ایران: ریحانه جباري اعدام شوه

د عکس سرچینه،
د ایراني رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، چې ریحانه جباري د شنبې په ګهیځ د کرج ښار په رجايي زندان کې چارمارۍ شوې ده.
د نوموړې مور شعله پاکروان له بي بي سي سره لنډو خبرو کې د خپلې لور اعدام کېدل تایید کړي دي.
ریحانه جباري ۱۳۸۶ کال کې د مرتضی عبدالعلي سربندي نومي سړي وژنې په تور نیوله شوې وه.
ریحانه هاغه مهال ۱۹ کلنه وه او و د نیول کېدو پر مهال یې ویلي و، چې د جنسي تېري نه د ځان دفاع پر مهال یې قتل کړی و.
سربندي د ایران د استخباراتو د وزارت کارکوونکی و.
ریحانه دوې میاشتې په یوه جلا زندان کې وساتل شوه، چې د رپوټونو له مخې یې د هېڅ وکیل یا د کورنۍ غړي د لیدو اجازه نه لرله، خو په ۲۰۰۹ کال کې د تهران د جنايي جرمونو د محکمې له خوا په اعدام محکومه شوه.
د ایراني محصلینو خبري اژانس ( ایسنا ) د ریحانه جباري اعدام سزا پلي کېدو په اړه د تهران محکمې خبرپاڼه خپره کړې ده.
بل لور ته د نوموړې مدافع وکیل عبدالصمد خرمشاهي هم له بي بي سي سره خبرو کې منلې، چې موکلې ته یې د اعدام سزا ورکړله شوې ده.
له دې مخکې د نوموړې مور شعله پاکروان، د جمعې په ورځ بي بي سي سره خبرو کې ویلي و، چې د زندان چارواکو له لوري ورته له لور سره د ورستیو لیدو لپاره ورته ویل کېدو وروسته د هغې لیدو ته ورغلې او ګومان کوي لور به یې د شنبې په ګهیځ اعدام شي.
د نوموړې په خبره سره له دې، چې د کورنۍ غړو یې له زندان چارواکو غوښتنه وکړه، خو وايي د ریحانې اعدامولو د وخت او ځای په اړه معلومات نه و ورکړل شوي.
د نوموړې د اعدام امر د ایران سترې محکمې له لوري تایید شوی و.








