د ټرمپ هغې ادعا توند غبرګونونه پارولي چې وايي، ناټو ځواکونو د افغانستان جګړې له لومړۍ کرښې ډډه کړې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, مایا ډاویس
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د جګړې پر مهال د ناټو ځواکونو په تړاو څرګندونو په برېتانیا کې توند غبرګونونه راپارولي دي. دا غبرګونونه له هغه وروسته مخې ته راځي، چې ښاغلي ټرمپ وویل ناټو سرتېري ''یو څه له لومړۍ کرښې شاته پاتې شوي وو''.
د برېتانیا لېبر ګوند غړې او د بهرنیو چارو کمېټې مشرې ایملي تورنبري دا څرګندونې د افغانستان په جګړه کې د وژل شویو ۴۵۷ برېتانوي سرتېرو لپاره ''یو مطلق سپکاوی'' وباله.
د لېبرال دیموکراټ ګوند مشر سر اېډ ډېوي په دې هکله وايي: ''هغه څنګه جرأت کوي چې د دوی قرباني تر پوښتنې لاندې راولي؟''
د محافظه کار ګوند غړي بېن اوبېس-جېکټي، چې خپله یې په افغانستان کې عسکري خدمت کړی، وویل: ''دا ډېره خواشینوونکې ده چې زموږ د هېواد قرباني او د ناټو د شریکانو قرباني دومره ارزانه وبلل شي.''
بریتانیا له هغو څو متحدینو یو هېواد و چې په ۲۰۰۱ کال کې د سپتمبر د ۱۱مې له ترهګریزو بریدونو وروسته د ناټو ګډ امنیت مادې په استناد یې له امریکا سره یو ځای پوځیان افغانستان ته لاړل.
د امریکا ولسمشر د پنجشنبې پر ورځ فاکس نیوز ته وویل چې دی ''ډاډه نه دی'' چې که ''کله امریکا اړتیا ولري''، نو ناټو پوځي ائتلاف به یې ترڅنګ ودرېږي که نه.
ټرمپ وویل: ''موږ هېڅکله هغوی ته اړتیا نه ده لرلې''، او زیاته یې کړه: ''موږ په رښتیا هېڅکله له هغوی څه نه دي غوښتي.''
هغه زیاته کړه: ''هغوی به ووایي چې موږ افغانستان ته یو څه ځواکونه لېږلي وو''، خو زیاته یې کړه: ''هو، هغوی ولېږل، خو لږ شاته پاتې شول، لږ له لومړۍ کرښې لېرې.''
هغه وویل چې امریکا ''اروپا او ډېرو نورو هېوادونو سره ډېره ښه پاتې شوې ده''، او ټینګار یې وکړ: ''دا باید دوهاړخیزه لاره وي.''
غبرګونونه

د عکس سرچینه، PA Media
تورنبري د بيبيسي 'پوښتنو وخت' خپرونې ته وویل چې دا څرګندونې ''له یوې تېروتنې خورا زیاتې دي''.
دا وايي: ''دا یو مطلق سپکاوی دی… دی څنګه جرأت کوي چې ووایي، موږ په لومړۍ کرښه کې نه وو، څنګه جرأت کوي؟''
هغې زیاته کړه: ''موږ تل هلته حاضر وو، هر وخت چې امریکایانو موږ ته اړتیا درلوده.''
تورنبري ډونلډ ټرمپ ''هغه سړی'' وباله چې ''هېڅکله یې جګړه نه ده لیدلې''، خو اوس ''د پوځ اعلی قومندان دی او په دې نه پوهېږي چې د امریکا دفاع څنګه شوې ده''.
هغې وویل چې امریکا د برېتانیا ''ملګری'' هېواد دی، خو مشر یې ''په داسې ډول چلند کړی چې ځورول کوي، بې ادبه دی، او په لوی لاس یې هڅه کړې چې موږ کمزوري وښيي او ناټو ته زیان ورسوي''.
په همدې خپرونه کې، د محافظه کار ګوند د علی البدل کابینې غړي سټوارټ اندریو هم دا څرګندونې ''له شرمه ډکې'' او ''وحشتناکې'' وبللې.
