ټرمپ ګواښ کړی، که ایران د ده د ترور هڅه وکړي، پراخ بریدونه به پرې وشي
د امریکا
ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ایران حکومت ته ګواښ کړی چې که د ده د ترور لپاره اقدام یا
هڅه وشي، متحده ایالات به پر ایران پراخ پوځي بریدونه وکړي.
هغه پرخپلې ټولنیزې
شبکې ټروت سوشل لیکلي: ''زر توغندي چمتو دي او د ایران اسلامي جمهوریت په لور هدف ته ګرځول شوي
دي، او که د امریکا د ولسمشر د ترور په تړاو د ایران د حکومت ګواښ
عملي شي، نو زرګونه نور توغندي به هم سملاسي ورپسې وتوغول شي.''
ټرمپ دغه راز لیکلي
چې اړینې لارښوونې یې صادرې کړې دي او د امریکا پوځ د یوه کال مودې لپاره، چې د
غځولو امکان لري،
چمتو دی چې ''د ایران ټولې سیمې په بشپړ ډول ویجاړې کړي.''
دا ګواښ
وروسته له هغې مطرح شوی چې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې اسرائیلي استخباراتو د
ټرمپ د ترور لپاره پهایران پورې
تړلې نوې طرحه موندلې ده. دغه راز، د علي خامنهاي د جنازې په مراسمو
کې د ځینو انځورونو او شعارونو له خپرېدو وروسته هم دا موضوع توده شوې ده.
د ایران
اسلامي جمهوریت چارواکو تر دې وړاندې د ډونلډ ټرمپ د ترور د پلان
جوړونې تورونه رد کړي دي.
عراقچي: یوازینۍ لار د اسلام اباد د تفاهم یادداشت ته د ایران او امریکا متقابل ژمن پاتې کېدل دي
د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پرامریکا تور پورېکړیچې د تفاهم له یاداښته یېسرغړونه یې کړې او ادعا کوي،چې ایران لا هم د دغهتفاهم ژمنو ته وفادار پاتې دی.
هغه ادعا وکړه چې دا سرغړونه د امریکا له لوري د نورو تېرو سرغړونو او تېروتنو دوام دی.
ښاغلی عراقچي په خپل پیغام کې وايي: "حقیقت روښانه دی؛ یوازینۍ لار دا ده چې دواړه خواوې په متقابل ډول خپلو ژمنو ته غاړه کیږدي."
د یادونې ده چې تېره میاشت د امریکا او ایران ترمنځ د شوي تفاهم د نهمې مادې له مخې، امریکا ژمنه کړې وه چې د ایران د تېلو، پټرولیمي محصولاتو او اړوندو خدمتو، لکه بانکي معاملو او ترانسپورتي چارو د صادراتو لپاره به معافیتونه ورکړي او نوې بندیزونه به نه لګوي.
خو څو ورځې وړاندې، وروسته له هغې چې ایران په هرمز تنګي کې پر ځینو بېړیو لهبریدونو وروستهد امریکا خزانې وزارت پر ځینو ایراني اسعارو تبادلې مرکزونو او شرکتونو بندیزونه ولګول.
سيبياېس: ایراني چارواکو ویلي چې پر بېړیو بریدونه 'تېروتنه' وه
راپور زیاتوي
چې ډونلډ ټرمپ خپل ټیم ته، چې جې ډي
وینس،
جراډ
کوشنر، سټیو وېټکاف
او مارکو روبیو هم پکې شامل دي، لارښوونه کړې چې خبرې روانې وساتي.
ټاکل شوې
ده چې د خبرو بل پړاو د شنبې په ورځ د عمان په کوربتوب ترسره شي.
امریکايي
چارواکو هم خبرداری ورکړی چې که ایران خپلو دښمنانه اقداماتو ته دوام ورکړي، نو واشنګټن
به د پوځي او اقتصادي وسیلو په کارولو سره ځوابي اقدامات ترسره کړي.
هممهاله، د قطري منځګړو یو پلاوی هم تهران ته رسېدلی او له ایراني چارواکو سره یې لیدنې کړې دي. دغه دیپلوماټیکې هڅې د دې لپاره روانې دي چې د ایران او امریکا ترمنځ موجود تفاهم له ماتېدو وژغورل شي او په هرمز تنګي کې رامنځته شوی تاوتریخوالی راکم شي.
