د ملګرو ملتونو ورځ: دغه نړیوال سازمان څومره پېژنئ؟

ملګري ملتونه

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي‌بي‌سي

نن د ملګرو ملتونو د سازمان ورځ ده. د اکتوبر ۲۴مه په ۱۹۴۵ کال کې د ملګرو ملتونو د منشور د رامنځته کېدو له کلیزې سره برابره ده.

ملګري ملتونه پوره ۷۸ کاله وړاندې په دې موخه رامنځته شول چې په نړۍ کې د بلې جګړې په مخنیوي او په نړیوالې سولې او هوساینې کې مرسته وکړي.

خو نن خپله کلیزه داسې مهال نمانځي چې په نړۍ کې خورا ډېر وګړي کافي خوراک نه لري او د حماس او اسرائیلو ترمنځ پر روان تاوتریخوالي سربېره د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې وسله وال کړکېچ روان دی.

۱۹۴۵ کال، په دنیا کې دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده، خو له بلې جګړې د مخنیوي او د انسانانو کړاو ته د پای ټکي اېښودو په پار د United Nations، یو موټي ملتونو، یا د ملګرو ملتونو نظر مطرح شو.

وروسته د اکتوبر پر ۲۴ د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د پنځو دایمي غړو په ګډون د اکثرو لاسلیکوونکو له خوا د دغه سازمان منشور تصویب او ملګري ملتونه په رسمي ډول رامنځته شول.

سږ کال ملګرو ملتونو په خپل شعار کې ځان د نړیوال یووالي لپاره د هیلې سمبول بللی دی او وايي بل داسې هېڅ نړیوال سازمان نشته چې د ملګرو ملتونو په شان مشروعیت، د سره راټولېدنې ځواک او دا ډول اغیز ولري.

ملګري ملتونه نن خپله کلیزه داسې مهال نمانځي چې پخپله د دغه سازمان په وینا د نړۍ دوه میلیارد وګړي له روغتیايي پلوه سمو او کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بې وزلي

په نړۍ کې تاوتریخوالو او جګړو په هره لسیزه کې میلیونونو وګړو ته مرګژوبله، بې کوري، کډوالي او معلولیت وراړولی دی.

روانو ناورینونو ته په اشاره ملګري ملتونه وایي نن تر هر بل وخت اړتیا ډېره ده چې د دنیا هېوادونه د ملګرو ملتونو د ژمنو د بشپړولو لپاره سره لاسونه ورکړي. د دوی په وینا دا ورځ یو فرصت دی.

نن د ملګرو ملتونو د کلیزې په ویاړ د جوړ شوي کنسرت شعار دا دی چې د اقلیمي بدلون د بدو اغېزو پر وړاندې عمل وکړئ.

پر ملګرو ملتونو نیوکګر چې دغه سازمان ډېر اغېزمن نه بولي وايي، د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې په ګډون ډېر موارد شته چې د نړۍ یو شمېر هېوادونه، آن ځواکمن او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي، د ملګرو ملتونو غوښتنو ته غوږ نه ږدي.

په تېرو څو لسیزو کې په منځني ختیځ، آسیا او اوس هم د اروپا پر ځنډې د اوکراین جګړه او پر غزې د اسرائیلو بمبارۍ یې ژوندۍ بېلګې بولي چې په کې بشري حقونه او د جګړې د درولو لپاره د ملګرو ملتونو اپیلونه له پامه غورځول کېږي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اوکرایین
غزه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، غزه

همدا وړمه ورځ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش په مصر کې له غزې سره پر پوله، له اسرائیلو وغوښتل چې غزه والو ته دې لږترلږه د لومړنۍ اړتیا وړ مرستو اجازه ورکړي.

بل لور ته د ملګرو ملتونو ستایونکي وایي چې د یوه غیر پوځي او سوله پال سازمان په توګه ګڼ هېوادونه د ملګرو ملتونو په مرستو پايي او په ډېرو مواردو کې د دغه سازمان د دخالت له برکته له بشري ناورینونو مخنیوی شوی دی.