هغه ماشومتوب چې بمونو غلا کړ: د جګړې په تیارو کې د ماشومانو مات زړونه

An image in black and white of young children sitting on the ground and looking up, one of them has a beard and moustache drawn on his face in pen
    • Author, فرګال کین
    • دنده, ځانګړی خبریال

خبرداری: په دې مقاله کې د جګړې په سیمو کې پر ماشومانو د شخړو د اغېزو او د ټپونو د داسې تفصیل یادونه شوې چې ښايي د ځینو لوستونکو لپاره ځوروونکې وي.

لومړۍ پېښه دا ده چې د عبدالرحمن پلار ووژل شو. پر کور یې د اسرائیلو هوايي برید وشو. د هلک ۲۹ کلنه مور، اسما النشاش وایي: "هغه یې ټوټې ټوټې راوایست."

وروسته د ۲۰۲۴ کال د جولای پر ۱۶مه، د غزې په مرکزي برخه کې د نصیرات پر یوه ښوونځي هوايي برید وشو. یوولس کلن عبدالرحمن سخت ټپي شو. ډاکتران اړ شول چې د هغه یوه پښه پرې کړي.

د هغه رواني حالت ورو ورو خراب شو.

مور یې اسما یادونه کوي: "هغه به خپل وېښتان راکاږل او ځان به یې په زور واهه. هغه ته یو ډول خپګان پیدا شوی و؛ خپل ملګري به یې لیدل چې لوبې کوي او منډې وهي… او دی به یوازې ناست و".

کله چې ما د ۲۰۲۵ کال د مې په میاشت کې د اردن په یوه روغتون کې له عبدالرحمن سره ولیدل، هغه ګوښه، خاموش او محتاط ښکارېده. لسګونه ماشومان د درملنې لپاره له غزې دغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

هغه راته وایي: "موږ به بېرته غزې ته ستنېږو. هلته به مړه کېږو".

عبدالرحمن د هغو زرګونو ځورېدلو ماشومانو له ډلې دی چې ما د جګړو د راپور ورکولو په نژدې څلورو لسیزو کې لیدلي دي. د ځینو څېرې زما په حافظه کې تل پاتې دي.

ځینې داسې، لکه پرون مې چې لیدلي وي. دا څېرې زموږ په زمانه کې پر ماشومانو د شوي وحشت ژورتیا انځوروي.

Children sit in a destroyed car in Rafah, on the southern Gaza Strip on February 28, 2024

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

Children walk with a dog past destroyed buildings along a street in Khan Yunis in the southern Gaza Strip on July 8, 2024

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

A Palestinian child in the Gaza Strip, holding onto adult sized shoes

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، په غزه کې په سلګونو زره ماشومانو له دوو کلونو اوږدې جګړې په جریان کې ژوند کړی دی

لومړۍ پېښه د ۱۹۸۰مو کلونو په منځ کې د اریتېریا پر یوه غونډۍ وشوه. اډونای میکایل یو ماشوم و چې د اېتیوپیا د ناپالم برید قرباني شوی و.

هغه په سخت درد کې ژړل او باد به یې پر ټپونو دوړې الوځولې.

د هغه چیغې او د سترګو د مطلق درد انځور دومره اغېزناک و چې زه له هغې خېمې وتښتېدم چېرې چې زما درملنه کېده.

څو کاله وروسته په بېلفاسټ کې، هغه هلک را په یاد شو چې د خپل پلار د تابوت تر شا روان و؛ پلار یې د ایرلنډي پوځ له‌خوا په یوه چاودنه کې وژل شوی و. ما تر هغه مخکې هېڅکله د چا په سترګو کې دومره تشوالی نه و لیدلی.

د سیرالیون د کورنۍ جګړې پر مهال، هغه نجلۍ وه چې د یوه مست ملېشه‌وال له‌خوا یې لاسونه پرې شوي وو؛ له سوېتو د هغه ماشوم انځور راسره دی چې له خپلې مور سره یې د خپل کور مخې ته د یوه وژل شوي کس وینه پاکوله او په رواندا کې هغه هلک چې کله مې ترې وپوښتل ولې نور ماشومان ورته "ګرنېډ" وایي، نو مات شو ـ دا د بې‌حساسۍ هغه شېبه ده چې زه تل پرې پښېمانه یم.