هغه وویل: ''په دې هېواد کې ډېر کسان شته چې په عراق او افغانستان کې یې خدمت کړی، ډېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی، او لا ډېر نور داسې دي چې د ژوند له بدلوونکيو ټپونو سره بېرته راستانه شوي دي. موږ باید له هغوی مننه وکړو.''
هغه زیاته کړه چې د برېتانیا او امریکا ځانګړې اړیکه د دفاع او امنیت لپاره د دواړو هېوادونو لپاره مهمه ده، او په وینا یې په وروستیو اوونیو کې د ټرمپ خبرې د قطب شمالي (ارکټیک) امنیت ته اړولې دي، هغه سیمه چې د هغه په وینا ''هلته یو ډېر جدي ګواښ شته''.
سر ایډ د ټولنیزو رسنیو یوه پیغام کې ولیکل چې ټرمپ ''له پوځي خدمت څخه ځان ژغورلی و''، او زیاته یې کړه: ''هغه څنګه جرأت کوي چې د دوی قرباني تر پوښتنې لاندې راولي؟''
د بيبيسي 'نیوزنائټ' خپرونې سره په مرکه کې د هالنډ بهرنیو چارو وزیر ډېوېډ فانوېل د ټرمپ څرګندونې ''ناسمې'' وبللې او په وینا یې ''اروپایانو د افغانستان په جګړه کې د امریکايي ځواکونو د ملاتړ لپاره خپله وینه توی کړه''.
هغه وايي، د ناټو عمومي منشي مارک روته د ټرمپ ورته څرګندونې مخکې هم رد کړې وې، هغه مهال چې دواړو د پنجشنبې پر ورځ په داووس کې په یوه ګډه خبري غونډه کې خبرې کولې.
کله چې ترې وپوښتل شول چې د امریکا ولسمشر دا ادعا بیا تکرار کړې ده، فانوېل وویل: ''موږ باید د حقیقت لپاره غږ پورته کړو، لکه څنګه چې مارک روته وکړل او که هغه دا خبرې بیا تکراروي، موږ هم باید حقیقت بیا تکرار کړو، ځکه تاریخ داسې نه دی تېر شوی.''

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
په ورته مهال د برېتانیا پخواني پوځی افسر بېن اوبېس-جېکټي، ویلي: ''دا ډېر خواشینوونکې ده چې د زموږ د هېواد قرباني او د ناټو د شریکانو قرباني د متحده ایالاتو د ولسمشر لخوا په داسې ارزانه ډول یادېږي.
بي بي سي له دفاع وزارت سره د نظر لپاره اړیکه ونیوله.
یوه ویاند د ټرمپ له څرګندونو مخکې، د چهارشنبې پر ورځ د ناټو متحد ډنمارک ته د سفر پر مهال د دفاع وزیر جان هیلي څرګندونو ته اشاره وکړه.
هغه وویل: "په افغانستان کې، زموږ ځواکونه یوځای روزل شوي، یوځای جنګیدلي او په ځینو مواردو کې یوځای مړه شوي او وروستۍ قرباني یې ورکړې."
امریکا د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې د طالبانو حکومت نسکورولو لپاره برید وکړ، چې دوی په وینا د اسامه بن لادن او د سپټمبر ۱۱مې له بریدونو سره تړلي نور القاعده شخصیتونه یې ساتلي وو. د ناټوغړو هېوادونو د امریکا په مشرۍ جګړې ته سرتېري او پوځي تجهیزات واستول.
په ۲۰۲۱ کال کې چې امریکایان له افغانستانه ووتل، د ائتلافي ځواکونو تر درې نیم زرو ډېر پوځیان مړه شوي وو، چې شاوخوا دوه پر دریمه برخه یې امریکایان وو.
برېتانیا له متحده ایالاتو وروسته په جګړه کې د پوځيانو مرګژوبلې له پلوه دویم ځای کې و، چې ۲۴۶۱ مړینې یې درلودې.
امریکا یوازینی هېواد دی چې د ناټو پنځمې مادې له ګډ امنیتي احکامو یې ګټه پورته کړې ده، چې وايي، "د ناټو د یوه غړي پر وړاندې وسله وال برید به د ټولو پر وړاندې برید وبلل شي".