بقايي: ايران د امريکا او اسرائيل په بريدونو کې د زيانمنو شويو اټومي تاسيساتو د پلټنې اجازه نه ورکوي
د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي وايي، تهران به هغو اټومي تاسيساتو ته، چې د امريکا او اسرائيلو په بريدونو کې زيانمن شوي، د پلټونکو د لاسرسي او پلټنې اجازه ور نه کړي.
نوموړي ټينګار وکړ چې د ايران له نظره د ملګرو ملتونو د امنيت شورا ۲۲۳۱ پرېکړهليک نور حقوقي اعتبار نه لري.
بقايي د ايران له دولتي ټلوېزيون سره په خبرو کې وويل، تهران له امريکا سره د مذاکراتو غوښتنه نه ده کړې، خو ایران ته یې د يوه منځګړي سفر منلی دی.
د هغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د رویټرز خبري اژانس تر دې وړاندې د خپلو سرچينو له قولهراپور ورکړی و چې قطري مذاکره کوونکي په ايران کې دي او له ايراني چارواکو سره ليدنې کوي.
بقايي د ايران د اټومي پروګرام په تړاود امنيت شورا د نننۍ غونډې په هکله وويل چې دا غونډه د امريکا، برېتانيا او فرانسې په غوښتنه او د ۲۲۳۱پرېکړهليک پر بنسټ جوړه شوې وه.
د هغه په وينا، ايران باور لري چې ياد پرېکړهليک د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۸مه نېټه خپل اعتبار له لاسه ورکړی او د هغه د پلي کېدو په هکله راپور ورکول نور حقوقي بنسټ نه لري.
هغه زياته کړه چې چين او روسيې هم د دغې غونډې له جوړېدو سره مخالفت کړی و.
د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل، په دې غونډه کې يو ځل بيا زيانمنو شويو اټومي تاسيساتو ته د پلټونکو د نه لاسرسي موضوع مطرح شوې ده.
هغه وويل چې ايران تمه لرله نړيوالو ادارو به تر دې وړاندې پر دغو تاسيساتو د امريکا او اسرائيلو د بريدونو په اړه خپل دريځ څرګند کړی وای.
وروستی, ټرمپ: له ایران سره اوربند پای ته رسېدلی خو مذاکرات ورسره کوو
د امریکا ولسمشر ډونلډ
ټرمپ وايي چې له ایران سره مذاکرات کوي خو اوربند ورسره پای ته رسېدلی دی.
ښاغلي ټرمپ دا تازه څرګندونې
پرخپله خواله رسنۍ (ټروت سوشل) کړې دي. هغه لیکلي، "د ایران اسلامي جمهوريت له
موږ غوښتي چې "خبرې" روانې وساتو. موږ دا ورسره منلې خو متحده ایالاتونو
ورته په ډاګه کړې چې اوربند نور پای ته رسېدلی دی".
امریکا پر ایران تور پورې
کوي چې له هرمز تنګي تېردونکو بېړیو باندې یې برید کړی او په غچ کې یې د ایران په
پنځو ولایتونو کې لسګونه هدفونه په نښه کړي دي.
ایران هم پرون وویل چې په کوېت،
قطر او بحرین کې یې د امریکا نظامي مرکزونه په نښه کړي. چارواکو یې ویلي چې که پر زېربناو
یې بریدونه کېږي نو ایران هم د ځواب ورکولو "حق" لري.
د خامنهاي وېبپاڼې د
ایران د وژل شوي مخکېني ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنهاي د قبر عکس خپور کړی
دی.
دی پرون د کورنۍ له څلورو
نورو غړو سره په مشهد کې د شیعه ګانو د "اتم امام په حرم" کې خاورو ته
وسپارل شو.
خامنهاي
شاوخوا څلور میاشتې مخکې پر ایران د امریکا او اسرائيلو د برید پر لومړۍ ورځ په
تهران کې په خپل کاري دفتر کې ووژل شو. د ایران د ځينو سیاسي او نظامي چارواکو په ګډون په دغه برید کې د ده مېرمن،
یوه لور، لمسۍ، نږور او زوم هم وژل شوي وو.
