محمود خان اڅکزي په پاکستان کې زېږیدلو افغانانو ته د تابعیت د نه ورکړې پرېکړه غندلې

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, یوسف خان ځدراڼ
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن

د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون نوي مشر محمود خان اڅکزي په خپله لومړۍ وینا کې د افغانستان په تړاو د پاکستان د حکومتونو تګلارې ننګولي دي.

ښاغلي اڅکزي چې د جمعې پر ورځ یې له رسنیو سره خبرې کولې له افغانستان سره د اړیکو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل " د پاکستان له حکمرانانو غټه ګیله دا ده چې دوی د حکومتوالۍ په داسې ناسمو تګلارو روان دي چې دوښمني پیدا کوي."

محمود خان اڅکزي چې د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند او د پاکستان د قانون ساتنې غورځنګ مشر هم دی د جمعې پر ورځ د پاکستان په پارلمان کې د اپوزیسیون مشر شو.

د ښاغلي اڅکزي د ټاکل کېدو دا غوښتنه د تحریک انصاف ګوند له خوا شوې وه چې بالاخره یې د جنورۍ پر ۱۶مه د اپوزیسیون مشري ومنل شوه.

اوس په قانوني ډول د پاکستان په ملي اسمبلۍ کې د اوسني لومړي وزیر شهباز شریف وروسته محمود خان اڅکزی دویم ځواکمن او مهم کس بلل کېږي.

ښاغلي اڅکزي په خپله لومړۍ وینا کې د افغانستان په اړه د پاکستان د څو لسیزو تګلارې وننګولې او له پاکستان څخه یې د افغان کډوالو د ایستلو روان چټک بهیر هم له قانوني پلوه ناسم وباله.

ښاغلی اڅکزی چې د پاکستان د قانون ژغورنې غورځنګ مشر هم دی وايي " د نواز شریف صاحب په حکومت کې یوه پارلماني کمیټه جوړه شوه. زه، عمران خان ، فضل الرحمن ، بیزنجو، سراج الحق او د ایم کیو استازي یې غړي وو. موږ ټولو په دې پریکړه وکړه چې دلته پیدا شویو افغانانو ته دې تابعیت ورکړل شي. "

هغه وویل له ۴۰ کلونو راهیسې دلته د افغانستان د بېلابېلو قومونو ازبک، تاجک، ترکمن، نورستاني او نورو قومونو خلک چې دویمه ژبه یې اردو شوې ولې د پاکستان له خوا داسې شړل کېږي چې تربګنۍ او دوښمني پیدا کوي.

د پاکستان یو شمېر پخواني لومړي وزیران چې هلته کې زېږیدلي افغانانو ته د تابعیت ورکولو پلوي وو

کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

ښاغلي اڅکزي ادعا کړې چې د پاکستان پخواني لومړي وزیر نوازشریف په پاکستان کې زېږېدلو افغان ماشومانو ته د تابعیت د ورکړې په اړه د پارلماني کمیټې له پرېکړې ور ها خوا د ټولو افغان کډوالو د منلو پلوی و او وايي " ماته نواز شریف صاحب آن وویل چې دې کې څه بده خبره ده چې دلته ټولو میشتو افغانانو ته تابعیت ورکړو."

له نوازشریف وروسته په ۲۰۱۸م کال کې د پاکستان بل پخواني لومړي وزیر عمران خان اعلان کړی و چې د افغانستان او بنګله دېش هغو کډوالو ته چې دلته زېږېدلي د پاکستان تابعيت ورکوي.

نوموړي ویلي و'' د نړۍ هر هېواد کې داسې کېږي، که امریکا کې څوک وزېږي، د امریکا پاسپورټ ورکول کېږي. موږ دلته ولې له دې خلکو سره ظلم کوو؟ دا انسانان دي! دا څنګه کېدای شي، چې خلک له درېیو، څلورو یا پنځو لسیزو دلته اوسي او موږ دوی محروم وساتو.''

د عمران خان دا اعلان د افغان کډوالو د راتلونکي په اړه یو بې سارې لویه پرېکړه بلل شوې وه.

له لومړۍ درجې سیاسي چارواکو ور ها خوا د پاکستان سترې محکمې هم په ۲۰۲۲م کال کې ورته اعلان کړی و.

د محکمې په پرېکړه کې راغلي " ټولو هغو افغانانو ته دې چې په دې هېواد کې د کډوالو له میندو او پلرونو زېږېدلي او د زېږېدو سند ولري، پاکستاني تابعیت ورکړل شي."

