بيبيسي د سودان ټولوژنې ښار کې د ډار او لوږې کیسې اورېدلې

د عکس سرچینه، Lyse Doucet / BBC
- Author, لېز دوسېت
- دنده, د بيبيسي مشره نړیواله خبریاله
وروسته له هغه چې د سودان له الجنینه ښار خلک ووتل او تش شو، هېڅوک د دې ښار څنډو کې نه اوسېږي، خو د دې ښار د تشو ودانیو ټکان ورکوونکې او وحشتناکې کیسې په ښکاره لا هم پر ځای پاتې دي.
پر سوځېدلو کورونو او دوکانونو د ګولیو نښې له ورایه ښکاري. دروازې ویجاړې شوې او اوسپنیز قلفونه مات شوې دي. د سوداني پوځ زنګ وهلې شوبلې (ټانکونه) د ښار کوڅو کې پراته دي. تېر کال دلته بل شوي اورونه لا هم احساسېدلی شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو نوي مشر ټام فلیچر، چې د لوېدیځ دارفور دې بېوزله پلازمېنې ته د خپل سفر پرمهال چې دا دې سیمې ته د ملګرو ملتونو د یوه جګپوړي چارواکي سفر دی، وویل "په دې لوګي ډکو کنډوالو او تشو مېنو کې موټر چلول رښتیا هم وحشتناک دي".
د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال سکرتر او د عاجلو مرستو همغږي کوونکي فلیچر هلته ناورین داسې بیان کړ، "دارفور تر ټولو ناوړه حالت ته رسېدلی دی".
"دا هېواد د خوندیتوب له کړکېچ سره، چې پکې د جنسي تاوتریخوالي یوه وبا هم شامله ده او همدا راز د قحطۍ له ګواښ سره مخ دی."
د هغه لنډ خو مهم سفر یوازې وروسته له اوږدو مذاکراتو ممکن شو، چې د سودان د دوو اصلي سیالو ځواکونو، د جنرال عبدالفتاح البرهان چې د سودان وسلهوالو ځواکونو مشر دی او په مشرۍ یې حکومت د ملګرو ملتونو لخوا په رسمیت پېژندل شوی او د چټک ملاتړ ځواک (RSF) د جنرال محمد حمدان دقلو، چې حمیدتي په نوم پېژندل کېږي، سره سودان کې د جګړې په اوږدو کې ترسره شو.
ملګري ملتونه د چټک ملاتړ ځواک د "سیمې د واکمن" په توګه یادوي.
د الجینینه ښار کې په تېر کال کې د چټک ملاتړ جنګیالیو او عرب ملېشو لخوا د مسلمانانو غیرعربي او (مسالیت) ټولنې پر ضد ترسره شوې وژنې او جنسي تېریو، چې د بشري حقونو د سازمانونو لخوا د توکم له منځه وړلو او ممکنه جنګي جنایات ګڼل کېږي، د بشري حقونو څار سازمان یې د ممکنه نسل وژنې په توګه تشخیص کړی دی.
د سوداني پوځ هم له سختو نیوکو سره مخ شوی دی. ولسي عربان هم د دې شخړې پرمهال وژل شوي دي، چې زیاترو یې د پوځ د ټانکونو په بریدونو یا بمباریو کې خپل ژوند بایللی.
د چټک ملاتړ ځواکونه او د سودان د وسله وال پوځ ځواکونه دواړه د جنګي جنایتونو تورونه ردوي او هر یو یې یو پر بل تور لګوي.

د عکس سرچینه، Joyce Liu / BBC
یو څو خبریالان د الجینینه سیمې ته تللي او له هغې بدبختۍ سره یې مخامخ شوي، چې په ځانګړې توګه تېرکال د ترسره شویو دوو نسل وژنو له پایلو سره هم مخامخ شول. د ملګرو ملتونو په وینا تر ۱۵,۰۰۰ پورې کسان هلته څو میاشتو کې ووژل شول. د تاوتریخوالي، تېري او لوټمارۍ دې وحشیانه جګړې د سودان په څېر هېواد لپاره یو له ناوړه ظلمونو ګڼل کېږي، چې د نړۍ تر ټولو بد انساني کړکېچ پکې رامنځته شوی.
موږ له چاډي سرحدي ښار اډر نه د ملګرو ملتونو له استازو سره یوځای څه کم یو ساعت سفر وکړ.
یوازې څو درې لارۍ چې د ملګرو ملتونو د نړیوالو خوړو پروګرام مرستې پکې بار وې او د اسانو د بګیو او خرګاډو په وسیله مرستې لېږدول کېدې، پر پوله له څو لرګینو پایو او جنډو پرته نور څه نه لیدل کېږي.