هغه په یوه چاودنه کې ټپي شوی و چې پکې یې مور او پلار وژل شوي وو.

شمېرې د ناورین ستره کچه روښانه کوي.

د سولې د څېړنو د اوسلو انستیتیوت د شننې له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې ۵۲۰ میلیونه ماشومان د شخړو په سیمو کې اوسېدل، یعنې د نړۍ له هرو پنځو ماشومانو یو.

دا اټکل د جګړو د ریکارډونو او د نفوس د معلوماتو د یوځای کولو له لارې شوی دی.

پروفیسوره تریزا بېتانکورټ، چې د پخوانیو ماشوم سرتېرو په اړه د "له سیورو تر رڼا" کتاب لیکواله ده، دا وضعیت "له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې تر ټولو لوی بشري ناورین" بولي.

هغه خبرداری ورکوي چې رواني صدمه اوږدمهاله اغېزې لري.

"دا کولی شي په وړو ماشومانو کې د دماغ د ودې پر جوړښت اغېز وکړي او د زدکړې، چلند او هم د فزیکي او رواني روغتیا لپاره د ټول عمر لپاره پایلې ولري".

خو که د ماشومانو پر ذهنونو د جګړې د اغېزو په اړه دومره ډېرې څېړنې شوې دي، نو څه شی مرسته کولی شي؟

دا پوښتنه تر بل هر وخت ډېره مهمه ده، په ځانګړي ډول د هغو څوګونو نړیوالو شخړو له امله چې میلیونونه ماشومان یې اغېزمن کړي دي؛ له هغو سوداني ماشومانو چې په اکتوبر کې یې د دارفور په الفاشر ښار کې خپلې میندې او خویندې د ملیشه‌والو له‌خوا د جنسي تېري شاهدان وو؛ هغو ماشومانو ته چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه حماس اسرائیلیان وتښتول او ډېرو یې د خپلو کورنیو او ګاونډیانو وژل کېدل ولیدل؛ د اوکرایین د بوچا ماشومانو ته چې مور او پلار یې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په میاشت کې د روسي ځواکونو له‌خوا په ډله‌ییزه توګه ووژل شول او سلګونه زره هغو ماشومانو ته چې د عبدالرحمن په څېر، چې غزه کې یې له دوو کلونو اوږده جګړه وزغمله.

Sudanese people queuing for food

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

Sudanese refugees getting food at a transit camp near the Sudan-Chad border

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سوداني کډوال په ۲۰۲۵ کې

زه باید خپل شخصي اړخ څرګند کړم. ما د ټراما وروسته رواني اختلال یا (PTSD) تجربه کړی دی؛ هم د ماشوموالي پر مهال په یوه ګډوډه کورنۍ کې او وروسته د بالغ کس په توګه.

د جګړې او نسل‌ وژنې د لیدو له امله.

که څه هم دا د ماشوم په توګه د جګړې له تجربې سره توپیر لري، خو د دې نښې نښانې ما ته معلومې دي: شدید اضطراب، ډېر احتیاط او تل په خطر پسې په څار کې اوسېدل (هایپر وېجیلنس)، ناڅاپي یادونې (وروسته ټکانونه)، بد خوبونه او خپګان. دا نښې دومره سختې وې چې څو ځله مې روغتون کې بستر کېدو ته اړتیا پیدا کړه.

شخصي تجربه زه دې ته ډېر لېواله کړې یم چې پوه شم ماشومان د داسې حالاتو پر وړاندې څنګه غبرګون ښيي او څنګه ورسره چلند کېږي.

د سري پوهنتون د ارواپوهنې پروفیسور مایکل پلوېس وایي: "په بېلابېلو څېړنو کې شواهد ډېر پیاوړي دي چې جګړې او بې‌ځایه کېدو ته مخامخېدل د رواني روغتیا د ستونزو له لوړ خطر سره تړاو لري."

هغه د سوریې د جګړې د کډوالو د ماشومانو په اړه اوږدمهاله څېړنې کړې دي او د عمومي پایلو له ترلاسه کولو خبرداری ورکوي. هغه وایي: "دا مهمه ده چې ومنو ماشومان په خپلو غبرګونونو کې له یو بل سره توپیر لري".

