'د مسکو نننۍ غونډه کې به پر اوربند ټینګار وشي'

ملا عبدالغني برادر د طالبانو له پلاوي سره - مسکو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملا عبدالغني برادر د طالبانو له پلاوي سره - مسکو

په مسکو کې د افغان سولې په تړاو د افغانانو ددویمې خپلمنځي غونډې په اړه د غونډې یوه ګډونوال د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، نننۍ غونډه کې به له دواړو غاړو پنځه پنځه کسان ګډون کوي، چې د طالبانو مرستیال ملا عبدالغني برادر او پخوانی ولسمشر حامد کرزی به په کې نه وي.

سرچینه وايي، دوه ساعته وځنډېده او د افغان پلاوي ټینګار به دا وي چې د غونډې پای کې طالبان لږترلږه د پنځلس ورځو اوربند لپاره وهڅوي.

دغه سرچینه وايي، امکان شته چې غونډه بلې ورځې ته هم وغځېږي.

د یادې غونډې په تړاو د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي، په نننیو بین الافغاني غونډو کې به عبدالکریم خلیلي او مسکو کې د افغانستان سفیر نه وي.

ښاغلي شاهین ویلي، د مسکو پرونۍ غونډه کې له کابله د ورغلي پلاوي استازي هم وو. د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر ټویټر د ښاغلي شاهین د خبرې په تایید لیکلي، چې د مسکو پرونۍ غونډه د روسیې او افغانستان د سل کلنو دیپلوماتیکو اړیکو په اړه وه، چې په وینا یې له کابله ورغلی پلاوی هم په کې و.

نن (سه شنبه/ مې ۲۹/غبرګولی ۸) په مسکو کې د دغې غونډې دویمه ورځ ده.

سرچينې وايي اوربند به هم د نورو مهمو موضوع گانو ترڅنگ د ننيو خبرو د سرټکى وي. غونډه د افغانستان او روسيې ترمنځ د ډيپلوماټیکو اړیکو د سلمې کلیزې په پلمه پرون جوړه شوه او له هماغه پيله ويل شوي وو چې د غونډې دويمه ورځ د افغانانو خپلمنځۍ ناسته ته ځانگړې شوې.

په دې غونډه کې د طالبانو د مرستيال مشر ملا عبدالغني برادار په مشرۍ د دغې ډلې ۱۴ کسیز پلاوي، پخواني ولسمشر حامد کرزي، یو شمېر سیاسي څېرو، د سولې عالي شورا مشر کريم خليلي گډون کړى.

د مسکو د افغانانو لومړځ ناسته درې میاشتې وړاندې وشوه، خو د قطر په دوحه کې پلان شوې دویمه ناسته د ګډونوالو په نوملړ د اختلاف له کبله ونه شوه.

د مسکو په دې غونډه کې د سولې عالي شورا مشر او ملا عبدالغني برادر ګډون د خلکو تر منځ د ښو پایلو په اړه هیلې هم څه زیاتې کړې دي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

په پام کې ده چې په نننۍ ناسته کې قطر کې د هغې غونډې پر اجنډا خبرې وشي، چې مخکې لغوه شوې وه، اوس هڅه دا ده چې په قطر کې هم باید د مسکو غونډې ته ورته بین الافغاني ناسته جوړه شي.

د اوربند وړاندیز

اټکل دا دی چې له افغانستانه ورغلی پلاوی په نننۍ غونډه کې، چې د تړلو دروازو ترشا به ترسره شي، د اوربند وړاندیز وکړي او طالبان پر دې قانع کړي چې د افغانستان د سولې بهیر او یوې هوکړې ته رسېدل له اوربند پرته ناشوني دي.

خو طالبان تر ډېره له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار لري او همدا د سولې مانع هم بولي.

ملا برادر:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملا برادر: د سولې لپاره باید لومړی د افغانستان "اشغال" ختم شي

تېره ورځ د عمومي غونډې پیل په ژوندۍ بڼه ځینو رسنیو خپور کړ، چې د طالبانو د تحریک مرستیال ملا عبدالغني برادر هم په لومړي ځل په وېډیو کې راڅرګند شو.

د تېرې ورځې تر عمومي غونډې وروسته د تړلو دروازو ترشا غونډې دوام درلود او تېره شپه هم د افغان پلاوي او د طالب استازو ترمنځ یوه تعارفي ناسته شوې وه.

د پلاوي د کچې له اړخه دا تر ټولو جګپوړې غونډه ګڼل کېږي، ځکه چې د پخوانۍ غونډې پرتله د طالبانو پلاوی توپیر لري.

پرونۍ غونډه کې د طالبانو د تحریک یو بنسټګر ملا عبدالغني برادر هم ګډون لاره، چې اوس د طالبانو د تحریک مرستیال او په سیاسي چارو کې د طالبانو د مشر مرستیال هم دی.

د طالبانو په دې ۱۴ کسیز پلاوي کې ۹ یې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي دي او څلور نور یې د طالبانو د مذاکراتي دفتر غړي دي، خو د مذاکراتو د ټیم غړي نه دي او څلورم کس په خپله ملا عبدالغني برادر دی.

په دې غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ګډون کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دې غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ګډون کړی دی.

له کابله تللي ۲۴ کسیزه پلاوی هم د تېرې غونډې پرتله ډېر توپیر لري او ښکاري چې هلته د هر ګوند په استازیتوب یو کس استولی دی، چې دوې پکې ښځې دي.

دا غونډه د افغانستان او روسیې ترمنځ د کلتوري اړیکو د ۱۰۰ کلونو پوره کېدو په پلمه جوړه شوې ده. روسیه له افغانستان سره شاوخوا شپږ سوه کاله پخواني اړیکي لري، چې د تیموریانو د واکمنۍ پرمهال د روسیې سفیران اوسني افغانستان ته راغلي دي.

د ۱۷۶۰ مو کلونو په پیل کې د احمد شاه بابا د واکمنۍ پرمهال هم د روسیې لومړنی سفیر افغانستان ته راغلی و، چې له افغانستان سره دیپلوماتیک اړیکي جوړ کړي.

په وروستیو له طالبانو سره د روسیې اړیکې ښې شوې، چې مخکې یې اړیکې ورسره نه وې.

په ۱۹۹۰مو کلونو کې د کورنیو جګړو پرمهال روسیې د طالبانو د مخالف لوري شمالي ټلوالې ملاتړ کاوه.

د ویډیو تشریح، ملا برادر په لومړي ځل رسنیو ته راڅرګند شو