د سوډان جګړه؛ د هغې ښوونکې او زدکوونکو کیسه چې د جګړې له اوره لرې پنډغالو کې مېشت دي

- Author, پاوول نجي او ميشل موونډو
- دنده, بيبيسي نیوز، میتشي
څلوېښت کلنه حنان چې کله د سوډان په لویدیځ ولایت دارفور کې له زیاتېدونکي تاوتريخوالي په تېښته وه نو نه پوهېدله چې د ښوونکې په توګه د دندې ترسرولو برخلیک به یې څنګه شي.
خو هغې بل غوراوی نه درلود، باید د خپل ځان خوندي کولو لپاره یې هلته نور ژوند نه وای کړی. ځکه چې د (چټک ملاتړ ځواکونو) په نوم یاغي ډلې د دې سیمه 'ال جینیا' ولکه کړه.
دا هغه ځای دی چې د حنان د توکم خلک 'مسالیت' پکې اوسېږي او یاغي ډلې د خپلو "توکمیزو بریدونو" ښکار ګرځولی.
حنان بيبيسي ته وویل، "د عربو قبیلو او د چټک ملاتړ ځواکونو ډلې له څېرمو سیمو پر موږ بریدونه وکړل، په ښار کې یې زموږ هر څه وسوځول. د څښاک په ټولو اوبو کې یې زهر واچول او موږ یې د مخنیوي هېڅ وس نه درلود. د خوراک او څښاک لپاره هېڅ شی راپاتې نه شول. دوه میاشتې مو په همدې حالت تېرې کړې."
خو د چټک ملاتړ ځواکونو یا RSF ډله بیا دا ټول تورونه ردوي چې ګواکې له لویديځ دارفور سیمې د لږکیو د شړلو او یا د هغوی د "توکميزې پاکونې" کمپاین دې رهبري کوي.
دا ډله د سوډان له وسله وال ځواک یا SAF سره جګړه کوي.
د چټک ملاتړ یاغي ډلې مشري جنرال محمد حمدان دګالو کوي او د دولتي وسله وال پوځ مشري جنرال عبدالفتاح البرهان کوي. د دواړو غاړو ترمنځ د جګړې له کبله څه باندې نیم میلیون سوډانیان له خپلو سیمو لویديځ چاډ ته تښتېدلي دي او حنان هم اوس ورسره یو ځای شوې ده.
د اوکرايين او سوریې تر جګړې ډېر بې ځایه شوي
اټکل کېږي چې تر اوسه په دې جګړه کې تر لسو زرو ډېر خلک وژل شوي او نږدې لس میلیونه نور بې ځایه شوي دي.
دا د جګړې له کبله د خلکو د بې ځایه کېدو د تر ټولو لوی کړکېچ ښکارندويي کوي او شمېر یې د اورکرايين او سوریې په جنګ کې له بې ځایه شوو هم اوړي.
حنان له خپلې کورنۍ سره لومړی د سوډانیانو تر ټولو زاړه پنډغالي 'ادرې' ته لاړه خو هلته د کډوالو شمېر بيخي ډېر و نو ځکه 'میتشي' ته ولېږدول شوه.

په اووړي کې میتشي ته د موټر شاوخوا دوه ساعته مزل دی چې لار یې ګردجنه او تر رېګو او کنډوکپروتېره ده.
په باراني موسم کې خو لار لا اوږده شي او د موټر ټېرونو په رېګو کې ننوځي.
هلته شته پنډغالي شاوخوا څلوېښت زرو خلکو ته سرپناه ورکړې. یو کلېنیک لري چې د ناروغانو پرې وار نه شته، یو مارکیټ او یو تازه جوړ شوی د لومړنیو زدکړو ښوونځی لري.
دا ښوونځی د روان ۲۰۲۴ کال په فبرورۍ میاشت کې د ناروې د کډوالو شورا جوړ کړ.
۲۱ ټولګي لري چې ۱۸ سوو ماشومانو او د حنان په څېر ښوونکو ته یې د ژوند نوې هیله وربښلې ده.
د بېلابېلو عمرونو ماشومان پکې د څوکیو او مېزونو پر ځای پر ځمکه ناست دي خو دې یې له زدکړو سره لېوالتیا نه ده اغېزمنه کړې.
موږ همدلته له حنان سره ولیدل چې د ټولګي تورې تختې ته ولاړه وه.
هغه هیله لري چې دا به یې د نوي نسل له هېوادوالو سره مرسته وکړي چې د جګړې له وحشتونو راووځي او د خپل ګران هېواد روښانه راتلونکي ته ژمنتیا پکې وروزل شي.
حنان وايي، "هیلهمنه یم چې دوی به په مختلفو برخو کې زدکړې ترسره کړي او د لېسانس تر کچې سندونه به واخلي چې سبا خپلو کورونو ته ورستانه شي نو خپل هېواد به سم اداره کړای شي."
فرصتونه شته خو کافي او مساوي نه دي

