د غزې شمال روغتون کې د خوارځواکۍ له کبله ماشومان مري
د غزې شمال روغتون کې د خوارځواکۍ له کبله ماشومان مري
په داسې حال کې چې د شمالي غزې کمال عدوان روغتون کې ډاکټران د هغو ماشومانو د ژوند ژغورلو هڅه کوي چې خوارځواکي شوي او روغتون کې له لوږې ژاړي. د بي بي سي عربي برخې تایید کړې چې ځینې ماشومان د خوړو او اوبو د نشتوالي له کبله مړه شوي؛ ځکه چې د جګړې له پیل راهیسې سیمې ته لږ مرستې رسېدلې دي.
د حماس د روغتیا وزارت وايي، د اکتوبر له اومې راهیسې په غزه کې ۲۷ ماشومان د خوارځواکۍ او د وجود د اوبو د کمښت له کبله مړه شوي. ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې شمال د "قحطۍ پر څنډه" ولاړ دی. اسرائیل ټینګار کوي چې د مرستې پر اندازه کوم محدودیت نشته، خو د ملګرو ملتونو ادارې د اکمالاتو په وېش کې په پاتې راتلو تورنوي.



