ایران د "جنسي تېري" په تور ۹ کسان اعدام کړي

د عکس سرچینه، isna
ایراني رسنۍ د قضايي سرچینو له قوله لیکي چې د ایران په شیراز کې ۹ کسان د "ډله اییز جنسي تیري" په تور اعدم شوي دي.
د ایران قضايي قوې اړوند خبري اژانس میزان په حواله محکوم شوي کسان د شپې مهال یوه باغ ته دننه شوي وو او "یوه مېرمن یې ځورولې وه".
په اعدام محکوم شوي دغه کسان تېره ورځ (د سپتمبر ۲۲) د شیراز ښار په عادل اباد زندان کې ځړول شوي دي.
وړاندې د ایران د فارس ولایت لوی څارنوال علي القاصیمه ویلي و چې "دغه کسان یوه بڼ ته ننوتي وو د نارینه او مېرمنو له بېلولو وروسته یې په درېیو ښځو جنسي تېری کړی و".
د نوموړي په خبره، ددرې مېرمنو له ډلې دوه یې نه دي حاضر شوي چې شاهدي ورکړي، خو ددوی قضیه د یوې مېرمنې په شکایت څېړل شوې ده.
ښاغلی القاصیمه ویلي و، ددې اعدام حکم باید د ایران د قضایه قوې مشر صادق لاریجاني په اجازه ترسره شي.
ایران کې د جنسي تېري پر محکوم شوی، ځینې وخت حکم علني پلی کیږي.

د عکس سرچینه، Iran
د روانې سپټمبر په لومړیو کې ایران درې کرد زندانیان رامین حسین پناهي، زانیار مرادي او لقمان مرادي اعدام کړل.
امنیتي سرچینو ته نژدې ورځپاڼې فارس خبر ورکړی و چې دغه کسان په "ترهګرو ډلو کې د غړیتوب او له دې ډلو سره د وسله والو فعالیتونو" په تور اعدام شوي دي.
ایران د نړۍ په کچه د هغو هېوادونو د نوملړ سر کې راځي، چې ډېر اعدامونه پکې کېږي.