پاکستان کې په دې کچه له اعلانونو اټکل کېده چې ښایي لسګونه زره افغان کډوال به د تابعیت قانوني حق ولري خو د راپورونو له مخې په وروستیو کې هلته د افغان کډوالو ضد تګلارې نه معلومیږي چې په پرلپسې ډول دغه هېواد کې د افغان کډوالو ژوند خورا تریخ شوی، هغه چاره چې پاکستان کې یو شمېر سیاستوال یې د کډوالو او بشري حقونو ضد او د پاکستان بهرني سیاست ناکامي بولي.

د پاکستان قانون څه وايي؟

قانون

د عکس سرچینه، Getty Images

د پاکستان د لږ تر لږه دوه پخوانیو لومړیو وزیرانو او محکمې له اعلانونو ور ها خوا د پښتونخوا ملي عوامی ګوند، عوامي نېشنل ګوند او ځېنو نورو ملتپالو ګوندونو او شخصیتونو څو وارې دا غوښتنه کړې چې پاکستان کې مېشت افعان کډوالو ته باید د اوسیدو قانوني حق ورکړل شي.

پاکستان کې یوازې افغان کډوال هم نه دي بلکې له برما راغلي مسلمانان، ۱۹۷۱ کال له پاکستانه د بنګله دېش جلا کېدو پر مهال پاتې شوي بنګالیان او یا د پاکستان او هند د وېش پر مهال د هند له بهار ایالته بنګله دېش ته کډوال شوي مسلمانان هم دي، چې د بنګله دېش له رامنځته کېدو وروسته یې ډېر شمېر د پاکستان سند ایالت ته لاړل.

کره شمېر یې نه دی معلوم خو په اټکلي ډول ویل کېږي چې شمېر یې پنځه میلیونه خلکو ته رسیږي.

د پاکستان د قانون له مخې د پاکستان تابعیت اخېستلو په اړه شرایط مختلف دي.

په عمومي ډول قانون وايي چې که د کوم نوې زېږیدلي ماشوم مور او پلار په دغه هېواد کې کوم قانوني حیثیت ولري نو ماشومانو ته ېې تابیعت ورکول کیدی شي.

خو دا پرېکړه بیا په بېلابېلو نورو اسنادو او شرایطو پورې تړل شوې.

راپورونه وایي، د نویو زېږیدلو ماشومانو په اړه پخوانیو اعلانونو او پرېکړو ته په کتو د پاکستان اوسنۍ تګلاره چې له یوې مخې یې د ټولو افغانانو د شړلو اعلان کړی په قانوني او بشري ډول ننګول کیدای شي.

پاکستان کې زېږیدلي او لوی شوي افغانان

افغان کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

په‌ پاکستان کې د افغان کډوالو یوه ډله داسې ده چې" پي او آر کارډ لرونکي" دي چې دوی راجستر یا ثبت شوي کډوال هم بلل کېږي، دوی د ملګرو ملتونو د کډوالۍ یا UNHCR قانوني اسناد لري.

بلې ډلې ته بیا افغان سیټیزن کارډ لرونکي ویل کېږي، دا هغه افغانان دي چې د کډوالۍ اې سي سي ثبت شوي اسناد لري.

او بله ډله هغه افغان کډوال دي چې هېڅ قانوني سندونه نه لري.

د پاکستان او طالبانو حکومت تر منځ د اړیکو تر ترینګلیتا او پاکستان کې د امنیتي وضعیت له خرابیدو سره دا ټول افغانان په یوه وخت د ایستلو له ګواښ سره مخامخ دي او پاکستان یې په کتلوي شکل د ایستلو چټکه لړۍ پیل کړي.

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر نجیب‌ الله علي‌ خېل بي بي سي ته وویل، په پاکستان کې زېږیدلو افغان ماشومانو ته د تابعیت ورکړې ته ښآيي د ځينو سیاستوالو لېوالتیا وه خو د ده په ټکو په دې اړه عملا هیڅ ګام نه دی اخېستل شوی.

د معلوماتو پر بنسټ پاکستان د کډوالو تابعیت اړوند د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱ کنوانسیون برخه نه دی او له همدې کبله د کډوالو د ژوند او حقونو اړوند ځان ډېر مکلف نه بولي.

د ښاغلي علي‌ خېل په وینا د تابعیت ورکړه په ټوله نړۍ کې یوه اوږده حقوقي موضوع ده چې پاکستان غوندې هېواد کې لا ډېرې پیچلتیاوې لري.

تازه د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویلي د روان کال د جنوري په لومړیو لسو ورځو کې، په پاکستان کې د افغانانو د نیولو او توقیف شمیره ۱۸ سلنه لوړه شوې او په تېرو څلورو میاشتو کې په پاکستان کې له ۱۳۰،۰۰۰ څخه ډیر افغانان نیول شوي دي.