ټرمپ: یوه لویه بېړۍ د ایران پر لور روانه ده، خو هیله ده چې نه به کارول کېږي

ټرمپ

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د امریکا یو ستره سمندري پوځي بېړۍ د ایران پر لور روانه ده، خو هغه هیله څرګنده کړه چې ښايي د دې ځواک کارولو اړتیا پېښه نه شي.

ډونلډ ټرمپ د سویس په داووس ښار کې د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې له ګډون وروسته امریکا ته د ستنېدو پر مهال په ائرفورس ون الوتکه کې له خبریالانو سره په مرکه کې وویل، چې یو لوی پوځي ځواک د ایران پر لور روان دی، تر اوسه کوم جدي بدلون نه ښکاري، خو موږ یې له نږدې څارو.

هغه دا ادعا هم وکړه چې په ایران کې یې له ۸۰۰ زیات اعدامونه درولي دي.

ډونلډ ټرمپ وویل، د پنجشنبې پر ورځ یې په ایران کې د ۸۳۷ کسانو اعدامونه درولي، چې ډېری یې ځوان نارینه وو.

د امریکا ولسمشر ادعا وکړه چې ده ایران ته ویلي وو: ''که تاسې دا کسان اعدام کړئ، نو پر تاسې به داسې سخت برید وشي چې تر اوسه به مو نه وي لیدلی او د ایران پر اټومي پروګرام برید به د هغې پرتله ډېر عادي ښکاري.''

هغه زیاته کړه چې ایران د اعدامونو له عملي کېدو یوازې یو ساعت مخکې دا خطرناک اقدام لغو کړ.

نوموړي یو ځل بیا وویل چې یو لوی امریکايي بحري ځواک ایران ته روان دی، خو امکان لري چې موږ یې کارولو ته اړ نه شو. راځئ وګورو چې څه پېښېږي.

د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د ایران وضعیت په هکله بېړنۍ غونډه وکړه

UN High Commissioner for Human Rights Volker Turk said that 'repression' does not solve any problem.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو کمېشنر وولکر تورک وايي، ځپنه هیڅ ستونزه نه حل کوي.

بل لور د ملګرو ملتونو بشري حقونو شورا د جمعې پر ورځ په جنیوا کې د ایران د وضعیت په تړاو بېړنۍ غونډه وکړه.

یادې شورا له ایرانه وغوښتل چې له ''بې‌ رحمانه ځپنې'' لاس واخلي او پای ته یې ورسوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر تورک وايي، د ایران حکومت ضد اعتراضونو د ځپلو په ترڅ کې زرګونه کسان، چې ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د ایران دا ډول چلند هېڅکله د خلکو شکایتونو او نارضایتۍ ته حل لاره نه شي کېدای.

ولکر تورک پر اېکس یوه پیغام کې په دې هکله ویلي:

''… کېدای شي وژنې کمې شوې وي، خو ځپنه لا هم روانه ده. دا د هېواد هېڅ ستونزه نه حل کوي. زه د ایران له لوړپوړو مشرانو غواړم چې خبرې او اصلاحات پیل کړي او د خپلو خلکو حقونو او اړتیاوو ته لومړیتوب ورکړي.''

په ایران کې د انفلاسیون لوړې کچې او خراب اقتصادي وضعیت پر ضد د حکومت ضد لاریونونو پر مهال د زرګونو مظاهره کوونکو وژل کېدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

ایراني چارواکو د دې ناکراریو او مرګ‌ژوبلو پړه پر ''د اسراییلو او امریکا له خوا ملاتړ کېدونکو بلواګرو'' اچولې ده.