بېلابېل عوامل پر پایلو اغېز کولی شي. ماشوم څومره موده له دردوونکو پېښو سره مخامخ و؟ ایا فزیکي ټپي شوی و؟ ایا په خپل ژوند کې یې کوم مهم کس له لاسه ورکړی، یا یې د هغه وژل کېدل او یا ټپي کېدل لیدلي؟ ایا له پېښو وروسته یې فزیکي خوندیتوب او عاطفي ملاتړ درلود؟

د بوسنیا ـ هرزېګوینا د ۲،۹۷۶ ماشومانو په یوه بېلګه کې، چې ټول د جګړې له اغېزو تېر شوي وو او عمرونه یې د نهو او څوارلسو کلونو ترمنځ وو، له دروونکې پېښې وروسته د نښو او د غم نښو لوړې کچې ثبت شوې دي.

A black and white image of some children's leg prosthetics

د عکس سرچینه، Getty Images

A young boy being pulled on a sledge in winter

د عکس سرچینه، Getty Images

Black and white image of young children pictured Sarajevo

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، بوسنیا هرزیګوینا: په سرایوو کې ماشومان

خو د اوږدمهاله روغتیايي زیان احتمال هم شته؛ لکه د زړه ناروغۍ او د بدن د دفاعي سیستم (اتوانومي) ستونزې، چې له "زهرجن فشار" سره تړاو لري. دا هغه حالت دی چې بدن د کورټیزول او کټیکولامینونو په څېر هورمونونو څخه ډک شي، هغه هورمونونه چې اډرېنالین تولیدوي.

همدارنګه د څېړنې یو مخ پر ودې ډګر شته چې "ایپي‌جنیټیکس" بلل کېږي. دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا د یو نسل ټراماتیکې تجربې کولای شي په راتلونکو نسلونو کې د دې له لارې راڅرګندې شي چې زموږ جینونه څنګه چلن کوي او فعالېږي.

ایا موږ د رواني روغتیا د خرابوالي، روږدیتوب یا نورو روغتیايي ستونزو پر وړاندې ډېر حساس کېږو که زموږ په کورنیو کې د دردوونکو پېښو تاریخ موجود وي؟ او په دې کې د جنیټیک رول څومره دی او څومره یې زموږ د کورنۍ جوړښتونو او د ورځني ژوند له شرایطو سره تړاو لري؟

پر نسلونو اغېزې

ایپي‌جنیټیکس د ساینسي څېړنو یو موقتي او تر بحث لاندې ډګر دی، چې لا هم پکې ډېر څه زدکول پاتې دي.

پروفیسور پلوېس وایي: "زما په اند داسې شواهد شته چې ټراما یو ډول له یوه نسل څخه بل ته لېږدېږي. د دې لېږد ډېره برخه، یا ښايي ډېره یې، د ټولنیزو کړنو له لارې ترسره شي نه د بیولوژیکو لارو، خو داسې نښې هم شته چې ځینې ایپي‌جنیټیک عوامل هم رول لري."

خو د استانبول د چلند اړوندو علومو د مرکز مشر پروفیسور متین باش‌اوغلو په دې اړه شکمن دی. سره له دې، هغه وایي امکان شته چې د مزاج ځینې ځانګړتیاوې (لکه هغه تمایلات چې په جنیټیک ډول له یوه نسله بل ته لېږدېږي) ځینې خلک د ټراماتیکو پېښو پر وړاندې لا ډېر زیان‌من کړي.

کله چې ما د خپل PTSD په اړه د یوه کتاب لپاره څېړنه کوله، د دې برخې له یوه مخکښ بریتانوي متخصص سره مې خبرې راپه یادېږي؛ پروفیسور سایمن وېسلي، چې د شاهي ارواپوهانو د ټولنې پخوانی مشر و.

ما ترې وپوښتل چې ایا زما خپله کورنۍ سابقه - لکه نیکونه مې چې د ایرلنډ د لوږې پر مهال زېږېدلي وو او نیا مې چې په ۱۹۲۰مو کلونو کې د جګړې له تجربو سخته ټراما لیدلې وه - ښايي زه د PTSD لپاره په جنیټیک ډول لا ډېر چمتو کړی یم؟

هغه راته وویل: "د دې معلومولو هېڅ لاره نشته، پرته له دې چې د هماغې سیمې له یوه استازولي کوونکې نمونې سره څېړنه وشي، چې نیکونه یې په هماغه ځای کې زېږېدلي وي او له هماغو شرایطو سره مخامخ شوي وي. دا پر یوه کس نشي کېدای"…

