اسرائیلو ته د مودي سفر: منځني ختیځ کې د هند د لومړیتوبونو ازموينه

کله چې د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو د ۲۰۱۸ کال د جنوري پر ۱۴مه د هندوستان نوي ډیلي ته ورسېد، نو د هوايي ځواک په "پالم" هوایي ډګر کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي، چې سپین کورټا او شین رنګه چهارخانه جاکټ یې اغوستی و، د هغه تود هرکلی وکړ. نتنیاهو په دغه سفر کې سوربخون شین (Navy) رنګه دریشي، سپین کمیس او روښانه شین رنګه نېکټايي اغوستې وه.

د عکس سرچینه، Hindustan Times via Getty Images

د عکس تشریح، د هند او اسرائیلو اړیکې په تېره لسیزه کې د پام وړ پراخې شوې دي.
    • Author, نیکیتا یادو او ابهیشیک ډې
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي په دوه ورځني سفر اسرائیلو ته تللی دی. دا د غزې د جګړې له پیل راهیسې د هغه لومړنی سفر دی.

تمه ده چې مودي به د اسرائیلو پارلمان "کنیسټ" ته وینا وکړي او له اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او ولسمشر اسحاق هرزوګ سره به وګوري. د مودي په مهالوېش کې له فلسطیني مشرانو سره کومه لیدنه نه ده شامله.

مودي داسې مهال اسرائیلو ته سفر کړی چې دواړه هېوادونه غواړي په دفاع، ټیکنالوژۍ او سوداګرۍ کې خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي - هغه اړیکې چې له یوې لسیزې ډېر وخت راهیسې د مودي له واک ته رسېدو وروسته د پام وړ پراخې شوې دي.

خو شنونکي وايي، دا سفر به د هند بهرنۍ تګلاره هم وازمويي؛ ځکه هند هڅه کوي له اسرائیلو او د منځني ختیځ له نورو هېوادونو سره خپلې اړیکې متوازنې او انډولیزې وساتي.

په ۲۰۱۷ کال کې، مودي لومړنی هندی لومړی وزیر شو چې اسرائیلو ته یې سفر وکړ. دغه سفر په پراخه کچه د دواړو هېوادونو د اړیکو د بدلون مهم پړاو بلل کېده.

دواړه هېوادونه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او دفاعي چارو کې نژدې همکاري لري. هند هم د اسرائیلو له سترو وسلو پېرودونکو شمېرل کېږي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د مودي سفر "تاریخي" بللی دی.

هغه پر اېکس لیکلي: "د اسرائیلو او هند ترمنځ اړیکه د دوو نړیوالو مشرانو پیاوړې ټلواله ده. موږ په نوښت، امنیت او ګډ ستراتېژیک لید کې شریکان یو. په ګډه، موږ د هغو هېوادونو محور جوړوو چې ثبات او پرمختګ ته ژمن دي."

مودي هم په ځواب کې ویلي چې هند "له اسرائیلو سره ژوره او دوامداره ملګرتیا- چې پر باور، نوښت او د سولې او پرمختګ پر ګډ ژمنتیا ولاړه ده، ډېره ارزښتناکه ګڼي."

د بهرنیو چارو کارپوه هرش وي پنټ وویل: "هند غواړي وښيي چې له اسرائیلو سره خپلې ملګرتیا ته ژمن پاتې دی"، او همدارنګه "هڅه کوي چې په منځني ختیځ کې خپل لومړیتوبونه متوازن وساتي."

د اسرائیلو د پارلمان (کنیسټ) بهرنۍ منظره چې د هند د بیرغ په رنګونو روښانه شوې ده.

د عکس سرچینه، Amir Ohana/X

د عکس تشریح، د مودي له سفر مخکې، کنیسټ د هند د بیرغ په رنګونو روښانه شوی دی.

هند د اکټوبر د اومې نېټې هغه مرګوني بریدونه وغندل چې د حماس په مشرۍ ترسره شول او له اسرائیلو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه. خو په ورته وخت کې یې په غزه کې د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه هم وښوده او د دوو هېوادونو د حلل خپل ملاتړ یې بیا تکرار کړ.

خو دا سفر په داسې مهال ترسره کېږي چې په سیمه کې کړکېچ زیات شوی دی. یوه مهمه اندېښنه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له لوري د ایران پر ضد د پوځي اقدام ګواښ او دا وېره ده چې د هر ډول کړکېچ ډېروالی به پراخه سیمه‌ییزه جګړه رامنځته کړي.