خو مخکې له دې چې موږ له "ادرې" څخه لاړ شو، دې ته په پام سره چې دننه د ګواهیو راټولول څومره سختېدلی شي، موږ د ملګرو ملتونو او د چاډي چارواکو له خوا سرحد ته نژدې یوه پراخه نارسمي کمپ ته ورغلو. یوه لوی میدان کې د هر عمر ښځې او ماشومان په ګڼه ګوڼه کې لیدل کېدل او کوچنیان یې غېږو کې نیولي وو. دا یو لنډمهالی مېشتځای دی چې په حیرانوونکې توګه لوی دی.
له هر هغه چا سره چې موږ خبرې وکړې د الجنینه وګړي وو. هر یوه یوه جلا کیسه لرله، چې له سختې لوږې او خپلو مېنو کې له ترسره شویو وحشتونو تښتېدلي وو.

د عکس سرچینه، Lyse Doucet / BBC
یوې ډاډمنې ۱۴ کلنې سودانۍ نجلۍ چې ګلابي شال یې درلود، په ارامه او کراره د وېروونکو وختونو په اړه وویل، "کله چې موږ تښتېدلو، زموږ تنکي وروڼه ووژل شول".
"ځینې یې پۍ رودونکي وو، دومره کوچني وو چې لا پر خپلو پښو نه شوای درېدلی. زموږ مشران هم چې له موږ سره تښتېدلي وو، ووژل شول."
ما له هغې وپوښتل چې دا څنګه ژوندۍ پاتې شوه.
"موږ باید د ورځې پټ شوی وای او نیمه شپه کې مو بېرته سفر ته دوام ورکړی وای. که تاسو ووځئ، هغوی به تاسو ووژني. خو ان د شپې خوځېدل هم ډېر خطرناک دي."
د هغې کورنۍ بالاخره دا سخته پرېکړه وکړه چې خپل وطن پرېږدي. د هغې مور ورسره وه خو هغه نه پوهېده چې پلار یې چېرې دی.
یوه سپینسرې ښځه چې سترګې یې له غوسې ځلېدلې چیغې وهلې "ماشومان له خپلو پلرونو او مېړونو جلا شول".
"هغوی بې پروا هرڅه وژني - ښځې، هلکان، کوچنیان، هرڅه."
یوې بلې ښځې وویل، "موږ مخکې له خپلو فارمونو خواړه ترلاسه کول، خو کله چې جګړه پیل شوه، موږ کرکېله نه شوای کولی او څارويو زموږ کروندې وخوړلې، نو موږ هېڅ شی نه لرل."

د عکس سرچینه، Joyce Liu / BBC
په الجینینه کې، زموږ د لیدو لومړی تمځای د الریاض د بېځایه شویو خلکو کمپ کې یو ساده روغتیایي مرکز دی، چېرې چې سودانۍ ښځې په روښانه رنګونو ټیکریو کې د دېوال څنګ کې په څوکو ناستې دي او ځینې یې پر ځمکه د پوزي پر فرش ناستې دي.
د سپین روبو خلکو یوه ډله مو ولیده، چې ځینو یې پر امساګانو تکیې وهلې وې، د یوه معدني چت او د ونې کږو وږو لویو ښاخونو لاندې ناست دي.
ته وا کوم بېل هېواد کې یو، په یوه ښکلي خټین کلي کې د چټک ملاتړ هېڅ وسلهوال نه شته. کوچني ماشومان لوبې کوي، ښځو له سره تر پښو بېلابېل رنګه حجابونه اغوستي، خرګاډو کې د اوبو بیرلونه په خاورین سړک وړل کېږي.
په کمپ کې یوه مشر چې سپینه پګړۍ یې پر سر وه او لومړی ځل یې د ملګرو ملتونو دغه راغلي ټیم سره تېزې خو له وېرې ډکې خبرې وکړې. "موږ ډېر کړاوونه وګالل".
دی زیاتوي، "سمه ده کله چې جګړه پیل شوه، ځینو خلکو د سودان د وسله وال ځواک ملاتړ وکړ او نورو بیا د چټک ملاتړ ځواکونو ننګه وکړه، د بېځایه شویو په توګه موږ بې پرې یوو او هر ډول مرستې ته اړ شوي یوو".
دا کمپ لومړی ځل په ۲۰۰۳ کال کې جوړ شو، چې دارفور کې شل کاله مخکې د جنجوید په نامه د بدنامې عرب ملېشې له لاسه د نا عربو قبیلو په لیکو کې د کړاو یادونه پکې تازه کېږي، دوی په ګڼو جنګي جرمونو تورن شوي هم دي، چې دې کار د چټک ملاتړ ځواکونو راپورته کېدو ته لاره هواره کړه.
دغه مشر د خپلو اساسي اړتیاوو لېست وښود، هغو ښځو او ماشومانو ته خواړه هم پکې وو چې له خوارځواکۍ کړېږي، ښوونځیو او پاکو اوبو ته اړتیا لري، دا یې هم وویل چې دلته ډېرې ښځې د خپلو کورنیو سرپرستې او مسؤلانې دي.
