"د ملګرو ملتونو اداره کې د جنسي ځورونې ادعاوې باید وڅېړل شي"

Purna Sen
د عکس تشریح، پورنا سین: "ولې عمومي منشي څه نه وايي، 'دا خندا ده، موږ په دې اړه څه کوو؟'

د ملګرو ملتونو یوه پخواني جګپوړي غړي ویلي، یوه خپلواکه کمېټه دې په بېړني ډول ملګرو ملتونو کې د جنسي تېري او فساد ادعاګانې وڅېړي.

د پورنا سېن په نامه د دغې غړې څرګندونې د بي بي سي له هغه څېړنې وروسته شوې چې د ملګرو ملتونو ځینې کارکوونکي د ادعا شوي فساد د بربنډولو هڅه کې ګوښه شوي وو.

د پورنا سېن دغه څرکندونې د بي بي سي د هغه مستند فلم له خپرولو وروسته کېږي چې د ملګرو ملتونو د یو شمېر هغو کارمنانو د ګوښه کېدو خبره یې پکې بربنډه کړې چې ملګرو ملتونو سازمان کې د ادعا شویو غیر اخلاق‍ي کړنو د افشا کولو هڅه یې کوله.

اغلې سېن ویلي ملګري ملتونه باید "ګام پورته کړي" او په دې تړاو د جوړې شوې کمېټې وړاندیزونه ومني.

ملګرو ملتونو ویلي دوی د هغو کسانو خوندیتابه ته ژمن دي چې په (خپل ښه نیت ناقانونه او غیر اخلاقي کړنې بربنډوي) "موږ چمتو یو چې دوی ته حساب ورکړو."

بي بي سي د ویسل بلوزر (د رازونو افشا کوونکي)په نامه په دغو کسانو یو مستند هم جوړ کړی چې هڅه یې کوله ملګرو ملتونو کې جنسي تېري او فساد پېښې بربنډې کړي.

هغو کارمنانو چې د تورونو د رپوټ ورکولو هڅه یې کوله بي بي سي ته ویلي،‌ له خبرو وروسته جریمه شوي او ځینې یې له کاره ایستل شوي هم دي.

دغه مستند کې آغلې سېن چې ۲۰۱۸ کال کې د ځورونې، تېري او تبعیض ویانده ټاکل شوې وه ویلي چې په ملګرو ملتونو کې داسې ښځې شته چې "جنسي ځورول شوي" نوموړې بي بي سي نیوز نایټ سره خبرو کې ویلي "دې خورا خپه کوونکو شهادتونو حیرانه کړې نه یم ځکه چې دلته کله کله د چارواکو خوندیتوب ته له هغو کسانو ډېر لومړیتوب ورکول کېږي چې قدرت نه لري."

مېرمن سېن زیاته کړې: " په یوه داسې سازمان کې تاوتریخوالی روان دی چې نه یوازې د بشر د حقونو ملاتړ کوي بلکې په حقیقت کې د بشر ډېر حقونه له همدغه ځایه سرچینه اخلي، خو دا یې نه دي زدکړي چې هغه حقونه باید لومړی دلته (په خپل کور کې) خپلو کارمنانو ته ورکړي."

آغلې سېن ویلي‌، د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوترېش غوښتنه کوي چې د دې پېښو د څېړنې لپاره دې یوه جلا بهرنۍ کمېټه جوړه کړي.

د ښاغلي ګوترېش دفتر د یادو غوښتنو په ځواب کې ویلي،‌ "هر ډول ناوړه چلن سره د مبارزې لپاره د خپلو هڅو هر ډول بهرنۍ بیاکتنې ته چمتو دی"

ډیپلوماتیک خوندیتوب

UN headquarters in New York, 2021

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په نيويارک کې د ملګرو ملتونو دفتر ۲۰۲۱

ملګري ملتونه د خوندي حقوقي وضعیت څخه برخمن دی او لوړ پوړي کارمنان ی‍ې له ټولو ملي قوانینو ډیپلوماټیک مصونیت لري.

دا هغو سازمانونو ته ورکول کېږي چې په کارونو کې یې له بهرنۍ لاسوهنې خوندي کړي. خو ملګري ملتونه وايي، کارمنان دا امتیاز د خپلو شخصي ګټو لپاره نه شي کارولی نو ځکه هغه کسان خوندي کولی نه شي چې جنسي تېري ته ورته نور جنایتونه یې کړې وي.

د ټولو کارمنانو شکایتونو ته باید سازمان داخل کې رسېدنه وشي، د دغه سازمان د داخلي خدماتو د څار دفتر یا (او آی او اېس) د ادعاګانو په ګډون ګڼې نورې جرمې پېښې څېړي خو کوم قانوني واک نه لري.

بي بي سي ته یو غږیز پیغام استول شوی چې په پټه ثبت شوی و، په دغه غږیز پیغام کې د تفتیش ځانګې مشر بین سوانسن د کارمنانو یوې غونډې ته وینا کوله، هغه په خپلو خبرو کې وايي" د مګرو ملتونو یوه جګپوړې ښځینه کارکوونکې په ژړا راغله او راته ویې ویل چې د سرمنشي مرستیال یې څنګه پتلون ته لاس وړاندې کړی."

