بریتانیا کې تاریخي پېښه: د یوې مړې شوې ښځې له رحم ماشوم زېږېدلی

له مور سره ماشوم او پلار یې خواته ناست دی.
د عکس تشریح، ګریس بیل او د هغې ملګری، سټیو باول، وايي چې د هغوی کوچنی زوی هوګو یوه 'معجزة' ده.
    • Author, فيليبا روكسبي
    • دنده, د روغتیايي چارو خبریال
  • د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

په بریتانیا کې لومړی ماشوم د یوې مړې شوې بسپنه ورکوونکې مېرمنې د ایستل شوي او پیوند شوي رحم له لارې زېږېدلی. ۳۰ کلنه ګریس بیل، چې له ماشومتوبه یې د میندوارۍ لپاره روغ رحم نه درلود، وايي چې د هغې لس اوونیز زوی "هوګو" په ټوله معنا یوه "ریښتینې معجزه" ده.

ګریس بیل او د هغې ملګری "سټیو باول" د کینټ له سیمې ، د بسپنه ورکوونکې ښځې او د هغې د کورنۍ له "سخاوت او ایثار" د دغې "غوره ډالۍ" له امله مننه وکړه. هغوی په اکسفورډ او لندن کې له هغو روغتیايي ډلګیو هم مننه وکړه چې په دې لاره کې یې ورسره مرسته کړې وه. جراحانو دا زېږون یوه "تاریخي شېبه" وبلله. دا د هغو زرګونو نورو ښځو لپاره هیلې ټوکوي چې ورته طبي تشخیص لري.

"یوه کمسارې ډالۍ"

کوچنی هوګو د ۲۰۲۵ کال وروستیو ورځو کې د لندن په یوه روغتون کې د ۳.۲ کیلوګرامه په وزن وزېږېد. ګریس بیل په بریتانیا کې له هغو ۵۰۰۰ ښځو ده چې په MRKH سنډروم اخته دي. دا پر دې معنا ده چې هغې له رحم پرته نړۍ ته سترګې غړولې وې او میاشتنۍ ناروغي یې هم نه درلوده، خو هګۍ دانې (Ovaries) یې روغې وې.

هغې ته په ۱۶ کلنۍ کې ویل شوي وو چې هیڅکله به امیندواره نشي. کله چې هغې ته ټیلیفون وشو او خبر ورکړل شو چې یوه ښځه خپل رحم بسپنه کوي، هغې وویل: "زه په سخت ټکان او خورا خوښۍ کې وم." ګریس زیاتوي: "زه هره ورځ د بسپنه ورکوونکې او د هغې د کورنۍ په اړه فکر کوم او دعا کوم چې هغوی سکون ومومي، ځکه لور یې ماته د ژوند تر ټولو لویه ډالۍ راکړه: د ژوند ډالۍ."

د رحم د پیوند عملیات په ۲۰۲۴ کال کې ۱۰ ساعته وخت ونیوه. له هغې وروسته د مصنوعي القاح (IVF) له لارې جنین د ګریس په نوي رحم کې کېښودل شو. کله چې هوګو وزېږېد، ګریس وویل: "دا په ریښتیا معجزه وه. کله چې زه سهار له خوبه پاڅېدم او د هغه کوچنۍ څېره مې ولیده، ما فکر کاوه چې دا یو خوب دی او باید ترې ویښه شم."

هوګو نوی زېږېدلی ماشوم
د عکس تشریح،

د بې اولاده ښځو لپاره نوې هیله

پروفیسور ریچارډ سمیټ، چې له ۲۵ کلونو راهیسې یې په دې برخه کې څېړنې کړي، د هوګو د زېږون پر مهال هغه روغتون کې و. ګریس او سټیو له دغه ډاکټره د مننې له کبله د خپل زوی منځنی نوم "ریچارډ" کېښود.

دا جوړه ښايي د دویم ماشوم په اړه هم فکر وکړي، خو له هغې وروسته به جراحان د ګریس له بدنه دا پیوند شوی رحم بېرته وباسي. دا کار د دې لپاره کېږي چې ګریس اړ نشي د ټول عمر لپاره هغه درانه درمل وخوري چې د بدن دفاعي سیستم د نوي غړي پر وړاندې له کاره غورځوي.

ډاکټره ایزابل کویروګا، چې د جراحانو د ډلې مشره وه، وویل: "په اروپا کې ډېر لږ ماشومان د مړو شویو بسپنه ورکوونکو له رحم زېږېدلي دي. زموږ ازموینه د دې لپاره ده چې وګورو ایا دا لار د یوې منظمې درملنې په توګه منل کېدلی شي که نه."

 د عملیاتو مهال
د عکس تشریح، د رحم د پیوند عملیات چې بیل په اکسفورډ کې په تشرشل روغتون کې ترسره کړل، لس ساعته وخت یې ونیو.

د بسپنه ورکوونکې میراث

هغه ماشوم چې د مړې شوې بسپنه ورکوونکې له رحم زېږېږي، د هغې سره هیڅ جنیټیکي اړیکه نه لري. په ټوله نړۍ کې تر اوسه تر ۱۰۰ ډېر د رحم پیوندونه شوي چې په پایله کې یې ۷۰ روغ ماشومان زېږېدلي دي.

د مړې شوې نجلۍ مور او پلار، چې نه یې غوښتل نومونه یې واخیستل شي، وویل چې دوی د خپلې لور پر میراث ویاړي. هغې نه یوازې رحم، بلکې خپل پنځه نور غړي هم بسپنه کړي وو چې د څلورو نورو کسانو ژوند یې وژغوره. هغوی وویل: "زموږ لور نورو کورنیو ته قیمتي ډالۍ ورکړه: وخت، هیله، روغتیا او اوس یو نوی ژوند."