د
جنازې او خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې یې زوی او ځایناستی مجتبی خامنهاي ګډون
نه و کړی.
وروستی, ایران ګواښ کړی چې د بنسټیزو تاسیساتو پر هر برید به اسرائیل په نښه کړي
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، تېرو څو ورځو کې پر ایران د امریکا بریدونه بیا پیل شوي، ایران هم منځني ختیځ کې د امریکا پر موخو بریدونه کړي.
د واشنګټن او تهران ترمنځ متقابل بریدونه دوام لري، خو تر شا یې د مذاکراتو
هڅې هم روانې دي. په همدې حال کې، راپورونه د ټرمپ د ترور لپاره د ایران د یوې
ادعا شوې دسیسې خبره کوي او د امریکا او د هغې د متحدانو ترمنځ کړکېچونه هم مخ په
زیاتېدو دي.
د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي ګواښ کړی، که د دغه هېواد پر بنسټیزو تاسیساتو هر ډول برید
وشي، ایران به ځواب ورکړي او خبرداری یې ورکړی چې اسرائیل به هم له دې غبرګون خوندي
نه وي.
محمد باقر ذوالقدر، د دولتي ټلوېزیون له لارې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي:
"لکه څنګه چې موږ مخکې هم
اعلان کړی، د بنسټیزو تاسیساتو پر هر برید به ځواب ورکړل شي، او هغه مجرم
صهیونیستي رژیم چې د دغو جنایتونو مسوول دی، زموږ د جنګیالیو له غبرګون څخه به
خوندي پاتې نه شي."
بل لور ته، رویټرز خبري اژانس د جمعې په ورځ د یوې باخبره سرچینې له قوله
راپور ورکړی چې قطري مذاکره کوونکي ایران ته تللي او له ایراني چارواکو سره ګوري،
څو د کړکېچ د کمولو او د پراخو خبرو اترو د بیا پیل لپاره مناسب شرایط برابر کړي.
سرچینې زیاته کړې چې دغه خبرې د متحده ایالاتو په همغږۍ روانې دي.
وروستی, رویټرز: قطري مذاکره کوونکي په ایران کې دي
د رویټرز
خبري اژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې قطري مذاکره کوونکي په ایران کې
دي او له ایراني چارواکو سره په لیدنو بوخت دي.
پاکستان د
ایران او امریکا ترمنځ د سولې د هوکړې د خبرو اصلي منځګړی دی، خو قطر هم په دې
برخه کې د منځګړي په توګه فعال رول لري.
قطري مذاکره کوونکي وروسته له هغه ایران ته تللي چې د روانې اونۍ په منځ کې د ایران او امریکا
ترمنځ د اور تبادله وشوه. په هرمز تنګي کې پر بېړیو له بریدونو وروسته، امریکا په
دوو پرلهپسې شپو کې د ایران په خاوره کې پوځي هدفونه په نښه کړل.
ټرمپ په
ترکیه کې د انقرې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د خپل ژوند پر وړاندې د ګواښونو
شتون ته اشاره وکړه.
ټرمپ
وویل: "هغوی غواړي د متحده ایالاتو له مشر (له ما) ځان خلاص کړي. زه د دوی په ټولو لېستونو کې
یم. نن سهار مې ولیدل چې زه د دوی په هر یوه لېست کې شامل یم. تر اوسه فکر کوم چې
لږ څه بختور وم، خو ښايي دا حالت ډېر دوام ونه کړي."
د ټرمپ
او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ترمنځ اړیکې په وروستیو اونیو کې
خرابې شوې دي، ځکه چې د ایران سره د جګړې د دوام په اړه د دواړو ګټې او لیدلوري
سره واټن پیدا کړی دی.
نتنیاهو
پر ایران د بریدونو د دوام او د جګړې د لا ډېرو اهدافو د ترلاسه کولو غوښتنه کړې
ده. په مقابل کې، ټرمپ هڅه کړې چې له شخړې وتنلاره پیدا
کړي او اندېښنه یې ښودلې چې دا شخړه ښايي نړیوال اقتصاد ته زیان ورسوي.
