ملا برادر: د سولې لپاره باید لومړی د افغانستان "اشغال" ختم شي
د طالبانو د سیاسي چارو مرستیال او په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر مشر ملا برادر ویلي، په افغانستان کې د سولې د راتلو لپاره مهمه ده چې لومړی د بهرنیانو لخوا د دې هېواد "اشغال" ختم شي. نوموړي دا څرګندونې په مسکو کې له روسي چارواکو او افغان سیاسي مشرانو سره په هغه ناسته کې وکړې چې د افغانستان او روسیې د خپلمنځي اړیکو د سل کنلۍ به مناسبت جوړه شوې وه.
د دې ناستې په درشل کې د طالبانو دا مهم مشر په لومړي ځل د رسنیو پر وړاندې په عام محضر کې را ښکاره شو، او په ناسته کې یې وینا هم خورا لنډه.
پر ده سربېره دې ناستې ته د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف، پخواني افغان ولسمشر حامدي کرزي، د ولسمشرۍ د ټاکنو کاندید حنیف اتمر، د سولې د عالي شورا مشر کریم خلیلي، د بلخ پخواني والي عطا محمد نور، د اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق او یو شمېر نورو کسانو هم ویناوې وکړې.
په مسکو کې افغان سفیر لطیف بهاند هم موجود و، او نوموړي د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني بیانیه ګډونوالو ته ولوسته. بیانیه تر ډېره د افغانستان او روسیې د خپلمنځي اړیکو پر سل کلن تاریخ ور ټوله وه او په اوسنیو کلونو کې له افغانستان سره د روسیې د مرستو یادونه او مننه شوې وه.
مسکو د دویم ځل لپاره د افغان سولې په تړاو د لوړپوړو افغان او د طالب مشرانو د ناستې کوربه دی.
په دې غونډه کې د افغانستان پېژندل شویو سیاسي څېرو او د طالبانو مرستیال مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د دې ډلې پلاوي ګډون کړی دی.
د وسله والو طالبانو یو ویاند خبري رسنیو ته لېږلې خبرپاڼه کې وايي، د دې ډلې د سیاسي چارو مرستیال او په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملابرادر او ورسره پلاوی مسکو ته له روسي چارواکو سره ډیپلوماتیکي کتنې او په بین الافغاني غونډه کې ګډون لپاره تللي.

د افغان سیاسي مشرانو د پلاوي مشري پخوانی ولسمشر حامد کرزی کوي. ښاغلی کرزی تېره پنجشنبه (مې ۲۵) افغانستان کې د روسیې سفیر لخوا رسما دعوت شوی دی.
تېره ورځ هغه له یو پلاوي سره د روسیې پلازمېنه مسکو ته ورسېد.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته دا د ملا عبدالغني برادر لومړی نړیوال سفر دی. هغه د غونډې د پیل په وینا کې وویل چې د افغانستان مسئله نظامي حل نه لري. نوموړي هیله وښوده چې افغانستان ته ډېر ژر سوله راشي.
هغه له روسیې د دې غونډې جوړولو لپاره مننه وکړه. ښاغلي برادر افغانستان 'اشغال شوی' وباله او ویې ویل چې سولې ته د رسېدو لپاره باید افغانستان له 'اشغال' خلاص شي. ورپسې یې د طالبانو د پلاوي له غړي امیر خان متقي وغوښتل چې د طالبانو بیانیه ولولي.

د عکس سرچینه، BBC Sport
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي غونډې ته په خپله وینا کې وویل: "له روسیې سره اړیکې زموږ له مهمو اړیکو دي."
هغه وویل، د ''افغانستان د خلکو په استازیتوب'' د سولې په مذاکراتو کې د روسیې له ونډې مننه کوي.
مسکو کې د افغانستان سفیر لطیف بهاند هم غونډې ته په خپله بیانیه کې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت په استازیتوب خبرې وکړې. هغه د په سوله کې د روسیې له فعالې ونډې مننه وکړه.
د افغان سیاسي پلاوي کې یوازې دوه ښځو ګډون کړی دی. ولسي جرګه کې د بدخشان پخوانۍ استازې فوزیه کوفي او تاجور کاکړ دویمه افغانه مېرمنه ده چې په دې غونډه کې ګدون کوي.
د طالبانو په پلاوي کې هېڅ ښځه نشته.
نن د افغانستان او روسیې د ډیپلوماټیکو اړیکو سلمه کلیزه ده او په همدې مناسبت به د افغان سیاستوالو او طالبانو ترمنځ غونډه دوه ورځې دوام وکړي.










