د ټرمپ د غزې 'سولې بورډ' کې څوک څوک شامل دي؟

بورڈ آف پیس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، جارېډ کوشنیر او اجی بانګا
    • Author, کلیېر کینان
    • دنده, بي‌‌بي‌سي نیوز

سپینې ماڼۍ د غزې لپاره د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې د 'سولې بورډ' د غړو نومونه خپاره کړي دي.

د دغه بورډ مشري پخپله ډونلډ ټرمپ کوي او د هغو فلسطیني تیکنوکراتانو کار به څاري چې د غزې بیارغونې او په لنډمهاله توګه د مدیریت دنده پر غاړه لري.

د سپینې ماڼۍ په وینا، د سولې د دغه بورډ هر غړی به د یو لړ چارو مسوولیت ولري چې "په غزه کې د ثبات ټینکښت لپاره خورا مهمې دي."

سپینې ماڼۍ که څه هم د سولې بورډ غړي اعلان کړي، خو تر اوسه لا دا روښانه نه ده چې د بورډ کوم غړي ته به کوم مسوولیت وسپارل شي.

په دغه بورډ کې څوک دي؟

سر ټوني بلیر

بورڈ آف پیس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سر ټوني بلیر اور ډونلډ ټرمپ

دا یادونه له اوږدې مودې راهیسې کېده چې د بریتانیا پخوانی لومړی وزیر ټوني بلیر د ولسمشر ټرمپ د 'سولې بورډ' احتمالي غړی دی، او تېر کال پخپله د امریکا ولسمشر هم تایید کړه چې بلیر له دغه بورډ سره یو ځای کېدو ته لیوالتیا ښودلې ده.

د کارګر ګوند دغه پخوانی مشر له ۱۹۹۷ تر ۲۰۰۷ پورې د بریتانیا لومړی وزیر و.

د یادونې ده چې په ۲۰۰۳ کال کې بریتانیا د ښاغلي بلیر په مشرۍ پر عراق برید کې برخه واخیسته.

له همدې کبله ښايي ځینې کسان د ولسمشر ټرمپ د سولې بورډ کې د هغه پر غړیتوب نیوکه وکړي.

بلیر د لومړي وزیر په توګه له دندې وروسته، له ۲۰۰۷ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې په ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، متحدو ایالتونو او روسیه کې د منځني ختیځ د استازي په توګه دنده ترسره کړه.

دی د ټرمپ د سولې بورډ کې یوازینی غړی دی، چې امریکایی نه دی.

هغه مخکې غزې لپاره د ټرمپ پلانونه په دې تراړه کې د "دوه کلنې جګړې، کړاو او بدبختۍ پای ته رسولو لپاره غوره چانس" بللی و.

مارکو روبیو

د بهرنیو چارو وزیر په توګه مارکو روبیو د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ مرکزي لوبغاړی دی.

هغه مخکې تر دې چې ټرمپ ولسمشر شي، په غزه کې د اوربند مخالفت کاوه.

نوموړي وویل دی غواړي چې اسراییل "د حماس ټول عناصر له منځه یوسي."

په هره توګه، هغه وروسته د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند تړون لومړی پړاو وستایه، او دا یې د شخړې "یوازینۍ" او "غوره" حل وباله.

مارکو روبیو تېر کال د اسراییل پارلمان لخوا د نیول شوي لویدیزې غاړې د الحاق پر اړوند اقدام نیوکه هم وکړه.

سټیو ویټکاف

دی د املاکو سوداګر، د ولسمشر ټرمپ د ګلف ملګری او منځني ختیځ لپاره د هغه ځانګړی استازی دی.

اوس سپینې ماڼۍ ویلي، چې نوموړی به د 'سولې بورډ' سره غړی هم وي.

روانه میاشت غزې لپاره د ولسمشر ټرمپ د پلان دویم پړاو هم سټیو ویټکاف اعلان کړ، چې د غزې بیارغونه، په بشپړه توګه غیر نظامي کول او د حماس بې وسلې کول به پکې شامل وي.