نتنیاهو
د ایران په اړه د ټرمپ پر ډیپلوماټیکو هڅو ژور شکونه څرګند کړي دي او همداراز د
لبنان په اړه د اسرائیلو د پوځي عملیاتو پر سر له ټرمپ سره اختلاف لري؛ هغه
اقدامات چې د خبرو اترو بهیر یې لا پېچلی کړی و.
امریکايي چارواکو اټکل کړی چې د اسرائیلو
راپور ښايي د ټرمپ پر پرېکړو د اغېز کولو هڅه وي، په داسې وخت کې چې هغه ارزوي ایا
پر ایران د امریکا پوځي اقدامات زیات کړي که نه.
وروستی, پر بریدونو سربېره امریکا بیا له ایران سره د مذاکراتو غوښتنه کړې
د عکس سرچینه، U.S. Central Command - Arabic - Official X Account
یو امریکايي چارواکي ویلي چې واشنګټن لا هم له تهران سره د یوې حللارې
موندلو ته ژمن دی او د دواړو لورو ترمنځ تخنیکي خبرې روانې دي، سره له دې چې د
پنجشنبې په ورځ امریکا او ایران د مقابل لوري پر
اهدافو بریدونه وکړل.
د ایران
سپاه پاسداران د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا د هغو بریدونو په غبرګون کې
یې، چې د همدې ورځې سهار یې د ایران پر ۹۰
پوځي هدفونو بریدونه کړي وو، په خلیج
او اردن کې یې پر یو شمېر امریکايي اډو بریدونه کړي دي.
د پنجشنبې
ماښام ایراني راپورونو هم خبر ورکړ چې د ایران په سوېل کې یو ځل بیا امریکايي
بریدونه شوي دي. ویل شوي چې چابهار ښار کې د درېیو چاودنو غږونه اورېدل شوي او د
ایران دولتي ټلوېزیون راپور ورکړی چې بوشهر ته نږدې یوه پوځي اډه په یوه توغندي
لګېدلې ده. همدارنګه، په بوشهر کې د هوايي دفاعي سیستمونو د فعالېدو خبر ورکړل شو،
خو د اوښتو زیانونو او احتمالي تلفاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.
بل لور
ته، اکسیوس ویبپاڼې د یوه امریکايي چارواکي له قوله
راپور ورکړی چې متحده ایالات "په اوس وخت کې د ایران پر ضد له هېڅ برید سره
تړاو نه لري."
د ایران
د روغتیا وزارت د وروستیو شمېرو له مخې، د امریکا په بریدونو کې د چهارشنبې له
ورځې راهیسې، چې جګړې بیا پیل شوې، لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې دواړو خواوو تر
دې وړاندې د شخړې د درولو لپاره د تفاهم یادداشت هم لاسلیک کړی و.
د
امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې د ایران د یوه هدف د
بمبارۍ له انځور سره لیکلي: "دا د هغو بریدونو غچ دی چې ایران پرون پر بېړیو وکړل. که دا
کار بیا تکرار شي، پایلې به یې تر دې ډېرې سختې وي!"
واشنګټن
ایران تورن کړی چې د سې شنبې په ورځ یې د ستراتیژیک هرمز تنګي کې پر لږ تر لږه درې
بېړیو بریدونه کړي دي.
د ایران
د مذاکراتو مشر او د اسلامي شورا د مجلس رئیس محمد باقر قالیباف
د پنجشنبې په ورځ وویل چې د هرمز تنګی به یوازې د ایران د ټاکل شویو ترتیباتو له
مخې پرانیستل شي.هغه په اېکس کې ولیکل: "متحده ایالات لا هم نه دي
زده کړي چې د ګواښ او ژمنو ماتولو سیاست نور بې پایلې نه پاتې کېږي." هغه زیاته کړه: "روښانه وایم: که تاسو برید وکړئ، پر تاسو به هم برید وشي."
