د ملګرو ملتونو سرمنشي رفح ته د سفر پرمهال د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه

د عکس سرچینه، REUTERS
د ملګرو ملتونو سر منشي آنتونیو ګوترېش له غزې سره د مصر په پوله کې په رفح بندر کې خبریالانو ته وویل، چې نور دې هلته روانې وژنې ودرېږي.
هغه په اکتوبر کې د حماس برید هم وغانده خو ټینګار یې وکړ چې د ټولو فلسطينیانو ورته جزائي کېدل په هېڅ ډول او هېڅ شي نه شي توجيه کېدی.
سرمنشي ګوترېش ټینګار وکړ ، چې هلته د مرستو د لاریو اوږده قطارونه ولاړ دي چې غزې ته نشي ننوتلی په داسې حال کې چې هلته خلک له لوږې سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو سر منشي آنتونیو ګوترېش پر اسرائیل يې غږ وکړ، چې غزې ته دې د مرستو بهیر بې خنډه خوشی کړي.
دی وايي: "دلته په دې بندر موږ د مرستو د لاريو اوږد قطار ګورو چې د دروازې یوې غاړې ته منتظرې دي او بلې غاړې ته يې لوږې سیوری غوړولی. دا له ویر هم هغه خوا حالت دی. دا اخلاقي زیاتی دی. له دې ډېره انسان وژنه به حالت لا نور هم بتر کړي، تر نورو ډېر د فلسطيني ملکیانو لپاره. دغه راز د یرغمل شوو لپاره او د ټولې سیمې د خلکو لپاره. "

د عکس سرچینه، EPA
دا په داسې حال کې دي چې د غزې د الشفاء روغتون شاوخوا هم جګړه د شپږمې ورځې لپاره روانه ده.
اسرائیلي ځواکونه ادعا کوي، چې هلته يې له دوشنبې راهیسې له ۱۷۰ ډېر فلسطيني وسله وال وژلي او له اتو سوو ډېر مشکوک کسان یې نیولي.
حماس ټینګار کوي، چې وژل شوي ټول ټپي ناروغان، د روغتون کارکوونکي او بې ځایه شوي وګړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا هم ویلي چې ګڼ روغتيايي کارکوونکي يې په دغو نیول شوو کسانو کې شامل دي.
پرون د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ټینګار کړی، په رفح ښار کې به هم د حماس پر ضد عملیات پیل کړي، چې دې د هغو له مېلیون ډېرو ملکیانو په اړه سختې اندېښنې پارولې چې په هغه ځای کې پناه اخیستې.
دا ټول په داسې حال کې دي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم د منځني ختیځ پر سفر دی، چې د دغې جګړې د درولو لپاره ديپلوماتیکې هڅې وکړي.