هغه زیاته کړه: "هغه څه چې زما په اند درک کول یې ډېر اسانه دي او زما په فکر تر ټولو پیاوړی اغېز لري، زموږ د شالید اغېز دی. او دا بالکل ناشونې ده چې ته په هغه کورنۍ چاپېریال کې لوی شوی یې، له هغو علاقو سره چې لرې او دا به پر تا اغېز نه وي کړی. "

Two boys gesture as a Syrian refugee family moves in a car loaded with belongings

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

Girls stand next to a tent at a camp for internally displaced people in Syria's northern province

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، پروفیسور پلویس د سوریې د جګړې د کډوالو د ماشومانو په اړه اوږدمهاله څېړنه کړې او د انګیرنو پر وړاندې خبرداری ورکوي.

په پراخه کچه دا منل شوې ده چې دردونکې پېښه یا "ټراما" د ټولې کورنۍ کړکېچ دی.

موضوع یوازې دا نه ده چې ماشوم څه ویني یا ترې ژوندی پاتې کېږي؛ بلکې پر لويانو هم ژور اغېز لري.

پروفیسوره بېتانکورټ وایي: "ماشومان په جګړه‌ییزو سیمو کې نه یوازې د پالونکو له مړینې او دردناکو بېلتونونو سره مخ وي، بلکې هغه پالونکي چې خپله د ټراما او کړاو تجربه کوي، ښايي دومره ذهناً او عاطفاً حاضر نه وي چې خپل ماشومان د جګړې له وحشتونو خوندي کړي او سمه لارښوونه ورته وکړي."

د سوریایي کډوالو ترمنځ د پروفیسور پلوېس څېړنې هم دا خبره تاییدوي.

د هغو ماشومانو په ډله کې چې ۸۰ سلنه یې د یوه څخه د ډېرو رواني اختلالونو له خطر سره مخ ګڼل شوي وو، د کورنۍ شرایط بنسټیز رول درلود.

شاوخوا ۱۶۰۰ کورنیو د یوې څېړنې برخه واخیسته چې په ۲۰۲۲ کال کې په لبنان کې د سوریایي کډوالو په اړه خپره شوه. پروفیسور پلوېس وایي د ماشومانو د ژوند شرایطو (لکه خوندي استوګنځای ته لاسرسی، خواړه او ښوونځی) د هغوی د رواني روغتیا لپاره "نژدې لس برابره ډېر اټکل‌ کوونکي" ثابت شول.

هغه ماشومان چې په سالم ډول ورسره عیار شوي وو، ښايي "داسې ټولنیز چاپېریال یې درلود چې ډېر ساتندوی و؛ کېدای شي مور او پلار یې توانېدلي وي چې هغوی وساتي؛ کېدای شي نژدې ملګرتیاوې او اړیکې یې لرلې وي؛ یا ښوونځي ته لاسرسی یې درلود. دا ټول هغه بهرني عوامل دي چې د جګړې د تماس منفي اغېزې کمزورې کوي."

په بریتانیا کې د دې پوهې ریښې دویمې نړیوالې جګړې ته رسېږي او د هغو ماشومانو تجربو ته چې د بلیتز پر مهال یې ژوند کاوه- هغه اته میاشتې چې د ۱۹۴۰ کال د سپتمبر او د ۱۹۴۱ کال د مې ترمنځ د جرمني هوايي بریدونه روان وو.

Children to be evacuated from London having a gas-mask drill

د عکس سرچینه، Getty Images

Children with their rescued toys in 1940

د عکس سرچینه، Hulton-Deutsch Collection/Corbis via Getty Images

A row of toddlers, evacuated from London during the Blitz, have their feet inspected at their new home

د عکس سرچینه، Fox Photos/Getty Images

د عکس تشریح، پروفیسور پلوس وايي: "شواهد خورا قوي دي [...] د جګړې او بې ځایه کېدو سره مخ کېدل د رواني روغتیا ستونزو له لوړ خطر سره تړاو لري."

