افغان حکومت د اختر په مناسبت سلګونه طالب بندیان خوشي کوي

د عکس سرچینه، ARG
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له لمانځه وروسته په خپله وینا کې وویل، د افغانستان له زندانونو به ۸۸۷ طالب بندیان ازاد شي. ښاغلي غني وویل، دغه شمېر بندیان به د اختر په احترام او د ولس د غوښتنې له مخې ازاد کړل شي.
ولسمشر غني په خپلو خبر کې زیاته کړه، کله چې ما د سولې په لویه مشورتي جرګه کې د ۱۷۵ کسانو د خوشې کولو وویل نو له تالار نه غږونه اوچت شول چې دا شمېر زیات کړه.
هغه پخپلو خبرو کې همدا راز وویل، کوم عادي بندیان چې عمرونه یې زیات دي او په زندان کې ورته رسېدنه نه وه شوې، لسو ورځو کې به د فرمان په مطابق ماته نور وړاندېزونه وشي.
له زندانیانو سره روژه ماتی
افغان ولسمشر محمد اشرف غني پخپله اختریزه وینا کې وویل تېره ورځ یې روژه ماتی د څرخې پله له زندانیانو سره و او په زندان کې یې د درېیو ژمنه شویو ودانیو له ډلې د دوو هغو رغنیز کارونه پنځوس سلنه مخته تللي دي.

د عکس سرچینه، AFP
د زندان د درېیو ودانیو د جوړولو له ډلې د دوو یې کارونه پنځوس سلنه مخ ته تللي چې کار به یې په زمري میاشت کې بشپړ شي او یو د پاتې بل پوړ کار به هم د سنبلې په میاشت کې خلاص شي.
اسلام اباد ته راتلونکی سفر
افغان ولسمشر پخپل اختریز پیغام پاکستان ته د خپل راتلونکي سفر په اړه هم وغږېد او ویې ویل، د چنګاښ (سرطان) په شپږمه به اسلام اباد ته لاړ شي او د لیدنې د عملي پایلو لپاره پر څلورو عمومي مسلو په تفصیل کار کوي، خو د یادو مسلو په اړه جزیات ور نه کړل:
" په دقیق ډول باید مخ ته لاړ شو چې د لارې یوې نقشې ته ورسېږو هغه لار چې عملي بڼه ولري چې هم افغانستان او هم د پاکستان ملت ته د منلو وي."

د عکس سرچینه، ARG
همدا راز ولسمشر د کوچني اختر په مناسبت پیغام کې وویل، ''افغانانو هیله لرله "که طالبانو په روژه کې اوربند و نه کړ، نو په اختر کې خو به یې وکړي، خو له بده مرغه هغوی د خلکو دې هیلې ته په درنه سترګه ونه کتل. ''
ښاغلي غني وویل، 'د ملي یووالي حکومت دوه کاله وړاندې د کابل کنفرانس کې طالبانو ته د بې قید او شرط مذاکراتو وړاندیز وکړ، خو طالبانو رد کړ. '
دی وايي، افغان حکومت رسماً له طالبانو سره اوربند اعلان کړ، خو دا اوربند طالبانو ونه غځاوه. ښاغلی غني وايي دوی تل اوربند ته چمتو دي.
ولسمشر غني وویل، 'طالبانو د تېر په څېر په روژه میاشت کې خپلو خونړیو بریدونو ته دوام وکړ، خو افغان ځواکونو د ګڼو دا ډول بریدونو مخه ونیوه. '
ښاغلي غني همدا راز د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د تیارۍ او د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو د سلمې کلیزې د جشن لمانځلوپه اړه د حکومت چمتووالی یاد کړ.










