خلیلزاد: امریکا به افغانستان کې ناټو یوازې نه پرېږدي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغان سولې لپاره ځانګړي امریکايي استازي د ناټو مشرانو ته ویلي، چې که امریکا له افغانستانه وځي، د دې ټولنې نور غړي هېوادونه به هم ترې راوځي او واشنګټن به یې هلته یوازې نه پرېږدي.
زلمي خلیلزاد دا څرګندونې په بروکسېل کې د ناټو سرمنشي او نورو مشرانو سره کتنه کې کړې دي.
سرمنشي، ین ستولتنبرګ، ویلي چې د ناټو ټولو غړو هېوادو د افغانستان د سولې لپاره د ښاغلي خلیلزاد له هڅو سره د کلک ملاتړ څرګندونه وکړه.
اروپا ته د سفر په لړ کې ښاغلي خلیلزاد تر دې وړاندې ویلي، چې له جرمن چارواکو سره یې د قطر او جرمني په ګډ کوربه توب د افغانانو د کېدونکې خپلمنځي ناستې په اړه ګټورې ناستې درلودې.
د امریکا ځانګړي استازي د ناټو په مرکزي دفتر کې د ناټو له عمومي منشي او د ناټو غړو هېوادونو له استازو سره ولیدل د افغان سولې په تړاو ورسره وغږېد.
نوموړي د ناټو ټولو ۴۱ متحدینو او د غوڅ ملاتړ ماموریت غړو هېوادونو استازو ته تر دې دمه د افغان سولې د بهیر په اړه معلومات ورکړل.
د ناټو سرمنشي ویلي چې افغانستان د ناټو له پاره لومړیتوب لري او د ناټو ټول غړي هېوادونه د دې هدف له پاره ژمن دي چې افغانستان هېڅکله په داسې هېواد بدل نه شي چې ترهګري ترې خپره شي.
د ښاغلي سټولټنبرګ په وینا د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې د خبرو لپاره یوه ریښتنې زمینه برابره کړې او دا موضوع د ټولو افغان سیاسي لوبغاړو او افغان ولس د اجنډا په سر کې ځای لري.
د ناټو عمومي منشي وویل دا زموږ د افغان ملګرو او ناټو غړو هېوادونو په ګټه ده چې د سولې خبرې بریالۍ شي او په وینا یې چې د سولې د بریالیتوب له پاره د ناټو ټول غړي هېوادونه سره یوه خوله دي. هغه وویل د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړ ماموریت په ترڅ کې به د سولې له پاره شرایط برابر شي او د افغان امنیتي ځواکونو روزونه او ورسره مالي مرسته به دوام وکړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
تر دې وړاندې ښاغلي خلیلزاد د جرمني په برلین کې له جرمن چارواکو سره خپلې دوه ورځنۍ غونډې ګټورې وبللې. زلمي خلیلزاد پر ټویټر لیکلي چې په دغو کتنو کې د جرمن - قطر په ګډ کوربه توب د ټولو افغانانو ټولېدا او د اوسلو راتلونکې جرګه څېړل شوي دي.
ښاغلی خلیلزاد وایي پام پر دې ټول دی چې د افغانانو داسې ګډه غونډه جوړه شي چې تر وسه وسه ژر یوه سیاسي لار نقشه چمتو کړی شي.
دا له ۲۰۱۸ کال راهیسې پنځم ځل دی چې د افغان سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ناټو له مرکزي دفتر نه لیدنه کوي او د ناټو له غړو هېوادونو د غوڅ ملاتړ ماموریت کې له ښکیلو هېوادونو سره د افغانستان د سولې په تړاو سلا مشوره کوي.