د لندن کینګز کالج پروفیسور اېډګر جونز د جګړې پر مهال د ګریټ اورمونډ سټریټ د ماشومانو په روغتون کې د ۲۱۲ هغو ماشومانو یوې څېړنې ته اشاره کوي چې درملنه یې شوې وه. کله چې څېړونکي په ۱۹۴۹ کال کې یعنې د جګړې له پای ته رسېدو څلور کاله وروسته بېرته همدغو ماشومانو ته ورستانه شول، وموندل شول چې یوازې ۲۱ سلنه یې رغېدلي وو.

په دې پایله کې د مور او پلار رول هم مثبت او هم منفي، د یوې مهمې موندنې په توګه راڅرګند شو.

پروفیسور جونز وایي: "د بمبارۍ پر وړاندې د ماشوم د غبرګون شدت د مور او پلار له غبرګونه اغېزمن بلل کېده؛ یعنې دا چې ایا هغوی د ماشوم اضطراب زیاتوي که یې اراموي".

پر وېرې برلاسی کېدل او د کنټرول ټینګول

زما د خپلې تجربې له مخې، درملنې او درملو راسره مرسته وکړه، خو د کورنۍ او ملګرو دوامدار ملاتړ هم ډېر مهم و.

د پاملرنې او مینې د اړیکو له ځواک پرته زه باور نه لرم چې له هغې تیارې ووتلی شم.

زه دې ته هم وهڅول شوم چې له هغه هر څه څخه د ډډه کولو عادت سره مخامخ شم چې کېدای شي د ټراما یادونه راته وکړي.

د بېلګې په توګه، ما د اوږدې مودې لپاره افریقا ته له سفره ډډه کوله، ځکه وېره مې لرله چې یوازې هلته موجودیت به د رواندا د نسل‌ وژنې یادونه راژوندۍ کړي.

خو زما درملګر ورو ورو وهڅولم چې له دې وېرې سره مخامخ شم. دې څو کاله وخت واخیست، خو بالاخره بېرته ستون شوم او لا هم هغو ځایونو ته ځم چې زما د خوښې ځایونه دي.

پروفیسور متین باش‌اوغلو د هغه څه مخکښ و چې د CFBT په نوم پېژندل کېږي؛ یعنې "پر کنټرول ولاړه چلند‌ اړوند درملنه". دا طریقه یې د ۱۹۹۹ کال د ترکیې د زلزلې له ژوندي پاتې شویو کسانو ترمنځ وکاروله، هغه زلزله چې شاوخوا ۱۸ زره کسان یې ووژل.

د دې طریقې بنسټیز نظر دا دی چې فرد وهڅول شي د پېښې د بیا تکرار له وېرې خپل کنټرول بېرته ترلاسه کړي. د هغو ماشومانو په قضیه کې چې تل به یې له مور او پلار سره نښتېدل، هڅه دا وه چې هغوی ورو ورو په یوازې ویدېدو روږدي شي.

پروفیسور باش‌اوغلو وایي: "کله چې دوی پر خپلې وېرې برلاسي شي، له وېرې سره تړلي د دردوونکې پېښې ټولې فشاري نښې هم ښې کېږي."

اسرائیلي ارواپوهان چې د د اکتوبر د ۷مې له بریدونو وروسته د حماس له اسارته خوشي شوو ماشومانو سره کار کوي، هم د کنټرول د احساس د بېرته ټینګولو پر اهمیت ټینګار کوي.

A teddy bear is seen left on the ground near the bomb shelter of a kibbutz home attacked by Hamas

د عکس سرچینه، Getty Images

A child rides a bicycle past a banner dedicated to hostages since the 7 October attack

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

A father comforts his daughter after the first helicopter arrived carrying hostages to Bellinson Hospital in Israel

د عکس سرچینه، Getty Images

په یوه مقاله کې چې د (د ماشومانو او ځوانانو ارواپوهنه او رواني روغتیا) مجلې لپاره لیکل شوې، د اسرائیلي متخصصینو یوې ډلې ویلي چې دا د هغو ژوندي پاتې شویو کسانو لپاره د معلوماتو او د څرګندونو د فضا په ورکولو سره ترلاسه کېږي، حال دا چې د دوی اړتیاوې او غږونه اورېدل کېږي.

خو بریالۍ مداخلې ډېر وخت د دې پر جوړولو پورې تړلې وي چې یو باثباته چاپېریال رامنځته شي، چېرې چې د وژل کېدو یا ټپي کېدو وېره د تل لپاره موجوده نه وي.