د ایران د اسلامي جمهوریت د راډیو، ټلویزیون' صدا و سیما' خپاره شوي انځورونه ښيي چې د ایران د پخواني مذهبي مشر علي خامنهاي د جنازې لمونځ د هغه مشر زوی، مصطفی خامنهاي، په امامت ادا کېږي. د هغه نور زامن، میثم او مسعود خامنهاي هم د جنازې د لمانځه په لومړۍ کتار کې ولاړ لیدل کېږي.
تر دې مخکې د ایران دولتي ټلویزیون اعلان کړی و چې د علي خامنهاي د جنازې مراسم به په مشهد کې د ایت الله حسین نوري همداني په امامت د جنازې له لمانځه سره پای ته ورسېږي. خو د نوموړي د نه شتون لامل تر اوسه نه دی اعلان شوی.
د علي خامنهاي د مشر زوی لخوا د جنازې د لمانځه ادا کول یو ځل بیا د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې د مجتبی خامنهاي نه شتون د پاموړ موضوع ګرځولې ده.
مجتبی خامنهاي له هغه وخت راهیسې چې د امریکا او اسرائیلو د بریدونو په ترڅ کې په تهران کې د رهبرۍ پر دفتر برید وشو او ویل کېږي چې علي خامنهاي او د هغه د کورنۍ ځینې غړي پکې ووژل شول، نه یوازې په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی، بلکې تر اوسه یې هېڅ غږیز پیغام هم نه دی خپور شوی.
په تېره اپرېل میاشت کې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند له اعلانېدو وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تر ډېره په بېلابېلو رسنیو، خپله خواله رسنۍ "ټروت" او ځینو مهمو غونډو کې د ایران جګړې په تړاو ضد او نقیض خبرې کړې دي.
تېره ورځ یې د ترکیې په انقره کې د ناټو په سرمشریزه کې یو دم اعلان وکړ چې له ایران سره "اوربند" پاېته رسېدلی او "جګړه" بیا پیل شوې ده، څو ساعته وروسته یې د ایران پر ځینو ځایونو هوایي بریدونه وکړل.
په داسې حال کې چې د ایران او امریکا ترمنځ درې اونۍ مخکې یو تفاهملیک هم لاسلیک شوی و، نو له ډېرو سره دا پوښتنه پیدا شوه چې د ولسمشر ټرمپ د دا ډول دریځونو تر شا به انګېزه څه وي؟
ځینې ادعا کوي چې ولسمشر ټرمپ "فکري ثبات نه لري" او هره شېبه ممکنه ده چې خپله پرېکړه بدله کړي.
خو ځینې سیاسي کارپوهان تر ډېره د ټرمپ دا ډول چلن د مذاکراتو پر مېز د امتیاز ترلاسه کولو لپاره یو"تکتیک" بولي.
وروستی, سپاه پاسداران وايي، که په هرمز تنګي کې څوک "لاسوهنه" وکړي نو "غاښماتوونکی" ځواب به ورکړي
د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران انقلابي ځواکونو یا سپاه پاسداران ویلي چې هرمز تنګی د دوی په واک کې دی او ګواښ یې کړی چې که څوک پکې "لاسوهنه" وکړي نو "غاښماتوونکی" ځواب به ورکړي.
په خبرپاڼه کې د سپاه پاسداران له خولې ویل شوي چې پر دې لار د تېرېدونکو بېړیو کچه اوس تر جګړې د مخه حالت ته ورګرېدلې یعني "شاوخوا ۵۰ سلنې" ته ختلې او د هغو کښتیو د تګراتګ "زیاتولو ته دوام ورکوي" چې له ایرانه "اجازه اخلي".
په خبرپاڼه کې راغلي، "موږ یو ځل بیا دا په ډاګه کوو چې نه پر دې ځمکه او نه هم پر هرمز تنګي کوم بهرني ځواکونو د دعوې حق لري" او په وینا یې، هر ډول لاسوهنه به له "غاښماتوونکي غبرګون" سره مخامخ شي.
د ایران او امریکا ترمنځ د ترینګلتیا دا زیاتېده په داسې حال کې ده چې د دغه هېواد د وژل شوي پخواني ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنهاي جنازه نن مشهد ته وړل شوې او هلته یې د جنازې وروستیو مراسمو ته زرګونه خلک ورټول دي.