د سمندري کلابندۍ اغېز به د ایران پر سوداګرۍ او اقتصاد څه وي؟

د هرمز تنګی

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, بهرنګ تاج دین
    • دنده, د بي بي سي اقتصادي خبريال
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

د ایران د ګمرګ له خوا د خپرو شويو شمېرو له مخې دغه هېواد تېر کال شاوخوا ۱۵۰ میليونه ټنه غيرنفتي توکي چې نژدې ۵۲ ميليارده ارزښت یې درلود بهر ته صادر کړي دي.

د راپور له مخې دغه هېواد د ۵۸ ميلياردو ډالرو په ارزښت شاوخوا ۴۱ میليونه ټنه توکي وارد کړي هم دي. د دغو توکيو د ډېرې برخې سوداګري له جنوبي بندرونو شوې چې اوس د امریکا له خوا کلابند شوي دي.

د ایران پر سوداګرۍ او اقتصاد د سمندري کلابندۍ اغېز څه کېدی شي؟ لاندې د دې پوښتنې څو اړخونه څېړل شوي دي.

۱. سمندري کلابندي د ایران د نفتو پر صادراتو څه اغېز لرلی شي؟

تراوسه نه ده روښانه چې دا کلابندي به څنګه عملي کېږي. امریکا به په سمندر کې سره کرښه چېرته ټاکي او دا حالت به تر کومه وخته دوام وکړي.

پر نفتي صادراتو که کلابندي يوازې څو ورځې يا دوې درۍ اوونۍ وغځېږي نو اغېز به يې ښايي ډېر محدود وي، ځکه چې د ټانکر ټرکرز په وینا، ایران شاوخوا ۲۱ میليونه بېرله خام تېل په څو بېړيو کې د عمان په سمندر کې ساتلي دي چې دا د لسو ورځو تر دوو اوونيو پورې د دې هېواد د صادراتو معادل دي.

که کلابندي اوږده شي، ایران ښايي وکولی شي د خپلو صادراتو يوه برخه د هرمز تنګي ختيځ د جاسک بندر له لارې ترسره کړي چې ويل کېږي په ورځ کې تر يو میليون بېرله ظرفيت لري خو په عملي ډول له دې بندره صادرات په ورځ کې يوازې لسګونه زره بېرلو ته رسېدلي دي. روښانه نه ده چې ایران ته به څومره وخت په کار وي چې له دې بندره صادرات زيات کړي او دا هم نه ده معلومه چې ایا دا لار به له کلابندي بچ پاتې شي که نه.

خو که امریکا وکولی شي د ایران سمندري نفتي صادرات په بشپړ ډول ودروي، د اوسنيو بيو له مخې به هره ورځ شاوخوا ۲۰۰ تر ۲۵۰ میليونه ډالر، په کال شاوخوا ۷۰ تر ۹۰ میليارده ډالر تاوان د ایران اقتصاد ته واوړي.

له دې کبله به نه يوازې چين چې د ایران د تېلو اصلي پېرودونکی دی، زيان وويني بلکې د نفتو نړيوال قېمتونه به هم له دې کبله اغېزمن شي. له بل پلوه ایران ښايي هڅه وکړي چې د هرمز تنګی د سيمې د نورو هېوادونو د نفتي صادراتو پر وړاندې وتړي.

په ټوله کې تمه کېدی شي چې د انرژۍ نړيوال بازار او د نړۍ اقتصاد به د انفلاسيون د زياتوالي او د اقتصادي ودې د کمښت له پلوه د پام وړ زيان وويني.

۲. سمندري کلابندي به د ایران پر غيرنفتي صادارتو څه اغېز ولري؟

دا برخه د ایران لپاره لاستونزمنه ده. د ګمرک شمېرو له مخې ایران په تېر کال کې د ۵۱ میلياردو په ارزښت توکي صادر کړي دي. له دې د ارزښت له پلوه نژدې نيمايي یې څلورو ګاونډيو هېوادونو یعنې عراق، متحده عرب اماراتو، ترکيې او افغانستان ته صادر شوي او د دې صادراتو يوه برخه په ځانګړي ډول خوراکي توکي د ځمکې له لارې لېږدول کېږي.

د غيرنفتي صادراتو لويه برخه معدني مواد، فلزات، کيمياوي سرې او ورته نور توکي جوړوي چې ډېره برخه یې چين او اسيايي هېوادونو ته ځي او ځينې د اماراتو له لارې لېږل کېږي.