پروفیسور پلوېس وایي: "هغوی ته دا هم پکار ده چې مور او پلار یې روغ رمټ وي، په خوندي ځای کې ژوند وکړي، ښوونې ته لاسرسی ولري، ورځنی نظم ولري او یو څه اټکل شوې چارې ولري".

دا په هغو سیمو کې چې جګړې ځپلي دي، ډېر کم یقیني کېږي. اوربند ماتېږي. جګړه‌ییز کرښې ټینګې پاتې کېږي او بې ځایه شوي کسان په کمپونو کې بند پاتې دي.

"موږ انسانان نه ګڼل کېدو"

خو بیا هم، د خوندي ځای په اړه دغه خبرې زما په ذهن کې زما ملګرې بیتا را ژوندۍ کوي او هغه توپیر چې ثبات یې په ژوند کې راوړی و.

هغه ۱۵ کلنه وه کله چې د رواندا نسل‌ وژنه په ۱۹۹۴ کال کې چې د نازيانو د هولوکاسټ راهیسې تر ټولو ستر ډله‌ییز قتل و، پېښه شوه.

شاوخوا ۸۰۰،۰۰۰ کسان، چې ډېری یې د توتسي لږکي قوم غړي وو، په ۱۰۰ ورځو کې ووژل شول.

د خبریال په توګه، ما له کاروان سره سفر وکړ چې لسګونه یتیم ماشومان چې په دوی کې بیتا اوموبیی میرس هم وه، د وژونکو انټراهموې ملېشې له جوړو شویو بلاکونو تېروي.

دا یوه وېورونکې تجربه وه، خو په ځانګړي توګه د هغو ماشومانو لپاره چې کورنۍ یې وژل شوې وې.

له یوې کوڅې تر بلې پورې موږ نه پوهېدلو چې ایا د چړې لرونکو ډلو له‌خوا به برید وشي که نه.

کلونه وروسته، کله چې هغې د خپلو تجربو څېړنه کوله (چې وروسته په کتاب کې خپره شوه، The Convoy)، بیتا له ما سره اړیکه ونیوله.

زه د هغې له ارامۍ او پرانیستې شخصیت اغېزمن شوم. هغې واده کړی، دوه ماشومان لري، په فرانسه کې اوسېږي او اوس یوه بریالۍ لیکواله ده.

هغه وایي: "لومړۍ خبره چې راسره مرسته وکړه، فرانسې ته تبعید و، د نسل‌ وژنې له صحنې لیرې کېدل. ما ځان خوندي وموند، په یو ارام ځای کې، د سرپناه، یوې سرپرستې کورنۍ سره چې زما ټول مادي اړتیاوې یې پوره کړې او له دې فرصت سره چې له یوه روانپوه سره ووینم. زه په سپتمبر کې بېرته ښوونځي ته لاړم او دې هم راسره مرسته وکړه."

A Rwandan girl sitting on a roadside with some luggage

د عکس سرچینه، VCG via Getty Images

A group of people going about their days in Rwanda following the civil war

د عکس سرچینه، Mirrorpix/Getty Images

A child dries her face June 24, 1994 at the Nyarushishi Tutsi refugee camp on the Zaire border in Gisenyi, Rwanda

د عکس سرچینه، Liaison/ Getty Images

د عکس تشریح، هغه نړیوالې شخړې چې په میلیونونو ماشومان یې اغېزمن کړي دي، په ۱۹۹۴ کال کې، په روانډا کې د ۱۰۰ ورځو په موده کې تر ۸۰۰،۰۰۰ پورې خلک ووژل شول.

له بیتا سره یې مور هم یوځای شوه چې هغه هم ژوندی پاتې شوې وه. پلار یې له قتلونو مخکې مړ شوی و.

که څه هم هغه ډېره ارامه وه، خو پاتې شوې وېرې یې درلودې.

یوه شپه هغې په راديو کې د کلاسیکې موسیقۍ د اورېدو پر مهال وېرېدله، د هغې موسیقۍ سره ورته چې د نسل‌ وژنې په شپه د رواندا په راديو کې غږېدله.

د اورلوبې یا د ښکار کوونکو د ډزو غږ هغه په ټولګي کې تر مېز لاندې پټېدو ته اړه کړه، "ځکه چې فکر مې کاوه چې په فرانسه کې جګړه پیل شوې ده".

