انتونیو ګوتېرش: د ځمکې د تودوخې درجه راکمول اسان کار نه دی

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش ایسوشيټیډ خبري اژانس ته ویلي، تر یو اعشاریه پنځو درجو پورې د ځمکې تودوخې درجه محدودولو هدف ''په تکیه ژوندی دی. ''
نوموړی وايي، کوپ ۲۶ غونډه کې ښايی حکومتونه داسې کومه ژمنې ته و نه رسېږي چې له مخې یې په کافي اندازه د شین کوریزو ګازونو تولید کم شي.
د یادونې ده، چې د نومبر پر ۱۲ د کوپ ۲۶ غونډې له پای ته رسېدو مخکې پر حکومتونو فشارونه ډېرېږي چې یوې کوټلې هوکړې ته ورسېږي.
بل لور ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم وايي، ''هیله تر وروستۍ شېبې پورې شته. ''
ساینسپوهان وايي، تر یو اعشاریه پنځو درجو پورې د تودوخې درجې محدودول به د اقلیمي بدلون خورا ناوړه اغېزو مخه ونیسي.
د تودوخې دا درجه د صنعتي انقلاب له مخکیني دور سره پرتله کېږي.
۲۰۱۵ کال کې نړیوالو مشرانو پاریس کې ژمنه وکړه چې د شین کوریزو ګازونو کمولو له لارې به د تودوخې درجه د یو اعشاریه پنځه او دوو درجو تر منځ ساتل کېږي او وروستي اټکلونه د دوه اعشاریه اووه درجو لوړوالي په هکله دي.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي وايي، په داسې حال کې چې حکومتونه د جامدو سونتوکو په هکله پانګونې کوي، د شین کوریزو ګازونو کمولو ژمنې بې مانا دي.
نوموړی وايي، ''په داسې حال کې چې موږ پوهېږو څه باید وشي، '' په ګلاسګو کې تر اوسه شوي اعلانونه ''بسنه نه کوي. ''
امریکا او چین 'د تمې خلاف' د اقلیمي بدلون په اړه هوکړې ته ورسېدل

د عکس سرچینه، EPA
له دې مخکې امریکا او چین هوکړه وکړه چې د اقلیمي بدلون مخنیوي لپاره به هڅې کوي او ۱ اعشاریه ۵ درجو ته د نړیوالې تودوخې د راکمولو لپاره به ګډ کار کوي.
دا هوکړه، چې ګلاسګو ښار کې د اقلمي بدلون په اړه د کاپ-۲۶ غونډه کې وشوه، د ډېرو ګډونوالو د تمې خلاف وه.
ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې دا یو مثبت او مهم ګام بللی دی، خو د 'ګرین پیس' په نامه د چاپېریال ساتنې ډلې ویلي، دواړه هېوادونه باید دې برخه کې لا ډېره ژمنتیا وښیي.
تمه کېږي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن او چینایی سیال یې شي جېنپنګ به راتلونکې اوونۍ پر دې موضوع خبرې کوي.
د چاپېریال ساتنې برخه کې د چین استازي ویلي، دا هوکړه د تېرو لسو میاشتو په موده کې د شاوخوا دېرشو غونډو او مذاکراتو په پایله کې شوې ده.
امریکا او چین د نړۍ له هر بل هېواد ډېر کاربون ګاز تولیدوي او د چاپېریال تر ټولو لوی چټلوونکي بلل کېږي.

د عکس سرچینه، Reuters
د چین او امریکا لخوا د دې هوکړې اعلان که څه هم د ډېرو د تمې خلاف و، خو فعالین یې یو مثبت ګام بولي.
ساینسپوهانو پر دواړو هېوادونو غږ کړی چې په راتلونکې لسیزه کې د کاربون ګازونو د تولید کچه راکمه کړي.
یاده دې وي چې چین په همدې کاپ-۲۶ ناسته کې تېره اوونۍ اعلان کړی و چې تر ۲۰۶۰ کاله به د کاربون ګازو تولید صفر ته راکموي.
امریکا وار د مخه ژمنه کړې ده چې تر ۲۰۵۰ کاله به دې هدف ته ځان رسوي.
د نړۍ یو بل لوی صنعتي هېواد هند بیا په همدې کاپ-۲۶ غونډه کې اعلان وکړ چې تر ۲۰۷۰ کاله به د کاربون ګازو تولید صفر ته راکموي.
د لومړي وزیر نرېندرا مودي دې اعلان یو شمېر فعالان او حکومتونه نهیلي کړل، ځکه له هند تمه کېده چې له ۲۰۷۰ کال ډېر مخکې به دا هدف ترلاسه کوي.