دولس کلن احمد د ټولګي په لومړي قطار کې کېني او په لوړ غږ یې الفا تکرارول.
د چټک ملاتړ ځواکونو او د هغوی متحدو عربي ملېشاو یې په ال جینیا کې پر پنډغالي برید وکړ او دی یې له خپلې کورنۍ سره تر پولې هاغاړې مهاجرت ته اړ کړ.
احمد وايي، "د جګړې له کبله اووه که اته میاشتې له زدکړو پاتې شوم او چاډ ته له رارسېدو وروسته هم څو میاشتې د زدکړو زمینه نه وه راته برابره. ګمان مې کاوه چې بس نور نو راتلونکي ته هېڅ هیله نه ده پاتې. خو اوس ښوونځي کې یم، نوي ملګري مې پيدا کړي او ډېر خوشاله یم."

ملګري ملتونه وايي چې سوډان په غونډه نړۍ کې د زدکړو له پلوه له تر ټولو ستر ناورین سره مخامخ دی.
۱۹ میلیونه ماشومان ښوونځي ته نه ځي، د همدوی له ډلې شاوخوا شپږنیم میلیونه هغه روانه جګړه نه پرېږدي چې زدکړو ته دوام ورکړي.
د دغه نوي ښوونځي پر رامنځ ته کېدو سربېره په دغه پنډغالي کې تر شلو زرو زیات ماشومان لا هم ټولګي او د زدکړې فرصت نه لري.
د احمد کشر ورو قمرالدین هم له همداسې له زدکړو پاتې ماشومانو دی. ده په ژړا راته ویل، "وضعیت ډېر خراب دی. زه خپه یم، ځکه چې ورور مې وینم چې ښوونځي ته ځي خو زه نه شم تلای."
خپلو مېنو ته بېرته ورګرځېدل
حنان هم وايي چې ګڼ ماشومان اندېښمن دي چې په ښوونځي کې د دوی لپاره ځای نه شته او زیاتوي، "له درسه پاتې ماشومان هره ورځ د نوملیکنې په موخه راځي. دا ډېره سخته ده چې یو څوک د درس ویلو په تمه راځي خو موږ ورته وایو چې وبښئ، تاسې ته داخله نه شو درکولای."
حنان همدا راز وايي، "یو څوک باید دا ستونزه حل کړي. دوی باید د ښوونځيو او پکې د ټولګیو شمېر ډېر کړي ځکه چې یو لوی شمېر ماشومان له ښوونځي بې برخې دي."

د احمد او قمرالدین پلار ابوبکر په همدې تمه شپې سبا کوي چې یوه ورځ ټول خپلو کورونو ته بېرته ورستانه شي.
دی وايي، "نه غواړم چې اولادونه مې دلته پاتې شي. زما تمه ده چې بېرته خپل هېواد ته وروګرځو او ماشومان مې خپلې زدکړې هلته بشپړ کړای شي."
خو په سوډان کې د روانې جګړې له شدته ښکاري چې ګمان نه کېږي دا جګړه دې داسې زر ودرېږي. معلومه نه ده، کله به حالات دومره سولهييز شي چې دغه کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ور وګرځېدلی شي.
د حنان لپاره دا هم غنېمت دی چې شاګردان یې بېرته ښوونځي ته ورځي او دا درس ورکوي.
حنان وايي، "داسې انګېرم چې اوس یو څه خوندي ځای کې یو."