ځینې ځوانې ښځې، چې یوازې سترګې یې ښکاري، د دې غونډې عکسونه په خپلو تلیفونونو کې اخلي، ښایي د دې نادرې غونډې لپاره یو ریکارډ غواړي.
د ملګرو ملتونو د لیدو راتلونکی تمځای ځانګړو کتنو ته ځانګړی شوی، چې فلېچر او ډلې یې د سودان له ناحکومتي او نړیوالو مؤسسو سره چې دارفور کې فعالیت کوي او له دې لوی بحران سره د مقابلې ډېره هڅه کوي، لیدنه پلان کړې.
د ملګرو ملتونو برعکس، دغې ډلې دلته د البرهان له حکومت څخه د کار د اجازې ترلاسه کولو لپاره انتظار نه کوي، په تېره وروسته له هغه چې په وروستیو کې په سیمه کې د ملګرو ملتونو د نړیوال استازي د حضور اجازه لغوه کړل شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
۲۰ غیر دولتي موسسې، چې له باوري انټرنېټ، برېښنا او حتا تلیفونونو پرته کار کوي او د خپلو کارکوونکو لپاره د سودان وېزو ترلاسه کولو لپاره ستونزې ګالي، وايي هڅه کوي له ۹۹.۹٪ خلکو سره مرسته وکړي چې اړتیا لري. د هغوی پیغام واضح و – د ملګرو ملتونو سیستم دوی ناکام کړل.
طارق ریبل، چې د ناروې د پناغوښتونکو شورا د سودان عملیاتي مشر دی، موږ ته له غونډې وروسته وویل، "لا ډېر کار پکار دی،" خو هغه وایي تر ټولو ناوړه وېره یې دا ده "چې هېڅوک پاملرنه نه کوي، یوازې نورو بحرانونو لکه اوکرایین او غزې ته یې پام دی."
ریبل ټینګار کوي چې د سودان شخړه "دا یو له هغو بدترینو جګړو ده چې موږ یې په وروستیو کې لیدلې ده، تاوتریخوالی ترسره شوی او خلک تېښتې ته اړ شوي".
دی زیاتوي، "او اوس ډېره لږ اصلي قحطي ده، خو دا یوه قحطي ده."
تر دې دمه، د نړیوالې قحطۍ بیاکتنې د شمالي دارفور زمزم په بې ځایه شویو خلکو کمپ کې د نیم میلیون خلکو منځ کې قحطي اعلان کړې ده؛ ویل کېږي چې له ۱۲ زیاتې نورې سیمې هم د قحطۍ پر څنډه ولاړې دي.
فلېچر ټینګار کوي، "ملګري ملتونه په یوازې سر هر هغه ځای ته چې غواړي له پولو نه شي تېرېدلی".
دی زیاتوي، "خو دا اونۍ موږ سیمه ییزو هوايي ډګرونو ته ډېرې الوتنې درلودې او سودان کې مو لا نور مرکزونه پرانیستل، موږ عملا لا نور خلک منو".
فلېچر سودان او ګاونډیانو ته یې د خپل یوې اونۍ سفر پرمهال د سودان د وسله وال پوځ او د چټک ملاتړ ځواکونو له استازو سره وکتل، چې له پولې د تېرېدو اسانتیاوو رامنځ ته کولو ته یې وهڅوي.
فلېچر خپله نوې دنده "له سزا د تېښتې د کچې کمولو بې پروايۍ پای ته رسولو" په ژمنه پیل کړه.
هغه په ډیپلوماتیک انداز د یوې داسې جګړې په اړه چې ښکېل سیمه ییز قوتونه پکې خپل چم ګاونډ کې جنګېدونکو ته وسلې او مرستې ورکوي، وویل، "دا به ډېره بې پروايي وي چې ووایم زه به په یوازې سر له سزا د تېښتې کچه کمه کړم".
پر متحده عرب اماراتو د چټک ملاتړ ځواکونو د ملاتړ تور دی او د مصر، ایران او سوریې په شان هېوادونه بیا د سودان د وسله وال پوځ په ملاتړ پېژندل شوي، نور هېودونه هم مداخله کوي، لکه سعودي عربستان او د عرب ټولنې په حېر سیمه ییز سازمانونه او ټولې خواوې وايي دوی د سولې لپاره کار کوي، نه د جګړې لپاره.
نور سوداني او مرستندویه کارکوونکي به د فلېچر له لومړۍ لیدنې وروسته وضعیت له نژدې وګوري، دوی هیله لري چې دا لیدنه به د "نړۍ تر ټولو سختو شخړو" کې بدلون راولي.