نوموړي وویل دی هیله‌من دی چې حماس به د تړون له مخې "خپل مکلفیتونه په بشپړه توګه پر ځای کړي" کنه له "جدي پایلو" سره به مخامخ شي.

جارېډ کوشنر

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ زوم، جارېډ کوشنر هم د هغه د ادارې په بهرنۍ پالیسۍ او خبرو اترو کې مهم رول لوبولی دی.

هغه له اوږدې مودې راهیسې له سټیو ویټکاف سره د روسیې او اوکرایین او همدا راز اسراییل او غزې ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره د منځګړي په توګه کار کړی.

هغه د تېر کال نومبر کې د اسراییلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د سولې تړون په اړه د خبرو اترو لپاره لیدلي وو.

کوشنر ۲۰۲۴ کال په هارورډ پوهنتون کې د یوې وینا پر مهال وویل چې "که خلک د خپل کاروبار په پراخولو تمرکز وکړي، نو د غزې ساحل کې موجود ملکیتونه خورا ارزښتناک پریوتی شي."

مارک رووان

بورڈ آف پیس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، مارک روون

میلیاردر کاروباري مارک روون په نیویارک کې د یو لوی خصوصي شرکت 'اپولو ګلوبل منجمنټ' اجراییوي رییس دی.

کله چې ډونلډ ټرمپ دویم ځل ولسمشر شو، داسې ګنګوسې هم وې چې مارک رووان ښايي د خزانې وزیر شي.

اجی بانګا

د نړیوال بانک رییس اجی بانګا په خپله اوږده کاري مخینه کې د پخواني ولسمشر بارک اوباما په ګډون له ګڼو سیاستوالو سره مرسته او ګډ کار کړی دی.

بانګا په ۱۹۵۹ کال هند کې زېږېدلی او په ۲۰۰۷ کال کې یې د امریکا تابعیت ترلاسه کړی دی.

هغه وروسته یوه لسیزه د ماسټر کارډ د اجراییوي رییس په توګه هم دنده ترسره کړه.

د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن هغه په ۲۰۲۳ کال کې د نړیوال بانک مشر وټاکه.

رابرټ ګابریل

رابرټ ګابریل د امریکا د ملي امنیت ټیم او د 'اجرایوي بورډ' وروستی غړی دی.

ګابریل له ۲۰۱۶ کال راهیسې له ټرمپ سره کار کوي او د پي‌بي‌ایس په وینا، له هماغه راهیسې د ټرمپ د سلاکار سټیفن میلر د ځانګړي مرستیال په توګه دنده ترسره کوي.

نیکولای ملادینوف

بورڈ آف پیس

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، نکولای ملادینوف

د سپینې ماڼۍ د اعلامیې له مخې، بلغاریایي سیاستوال نیکولای ملادینوف به هم په غزه کې د سولې بورډ استازی وي.

دی به د غزې د ادارې ملي کمیټې (NCAG) په نوم د یوې جلا ۱۵ کسیزې فلسطیني تخنیکي کمیټې څارنه کوي.

د اېن‌سي‌اې‌جي مشري به د فلسطین د ادارې پخوانی مرستیال وزیر علي شاث کوي.

دمګړی که څه هم د ټرمپ د سولې پلان د لومړي پړاو له مخې په غزه کې د حماس او اسراییل ترمنځ اوربند شوی، خو دغه اوربند نازک دی، او دواړه خواوې یو بل په پرله پسې سرغړونو تورنوي.

غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت په وینا، د اوربند له پیل راهیسې د اسراییلو په بریدونو کې نږدې ۴۵۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

هممهاله د اسراییلو پوځ وايي چې په دې موده کې د دوی درې سرتیري هم د فلسطیني ډلو په بریدونو کې وژل شوي.

د ملګرو ملتونو په وینا، په سیمه کې بشري وضعیت لاهم خراب دی.

په غزه کې جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۷ مه د اسراییلو پر سویل کې د حماس په مشرۍ له برید وروسته پیل شوه، چې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان پکې ووژل شول او ۲۵۱ نور یرغمل شول.

د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت په وینا، له هغه وخت راهیسې په غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې له ۷۱ زره ۲۶۰ ډېر کسان وژل شوي دي.