انتونیو ګوتېرېش: 'د مسلمانانو عقیدې ته په درناوي مې روژه ونیوه'

د عکس سرچینه، @UN_Spokesperson
د ملګرو ملتونو سرمنشي منځني ختیځ په ځانګړې توګه رفح بندر ته - چې د غزې او مصر ترمنځ سرحدي سیمه ده- له سفر وروسته ویلي، په غزه کې د انساني چارو کارمنانو د خپل کار تر ټولو سخت چاپېریال په اړه معلومات راکړل.
انتونیو ګوتېرېش پر اېکس (پخواني ټوېټر) لیکلي، د بشري مرستو ځینو کارمانانو چې د څو لسیزو کار تجربه لري "وویل له دې مخکې په کاري چاپېریال کې له دا ډول سختو شرایطو سره هېڅکله نه دي مخامخ شوي."
نوموړی وايي، مرستندویان سرچینو، لاسرسي او خوندیتابه ته اړتیا لري، همدا اوس.
د ملګرو ملتونو دغه جګپوړی چارواکی وايي، د مصر پلازمېنه قاهره کې یې سوداني کډوال روژهماتي ته وربللي.
په مصر کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو (یو اېنچ اېچ سي ار-مصر پر خپله اېکس پاڼه د روژهماتي یوه وېډیو هم خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي چې "د مبارکې روژې میاشت کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش قاهره کې له سوداني کډوالو سره روژهماتی شریک کړو دوی ته یې هیله ورکړه او هغو کسانو ته یې د همغږۍ پیغام ولېږداوه چې ډېر کړاو یې زغملی دی".
ګوتېرېش روژه نیولې
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 1
انتونیو ګوتېرېش په یو لړ اېکس پیغامونو کې لیکلي، "کله چې ما د روژې میاشتې د پیوستون ماموریت کې د هغو مسلمانانو عقیدې ته په درناوي روژه ونیوه، چې زه ورسره ګورم، کله چې خبر شم خورا ډېر فلسطینیان په غزه کې د مناسب روژهماتي درلودو وس نه لري، زړه مې مات شي".
څو ورځې وړاندې، په داسې حال کې چې د شمالي غزې کمال عدوان روغتون کې ډاکټران د هغو ماشومانو د ژوند ژغورلو هڅه کوله چې خوارځواکي شوي او روغتون کې له لوږې ژاړي، د بي بي سي عربي برخې تایید کړې چې ځینې ماشومان د خوړو او اوبو د نشتوالي له کبله مړه شوي؛ ځکه چې د جګړې له پیل راهیسې سیمې ته لږ مرستې رسېدلې دي.
د حماس د روغتیا وزارت وايي، د اکتوبر له اومې راهیسې په غزه کې ۲۷ ماشومان د خوارځواکۍ او د وجود د اوبو د کمښت له کبله مړه شوي. ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې شمال د "قحطۍ پر څنډه" ولاړ دی. اسرائیل ټینګار کوي چې د مرستې پر اندازه کوم محدودیت نشته، خو د ملګرو ملتونو ادارې د اکمالاتو په وېش کې په پاتې راتلو تورنوي.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای, 2
د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، قاهره کې یې د الازهر له لوی امام او د مصر له مفتي شیخ احمد الطیب سره هم کتلي او وايي چې تر هر بل وخت اوس د سولې ټینګښت او پیوستون کې د هغه تلپاتې ګډون باید د ټولو لپاره یوه بېلګه وي.
د ښاغلي ګوتېرېش ویاند پر اېکس لیکلي، قاهره کې پرون د کتنې پر ورځ ښاغلي ګوتېرېش له مسلمانانو سره روژه ونیوه.
د مصر الازهر شریف شیخ احمد الطیب هم پر اېکس له ښاغلي ګوتېرېش سره د کتنې د انځور ترڅنګ لیکلي چې "موږ پر غزه د تېري د سملاسي درولو لپاره د نړیوالې ټولنې د فشارونو د دوام پر اهمیت یو نظر یو او اوس یې وخت رارسېدلی چې پر غزه تړانګه د تېریو مخه ونیول شي. او ددې وخت رارسېدلی چې فلسطینیانو ته د خپل داسې خپلواک دولت جوړولو حق ورکړل شي چې قدس شریف یې پلازمېنه وي".











