اسراییلو کې د ملګرو ملتونو موټر کې د جنسي عمل وېډیو

د عکس سرچینه، Getty Images
ملګرو ملتونو په اسراییلو کې د دغه سازمان په یوه رسمي موټر کې د "جنسي کړنې" په تړاو له وېډیو خپرېدو وروسته "ژوره اندېښنه" ښودلې ده.
په وېډیو کې یوه ښځه چې سور کمیس لري، د ملګرو ملتونو په یوه سپین رنګه ګاډي کې چې د ملګرو ملتونو نښان لري، په شاتني سېټ کې پر یوه سړي د پاسه ناسته ده.
ښکاري چې دا وېډیو پر خواله رسنیو کې ډېره لاس په لاس شوې او د تل ابیب په یوه عمومي واټ کې ثبت شوې ده.
ملګرو ملتونو ویلي د پېښې په اړه څېړنه کوي او په وېډیو کې د لیدل کېدونکو کسانو پېژندلو ته نژدې شوي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک ویلي، په وېډیو کې دا کړنه ظاهراً ۱۸ ثانیې ده چې ډېره "شرموونکې" ده.
نوموړي بي بي سي ته د جمعې په ورځ وویل، "دا ډول کړنه زموږ له ټولو فعالیتونو سره په ټکر کې ده چې اوس یې پوره تحقیق پیل شوی دی."
"لویه ستونزه"
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ژمنه کړې چې په دې سازمان کې به د جنسي کړنو په اړه "هېڅوک ونه بښي".
د هغه ویاند ویلي "موږ په دې وېډیو لیدلو ټکان خوړلی او ډېر یې اندېښمن کړي یو".
د بشر حقونو د څار سازمان د ښځو د برخې مشترکې مشرې هیتر بار ویلي، له اسراییلو د داسې وېډیو په خپرېدو "نه ده حیرانه شوې".
اغلې بار چې افغانستان او برونډي کې د ملګرو ملتونو ماموره پاتې شوې وايي "ښه خبره ده چې دوی څېړنه کوي، ملګري ملتونه په دې وېډیو کې له هغه څه چې لیدل شوي لا لویه ستونزه لري."

د عکس سرچینه، Getty Images
دا وايي، ستونزه په ملګرو ملتونو کې جنسي اړیکو ته د ځینو کسانو د اړایستلو په اړه ده.
د یوه رپوټ له مخې، په ۲۰۱۹ کال د ملګرو ملتونو د مامورینو له جنسي پلوه د اړایستلو په اړه ۱۷۵ ادعاوې ثبت شوې وې.
په دې ادعاوو کې یې ۱۶ ثابتې شوې او ۱۵ دروغ وختلې او د پاتې څېړنه یې لاهم روانه ده.








