ټرمپ د ایران له مشرتابه د ''احتجاجیانو نه اعدامولو'' له امله مننه وکړه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران له مشرانو د هغه څه له امله مننه کړې چې ده ورته ''له ۸۰۰ د زیاتو کسانو د اعدام حکم لغو کېدل'' ویلي دي.
نوموړي د جمعې په ماښام، پر ټولنیزه شبکه ''ټروت سوشیال'' ولیکل:
''زه دې واقعیت ته ډېر درناوی کوم چې ټول هغه پلان شوي اعدامونه چې ټاکل شوې وه پرون ترسره شي (چې له ۸۰۰ زیات وو)، د ایران د مشرتابه له خوا لغو شول. مننه!
ډونالډ جي. ټرمپ، د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر''
ښاغلي ټرمپ دغه راز هغې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا اسرائیلو او عربي هېوادونو دی قانع کړی چې پر ایران برید و نه کړي، وویل:
''هیچا زه نه یم قانع کړی، ما پخپله ځان قانع کړ. هغوی پرون پلان درلود چې له ۸۰۰ زیات کسان اعدام کړي. خو هغوی هېڅوک اعدام نه کړل. هغوی اعدامونه لغو کړل. دا ډېر اغېزناک کار و.''
تېره ورځ د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشرۍ دفتر ادعا وکړه، چې ایران د نژدې ۸۰۰ کسانو اعدام سزا درولې ده. دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ رسنیزې څانګې سکرترې کارولین لیوېت کړې دي.
نوموړې ویلي و: ''ولسمشر (ټرمپ) او ټیم یې ایراني رژیم ته یو پیغام ورکړی، چې که وژنې دوام وکړي، جدي پایلې به ولري.''
هغې زیاته کړه، ''ولسمشر پر پنجشنبه معلومات ترلاسه کړل، چې د اعدام داسې ۸۰۰ سزاګانې ځنډول شوې، چې د جمعې ورځې لپاره په پام کې نیول شوې وې. ولسمشر او ټیم یې وضعیت له نژدې څاري او ټول اختیارات د ولسمشر پر وړاندې دي.''

د عکس سرچینه، .
په ایران کې له تېرو څو ورځو راهیسې احتجاجونه شوي او داسې رپوټونه هم شته، چې ایراني چارواکو یو شمېر احتجاجیان اعدام کړي دي.
مخکې ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی و، چې که ایران حکومت احتجاجیان اعدام کړي، امریکا به یې پر ضد ''سخت اقدام'' وکړي.
د ایران پر موضوع د جمعې پر ورځ یوه بل پرمختګ کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان او د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره تلیفوني خبرې کړې.
د روسیې ولسمشرۍ ماڼۍ کرېملین ویلي چې ښاغلي پوتین د دواړو هېوادونو تر منځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی دی.
د کرېملین ویاند دېمیتري پېسکوف خبریالانو ته ویلي، مسکو به "د ایران له ولسمشر سره د تلیفوني خبرو پایلې ډېر ژر اعلان کړي."
هغه زیاته کړې چې د روسیې ولسمشر "د ترینګلتیاو کمېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي."
د ایران جلاوطن ولیعهد له لاریونوالو سره د ایراني حکومت په نسکورولو کې د نړیوالې مرستې غوښتنه وکړه

د عکس سرچینه، Reuters
بل لور د ایران د وروستي پاچا جلاوطن زوی رضا پهلوي په واشنګټن کې د جمعې پر ورځ یوې خبري غونډې په ترڅ کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دا مهال له سټیون وېټکاف سره، چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه د حکومت استازی دی، نورې خبرې هم لري که نه، وویل چې دا یو حساس پړاو دی او نه غواړي د خپلو خبرو جزیات شریک کړي.
خو هغه زیاته کړه چې د ایران د خلکو لپاره پیاوړی ملاتړ شته، او ولسمشر ټرمپ هغه څوک دی چې د ده په وینا پر خپلو خبرو ولاړ پاتې کېږي او په پای کې به د ایران د خلکو تر څنګ ودریږي.
ښاغلي پهلوي د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې، چې موخه یې د ایران د هغو خلکو له ډلې څه ده چې د ډونالډ ټرمپ د مرستې غوښتنه کوي، وویل: ولسمشر ټرمپ ویلي چې که د ایران حکومت خلک په وینو ولړل شي، دا به جدي پایلې ولري. هغه د داسې کس په توګه چې پر خپلې ژمنې عمل کوي، د مخکیني ولسمشر برعکس چې د ایران پر خلکو یې له شا ګوزار وکړ، پر خپلې وعدې به وفا وکړي.
رضا پهلوي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ایران حکومت د نسکورولو لپاره له لاریونوالو سره مرسته وکړي، او وایي دی ډاډه دی: ''اسلامي جمهوریت به سقوط وکړي، پوښتنه د که نه، نه ده، بلکې دا چې کله.''
رضا پهلوي، چې په امریکا کې مېشت د اپوزېسیون مشر دی، له نړیوالو وغوښتل چې د ایران د سپاه پاسداران ځواک د مشرتابه پر وړاندې هدفمند ګامونه واخلي، او په وینا یې دا به ''زموږ کار اسانه کړي او د لا زیاتو خلکو د وژل کېدو مخه به ونیسي.''
د بشري حقونو د یوې ډلې د معلوماتو له مخې، تر ۲۶۰۰ ډېر لاریونوال وژل شوي دي. دغه مظاهرې د دسمبر پر ۲۸مه د اقتصادي ستونزو له امله پیل شوې او وروسته د ایران مذهبي مشر علي حسيني خامنه يي د واک د پای ته رسولو غوښتنو ته واوښتې.
د ایران حکومت دغه لاریونونه ''بلواوې'' بللي او ویلي یې دي چې د ایران د دښمنانو له خوا ملاتړ کېږي.
رضا پهلوي د ایران د وېشل شوې اپوزېسیون په منځ کې د یوې مهمې څېرې په توګه راڅرګند شوی او تر دې مخکې یې هم پر ایرانیانو غږ کړی و چې خپل اعتراضونه لا پراخ او سخت کړي.
خو لاریونوال د چارواکو له خوا له مرګوني زور سره مخ شوي دي، په داسې حال کې چې د انټرنېټ او مخابراتي خدمتونو نږدې بشپړ بندیز هم لګېدلی دی.