امریکا په وروستیو اونیو کې په سیمه کې خپل حضور پیاوړی کړی او دا د څو لسیزو په ترڅ کې د امریکا له سترو پوځي راټولېدنو بلل کېږي، چې هدف یې پر ایران د اټومي پروګرام محدودولو په موخه فشار راوړل دي.

خو شنونکي وايي، د مودي د سفر تمرکز به په کلکه پر دوه‌اړخیزو اړیکو وي او د سیمه‌ییزو کړکېچونو په اړه هر ډول بحث به ښايي د تړلو دروازو تر شا وشي.

دا تمه له ډېر وخت راهیسې موجوده، ځکه ډیلي له ایران او د منځني ختیځ له څو نورو هېوادونو سره هم پیاوړې اړیکې لري.

د څېړنیز بنسټ "ابزرور ریسرچ فاونډېشن" د منځني ختیځ د دفتر اجرائیه مشر کبیر تانیجا وویل: "هند په ۱۹۸۸ کال کې فلسطین په رسمیت وپېژاند. له سیاسي پلوه، هغه څه چې کېدای شول ترسره شي، تر ډېره ترسره شوي دي... د هند د اوږدمهاله دریځ له مخې، سیمه‌ییزې شخړې باید خپله سیمه کې حل ولري."

هغه زیاته کړه: "لکه څنګه چې هند په خپلو چارو کې د بهرنیو لاسوهنو تمه نه لري، همدا اصل د منځني ختیځ په اړه هم عملي کوي."

تمه ده چې مودي به تل ابیب ته له رسېدو لږ وروسته له خپل اسرائیلي سیال سره وګوري او وروسته به بیت‌المقدس ته سفر وکړي او پاتې لیدنې به یې همالته وي.

له سفر وړاندې، د اسرائیلو پر "کنیسټ" د هند د بیرغ په رنګونو روښانه شوی و. مودي دغه انځور پر ټولنیزو رسنیو شریک کړ او ویې ویل چې د چهارشنبې په ورځ د وکیلانو (استازو) مخې ته وینا ته لېوال دی.

خو د هغه وینا په اسرائیلو کې د سیاسي لانجې موضوع ګرځېدلې ده.

اپوزیسیون ګواښ کړی که د سترې محکمې مشر اسحاق امیت بلنه ترلاسه نه کړي، نو دوی به د مودي وینا تحریم کړي. ویل کېږي چې د هغه نه بلنه د قضایي اصلاحاتو پر سر له روان سیاسي اختلاف سره تړاو لري.

د پارلمان رئیس راپور ورکړی پلان لري پخواني استازي راوبلي او که څوک خپلې څوکۍ تشې پرېږدي، هغوی یې ډکې کړي.

په هند کې هم د اپوزیسیون مشرانو پر دغه سفر نیوکه کړې ده.

د کانګرس ګوند ویاند جېرام رامېش دغه سفر غندلی او د مودي حکومت یې تورن کړی چې د فلسطین له قضیې یې لاس اخیستی دی.

سره له دې نیوکو، شنونکي وايي چې دا سفر د هند اوږدمهاله ستراتېژیکو محاسبو څرګندونه کوي.

تانیجا وايي د مودي سفر "تر ډېره د دوه‌اړخیزو اړتیاوو پر بنسټ ولاړ دی."

هغه زیاته کړه: "د هند خپلواکه دفاعي ټکنالوژي لا هم په ګڼو برخو کې وروسته پاتې ده، په ځانګړي ډول اوس چې جګړه ورځ تر بلې اتومات او پر ټکنالوژۍ تکیه کوي. له پاکستان او چین سره د تاوتریخوالي له امله، هند دا اسانتیا نه لري چې د غوره ټکنالوژیکو تجهیزاتو له ترلاسه کولو تېر شي او اسرائیل په دې برخه کې ډېر مناسب غوراوی دی."

خو هغه همدارنګه وویل چې په منځني ختیځ کې سیمه‌ییز ثبات د هند د پراخو ګټو لپاره "ډېر حیاتي اهمیت" لري، چې پکې نښلونې (کنېکټیویټي) او د انرژۍ امنیت هم شامل دي.

په داسې حال کې چې مودي به د هند او اسرائیلو اړیکې وستايي، هغه به دا هم په پام کې ولري چې د منځني ختیځ له هغو شریکانو سره د هند اوږدمهاله اړیکې خرابې نه کړي، چې د اسرائیلو پر سیاست نیوکه کوي.