ په اړه د مخ پر زياتېدونکو اندېښنو ښکارندوي کوي."

خو اسرائيلي رسنۍ لا هم له هغو ګواښونو خبرې کوي چې ښايي د پاکستان له لوري پېښ شي.

د نړیوالو چارو کارپوه سرجيو رسټلي د تېر کال نومبر مياشت کې د ټايمز اف اسرائیل ورځپاڼه کې ليکلی وو چې سعودي، پاکستان او ترکيه د اسرائیلو او هند د پوځي، ټکنالوژيکو او ډېپلوماټیکو همکاريو د پياوړتيا په ځواب کې سره نژدې کېږي.