ملګري ملتونه په خپل تشکیل کې د عمومي سرمنشي مرستیال هم لري.

په دغه ثبت کې ښاغلی سوانسن وايي،" ما د عمومي منشي او نورو لوړ پوړو چارواکو ته د جنسي تېري د ادعاوو په اړه ویلي" له دې وروسته ثبت په چټکۍ بند شوی او خبرې یې بندې شوي.

Peter Gallo
د عکس تشریح، پیټر ګالو د دې رازونو د افشا کوونکو یو دی

پیټر ګالو د دې رازونو د افشا کوونکو یو دی، د بي بي سي جوړ شوي مستند کې یې ویلي:

"ما په نیویارک کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر کې څلور کاله د څېړونکې دنده ترسره کړې ، د ټولو تجربو په پایله کې زه باور لرم چې دا اداره له بره بیا تر ښکته ټوله له فساده ډکه ده."

د هغه د خبرو له اورېدو وروسته آغلې سېن ویلي:

"ولې عمومي سرمنشي څه نه کوي؟ دا واقعا ظلم دی، موږ به څه وکړو؟ د صفر زغم تګلاره خو په دې مانا ده چې باید د یوه کار پر وړاندې عمل وکړو او لاس په کار شو."

د ملګرو ملتونو د عمومی سرمنشي دفتر وايي، ژمن دي چې پر هر هغه کارمند که جګپوړی وي یا ټيټ پوړی بندیز ولګول شي چې د جنسي ځورونې په پېښه کې ښکېل وي.

غیر اخلاقي

ملګرو ملتونو کې د ‍(یو اېن ای آی ډي آېس) پخوانۍ جګپوړې سلاکارې مارتینا بوستروم بي بي سي ته ویلي چې دا هم د جنسي ځورونې قرباني شوې.

نوموړې ویلي: " ملګرو ملتونو کې جنسي ځورونې په کاري دفترونو کې کېږي، د دوشنبې تر جمعې ورځې، د کاري ساعتونو ‍ په جریان کې پېښیږي او هر ځای کې پېښېږي."

آغلې مارتینا وايي د ‍(یو اېن ای آی ډي آېس) اجرايیوي مدیر د مرستیال او د عمومي منشي د سکرتر له خوا پرې تېری شوی.

نوموړې وايي په ۲۰۱۵ کال بنکاک کې یوې کاري غونډې ته د تلو پر مهال یې په زوره ښکل کړه او لېفټ ته یې دننه کړه.

Martina Bostrom
د عکس تشریح، ملګرو ملتونو کې د ‍(یو اېن ای آی ډي آېس) پخوانۍ جګپوړې سلاکارې مارتینا بوستروم

د غونډې له خلاصېدو وروسته یې مخکې له دې چې خپلې خونې ته بوځي لاس پرې تېر کړ او بیا یې ښکل کړه.

مارتینا وايي:" له هغې مې وغوښتل چې پرې مې ږدي چې لاړه شم،‌ مجبوره وم چې د لېفټ په دروازه پورې ځان ونښلوم چې دننه پاتې شم ځکه چې ډارېدم. ښکاره خبره ده چې پوهېدم دی راسره څه کول غواړي."

مارتینا له دې وروسته ملګرو ملتونو ته رسمي شکایت کړی و یاد سازمان پېښه څېړلې.

د صفر زغم

آغلې پورنا سېن وايي د مارتیینا قضیه په ملګرو ملتونو کې د یوې لویې ستونزې نښه ده.

هغې په دغه مستند فلم کې بي بي سي ته ویلي، دا حیرانوونکې وه چې د ملګرو ملتونو یو پر درېیمه برخه کارمنانو د کار په جریان کې جنسي ځورول شوي خو د پېښو رپوټونه یې نه دي ورکړل شوي.

د هغه په وینا "خلک ځکه څه نه وايي چې ډارېږي،‌احساس کوي چې د رپوټ ورکول به یې ناوړه پایلې ولري او غچ به ترې واخیستل شي."

د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي دفتر په یوه بیان کې ویلي" د جنسي ځورونې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې پرمختګونه شوي چې هېڅ یو سازمان ترې خوندي نه دی."

دغه سازمان ویلي نوي اقداماتو کې یې د پېښو د څېړنې لپاره د ښځینه څېړونکو ګومارنه، د ټلیفیون پر کرښه له کارمنانو د پېښو په اړه پوښتنې ګروېږنې او د لوړ پوړو مدیرانو غوره روزنه شامله ده.

خو آغلې سېن بي بي سره خبرو کې ویلي: "په دې مستند کې ټول شوي رپوټونه دا ښکاروي چې ملګري ملتونه په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي، ملګرو ملتونو خپلې هغه ناکامۍ په ګوته کړي او رسیدګي ورته کړې چې پخوا یې لرلې خو څومره چې اړتیا وه هغومره پرمختګ یې نه دی کړی. موږ داسې څه لیدلي چې خورا ځوروونکي دي دا هر څه باید د یوې بېړنۍ مسلې په توګه حل شي، په خبرو نه بلکه په عمل کې وښودل شي."