ایران ښايي وکولی شي د خپلو صادراتو يوه برخه د هېواد په جنوب ختيځ کې د عمان سمندر پر غاړه چابهار بندر ته ولېږدوي خو د دې بندر ظرفيت اوسمهال په کال کې یوازې شاوخوا اته ميليونه ټنه دی، يعنې دا لاره د هرمز تنګي د بندېدو د جبران لپاره بسنه نه کوي.

د هرمز تنګی

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty Images

۳. د سمندري کلابندي اغېز به د ایران پر وارداتو څه وي؟

پوښتنه دا ده چې کوم توکي به له دې کلابندۍ معاف شي، ځکه د ایران له نژدې ۴۰ میليونه ټنه کلنيو وارداتو شاوخوا ۲۵ ميليونه ټنه کرنيز محصولات، خوراکي توکي، غوړي او د څارويو خوراک خوړوي.

د ارزښت له مخې هم شاوخوا ۶۰ سلنه واردات له ترکيې او اماراتو دي.

ایران ښايي وکولی شي د خپلو وارداتو يوه برخه د ځمکې له لارې د خليج له هېوادونو يا د چابهار بندر له لارې ترسره کړي خو ټول نه، هغه هم په دې شرط چې امریکا دې بندر ته د تګ راتګ مخه ډب نه کړي.

باید دې ټکي ته هم پام وشي چې د موټرو له پرزو نيولې تر کورنيو وسايلو او برېښنايي محصولاتو پورې دا ټول عموما د ایران له جنوبي بندرونو واردېږي او د دې بهير ګډوډي یا درېدنه ښايي د دې ټوکو د کموالي او بيو د لوړېدو لامل شي او صنعتونو ته زيان ورسوي.

سربېره پر دې، هر کال شاوخوا ۲۰ میليونه ټنه توکي هم د ایران له لارې ترانزيت کېږي چې عموما افغانستان او د منځنۍ اسيا هېوادونو ته ځي. یعنې توکي د ایران بندرونو ته واردېږي او بيا له هغه ځايه دې هېوادونو ته لېږل کېږي او يا هم برعکس له دغو هېوادونو توکي د ایران له لارې نورو ځايونو ته لېږل کېږي.

بايد وکتل شي چې کلابندي به پر دې بهير څومره اغېز وکړي.

۴. د سمندري کلابندۍ عمومي اغېز به د ایران پر اقتصاد څه وي؟

که چېرې کلابندي اوونۍ او يا مياشتې دوام وکړي، ان که خوراکي توکي او درمل په دې کې نه وي شامل، د بهرنيو اسعارو د عوايدو شديد کمښت کولی شي د بوديجې کسر او د اسعارو د تبادلې نرخ د لوړوالي لامل شي.

د وارداتو کمښت يا د هغوی د لګښتونو زياتوالی هم د دې سب ګرځي چې يو شمېر توکي، له کورنيو وسايلو او موټرو نيولې تر جامو او برېښنايي توکيو پورې لږ او ګران شي چې دا به د ایران ځينو صنعتونو ته سخت زيان ورسوي.

سربېره پر دې باید هغه زيان هم ورزيات شي چې د خامو موادو او لومړنيو پرزو د وارداتو د کمښت له کبله رامنځته کېږي او په پايله کې د صنعتونو توليد او عوايد راټيټېږي چې دا هم کولی شي د لسګونو ميلياردو ډالرو په اندازه وي.

په بل عبارت که سمندري کلابندي اوږده شي، دا کولی شي په مخامخ ډول د ایران د صادراتو عواید هر کال شاوخوا ۱۰۰ میليارده ډالر راکم کړي چې دا د دې هېواد د ناخالص کورني توليد نژدې يو پر څلورمه برخه جوړوي.

خو سمندري کلابندي پوځي عمليات دي او ښايي د ایران له لورې د غچ اخيستو له ګامونو سره مخامخ شي، لکه د ګاونډيو هېوادونو پر بېړيو د هرمز تنګي تړل او ان د هغوی پر تاسيساتو د بریدونو بيا پیلول.

په داسې شرايطو کې د دې مهمې سمندري لارې تړل کېدل به د نفتو، انرژۍ، اوسپنيزو توکو، کيمياوي سرې او نورو بنسټيزو توکو نړيوالې بيې لوړې وساتي چې دا به د نړۍ نژدې ټولو هېوادونو پر اقتصاد د فشار سبب وګرځي.