انتونیو ګوتېرش: امریکا نړیوال قوانین له پامه غورځوي او غواړي زور د قانون د ځواک ځایناستی شي

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، امریکا نړیوال قوانین له پامه غورځوي او غواړي زور د قانون د ځواک ځای ونیسي.
له بي بي سي سره په خبرو کې، انتونیو ګوتېرش د امنیت شورا د داسې سمونونو غوښتنه وکړه چې د پنځو دایمي غړو د ویټو واکونه محدود کړي او د نننۍ نړۍ ښه استازیتوب وکړي.
له دې سره جوخت، داسې مهال چې ښاغلي ګوتېرېش د امریکا ولسمشر د ګرینلنډ په ګډون په نړیوالو موضوعاتو کې په یو اړخیزو پرېکړو تورن کړ، اروپايي ټولنې د ګرینلنډ پر سر له ولسمشر ټرمپ سره له سلو مېلیاردو ډالرو د ډېرو انتقامي تعرفو پلي کولو تکل کړی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش بي بي سي ته په یوه مرکه کې وویل اوسنی جوړښت ځکه د شخړو د خپرېدو لامل شوی چې اصلي لوبغاړي په دې باور دي چې دوی له قانونه پورته دي.
هغه پر واشنګټن نیوکه وکړه چې د داسې ګړندیو اوربندونو په لټه کې دی چې دوام نه کوي ځکه بنسټیزو لاملونو ته یې پام نه کېږي. ورته مهال یې امریکا په دې هم تورنه کړه چې د نړیوالو قوانینو له نورمونو بهر ځواک کاروي.
هغه ټینګار وکړ چې ملګري ملتونه لا هم په نړیواله کچه د رول لوبولو وړتیا لري او استدلال یې وکړ چې د یوې غوره نړۍ جوړولو یوازینۍ لار له زورواکو سره مقابله ده.
امنیت شورا په ملګرو ملتونو کې تر ټولو ځواکمنه اداره ده، چې امریکا، چین، روسیه، فرانسه او برتانیا یې دایمي غړي دي.
خو ښاغلي ګوتېرېش د امنیت شورا د سمونونو غوښتنه وکړه چې د امریکا او روسیې په څېر د دایمي غړو د ویټو واکونه محدود کړي او د نننۍ نړۍ ښه استازیتوب وکړي.
"ځینې په دې باور دي چې د زور قانون باید د قانون د ځواک ځای ونیسي او کله چې د امریکا اوسنۍ پالیسۍ ګورو، څو اړخیزې حللارې پکې نشته او امریکا خپل زور او نفوذ کاروي".
هغه وویل، ځینې هېوادونه خپله ویټو د ملګرو ملتونو د ډېرو غړو د غوښتنې د شنډولو لپاره په داسې ډول کاروي چې "زغمل یې خورا ستونزمن" دي.
په وروستیو کلونو کې، امریکا د غزې او روسیې د اوکراین په اړه پرېکړې ویټو کړې.
پر وینزویلا له برید او د ګرینلنډ په اړه له ګواښونو وروسته، ښاغلي ګوتېرش امریکا د نړیوالو قوانینو پر بې احترامۍ او د څو اړخیزو حل لارو پر بې ارزښته ګڼلو تورنه کړه.
دا داسې مهال دي چې اروپايي ټولنه د ګرینلنډ پر سر له ولسمشر ټرمپ سره د ژورېدونکي اختلاف پر مهال پر امریکايي مالونو له سلو ملیاردو ډالرو د ډېرو غچ اخیستونکو تعرفو د یوې ټولګې پر پلي کولو غور کوي.
دوی غواړي پر دې سره راټول او خبرې وکړي چې که ولسمشر ټرمپ د ګرینلنډ پر سر دوی په اضافي مالیاتو مجازاتوي پر وړاندې به یې درېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
انتونیو ګوتېرش ـ چې د پرتګال پخوانی لومړی وزیر دی ـ په ۲۰۱۷ کال کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي دنده پر غاړه واخیسته او ټاکل شوې ده چې د روان کال تر پایه دا دنده پرېږدي.
هغه د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته په خپله کلنۍ وینا کې ـ چې معمولاً د سازمان د لومړیتوبونو د ټاکلو لپاره کارېږي ـ د نړۍ په اړه وویل چې "له شخړو معافیت او برابري پکې نه شته او نااټکل کېدونکو حالتونو ډکه ده" او د نړیوال نظم پر وړاندې یې "د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونې" له سترو ننګونو وبللې.
له روانو شخړو چې ګوتېرش د ملګرو ملتونو لپاره مهمې وبللې یوه هم د غزې جګړه وه.
د جګړې په ډېرو پړاوونو کې ملګرو ملتونو ونه شو کولای په غزه کې مرستندوی توکي ووېشي، ځکه چې اسرائیلو نړیوالو بشري مرستندویو بنسټونو ته د سیمې د ننوتلو اجازه نه ورکوله.
ان تر دې چې په یوه پړاو کې اسرائیلو د "غزې بشري بنسټ" په نوم د یوه بهرني قراردادي ملاتړ وکړ هغه کارونه وکړي چې ملګرو ملتونو له لسیزو راهیسې کول. د همدې بنسټ د وېش په مرکزونو کې د خوړو د ترلاسه کولو پر مهال سلګونه فلسطینیان ووژل شول.
کله چې ترې وپوښتل شول ایا دی ملګري ملتونه په غزه کې بېوسه ګڼي هلته چې باید اغېز یې درلودی وای نو هغه وویل: "هو البته خو راځئ روښانه خبره وکړو.
د اوږدې مودې لپاره اسرائیلو ویل چې بشري مرستې ځکه نه وېشل کېږي چې ملګري ملتونه یې د وېش توان نه لري. خو هر کله چې اسرائیلو موږ ته غزې ته د ننوتلو اجازه نه راکوله موږ هم نه شوای ورننوتلی. وروسته اوربند وشو او د بشري مرستو ستر بهیر پیل شو."
هغه ټینګار وکړ: "موږ چمتو وو که شرایط برابر وای."
څو ورځې وړاندې ګوتېرش عمومي اسامبلۍ ته وویل "د ۱۹۴۵ کال د ستونزو د حللارې د ۲۰۲۶ ستونزې نه شي حل کولای" او په دې توګه یې د سازمان بنسټیز جوړښت ته اشاره وکړه.
ننګونې یو په بل پسې را روانې دي؛ په وېنزويلا کې د امریکا له لوري د مشرتابه بدلون ایران کې د رژیم ځواکونو له خوا د زرګونو لاریونکوونکو وژل او د ډونلډ ټرمپ هغه څرګند هدف چې ګرینلنډ ور زیات کړي.
خو انتونیو ګوترېش وایي دی لا هم هیلهمن پاتې دی.
هغه وویل: "زه فکر کوم ځینې خلک د زورورو پر وړاندې درېدو ته زړه نه ښه کوي، خو حقیقت دا دی که موږ د زورورو پر وړاندې ونه درېږو هېڅکله به ښه نړۍ ونه لرو."











