د جنسي کړنې له امله د ملګرو ملتونو د کارکوونکو د دندو ځنډېدل

ملګري ملتونه

د عکس سرچینه، Getty Images

ملګرو ملتونو په اسراییل کې د خپلو هغو دوو کارمنانو دندې وځنډولې چې څه مهال مخکې یې د دې ادارې په رسمي موټر کې د جنسي کړنې ویډیو خپره شوه.

د دې کارمنانو ویډیو د تلابیب پر عمومي سړک اخیستل شوې او څو ورځې مخکې خواله رسنیو کې ډېره لاس په لاس شوه.

دې ویډیو کې سور کمیسې ښځه د ګاډي وروستۍ څوکۍ کې د ناست سړي په غېږ کې ناسته لیدل کېږي.

د دې ویډیو خپرېدو سره د جون پر ۲۷ ملګرو ملتونو پلټنې پیل کړې.

هغه مهال د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک وویل، هغه د دې ویډیو له امله شوک او سخت خواشینی شوی دی.

اوس ملګري ملتونه وايي، دې ویډیو کې دا کسان یې پېژندلي چې اسراییل کې د دې ادارې پوځي څارونکي دي.

د دواړو کارمنانو دندې له تنخا پرته د پېښې اړوند څېړنو تر بشپړېدو ځنډېدلې دي.

سټیفن دوجاریک د پنجشنبې په ورځ هم بي بي سي سره خبرو کې د دې کسانو د دندو ځنډول مناسب کام وباله.

ملګري

د عکس سرچینه، Getty Images

ملګري ملتونه د خپلو غړو لپاره د ناوړه جنسي چلن په هکله سخته پالیسي لری. که یې کارمنان په جنسي عمل ولیدل شي، ښايي له مجازاتو سره مخامخ شي، چې خپل هېواد ته ستنول یا هم سوله ساتو عملیاتو کې له ګډون ګرځول پکې راځي، خو د کارمن خپل هېواد هم د نورو قانوني ګامونو لپاره مسوولت لري.

ملګري ملتونه له ډېرې مودې را هیسې د خپلو سوله ساتو او نورو کارکوونکو د جنسي چلن ادعاوې څېړي.

وروستیو کلونو کې په دې هکله پرپلسې ادعاوې شوې دي.

د یوه رپوټ له مخې پر ۲۰۱۹ کال د ملګرو ملتونو د کارکوونکو په هکله د ناوړه جنسي چلن ۱۷۵ ادعاوې شوې وې، چې ۱۶ پکې ثابتې او ۱۵ ثابتې نه شوې او د نورو پلټنه لا هم روانه ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوتېرڅ ویلي، دې اداره کې د ناوړه جنسي کړنو په هکله به هیڅ زغم ونه کړي.