زه حیران وم چې ایا هغه په قصدي توګه هڅه کوي خپل ماشومان د نسل‌ وژنې د ټراما له میراثه خوندي کړي.

هغه وایي: "ځینې خبرې د خپلو ماشومانو لپاره ویل سخت وي؛ لکه څنګه چې موږ انسان نه ګڼل کېدو، یا څنګه نژدې وه چې جنسي تېری راباندې وشي. د 'ناویلې' اصطلاح د ماشومانو ته د کیسو د وړاندې کولو په وخت کې معنی لري. موږ وېرېږو چې خپله وېره ورباندې خپره کړو."

خو د بیتا لپاره، د ظرافت ساتل ډېر مهم دي.

هغه وایي: "دوی باید د رواندا یوازېنی انځور د نسل‌ وژنې نه وي. ما هغوی ته د خپل ماشوموالي کیسې ویلي او هر ځل چې هلته لاړم، مې هغوی ته مېوې راوړې، چې دوی هم د خوندونو ډک یو هېواد وپلټي."

که څه هم هغه بشپړ او خوشاله ژوند لري، بیا هم بیتا له اضطراب سره مخ ده او د خوب ستونزې د حل لپاره د خپګان‌‌ضد درمل کاروي. زه هم درمل کاروم او لکه بیتا زه دا بار یا بدنامي نه ګڼم.

برعکس، زه ځان خوشبخته ګڼم چې درملنې او درملو ته لاسرسی لرم.

Fergal Keane pictured (top right) when he returned to Rwanda
د عکس تشریح، فرګال کین (له ښۍ خوا دویم) په روانډا کې له نسل وژنې وروسته

د خوندي ټولنې جوړول هم د ډېرو متخصصینو له نظره ډېر مهم ګڼل کېږي.

پروفیسور پلوېس وایي: "هغوی یوازې د رواني روغتیا قربانیان نه دي، دوی کوچني خلک دي چې خپلې علاقې لري او له همدې امله دوی ښوونځي ته اړتیا لري، فرصتونه لري چې یوځای لوبې وکړي، او دا کېدای شي د رواني روغتیا ستونزو د حل په څېر مهم وي چې دوی ورسره مخ دي."

ارواپوهان چې په غزه کې کار کوي، د دې اړتیاوو ښه پوهاوی لري.

داوید موزاردو، چې له "د بې‌پولې ډاکټرانو" سره یې د رضاکار په توګه کار کړی، د ډرونونو او چاودنو په شالید کې د درملنې هڅو په اړه لیکلي دي:

"په غزه کې ژوندي پاتې کېدل ممکن دي، خو له درووونکو پېښو سره مخامخېدل دوامداره دي. هر څه کم دي، ان د راتلونکي په اړه فکر هم نشته. د خلکو لپاره تر ټولو لوی کړاو د نن ورځې نه دی، بمونه، جګړه او غم، بلکې د پایلو په اړه دی. پر سولې او بیا جوړونې ډېر لږ باور شته او هغه ماشومان چې ما په روغتون کې ولیدل د بېرته ستنېدو څرګندې نښې یې ښودلې."

په ویجاړه غزه کې ممکنه ده چې اوسنی اوربند دایمي سوله شي، د بیا رغونې، د کورنۍ ژوند او ښوونې د بیا پیل اجازه ورکړي. ممکنه خو هېڅکله یقیني نه ده. په سودان کې د سولې خبرو د بیا پیل هڅې روانې دي، خو د دې پایلې لپاره لږ هیله شته. په اوکرایین کې جګړه او په ډېرو نورو سیمو کې جګړې هره ورځ روانې دي.

دردوونکې پېښې د جګړې په څېر زړې دي. سیاستوال، خبریالان او کارپوهان چې له شخړې وروسته پایلو ته ګوري، اکثره پوښتي: "کله چې وژنه ودرېږي څه به پېښ شي؟" خو بل ځای کې به وژنه دوام وکړي. دا د هغو ماشومانو بې‌رحمه ناورین دی چې په جګړو کې نیول شوي چې دوی نه دي پیل کړې او هېڅ کنټرول پرې نه لري. د ټراما یا صدمې د درملنې په اړه له ترلاسه شوې پوهې سره سره، انسانیت له دې اصلي علت - جګړې - سره له مقابلې کولو لا لرې دی.

نور راپور ورکول: هارییټ وایټ هیډ