غچ که ستراتېژيکه چوپتیا: د پاکستان پر وړاندې د طالبانو حکومت راتلونکی ګام څه دی؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سید عبدالله نظامي
- دنده, بي بي سي
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
د فبرورۍ پر۲۲مه د افغانستان په پکتیکا او ننګرهار کې څو جلا هوايي بریدونو یو شمېر کسان مړه او ژوبل کړل. په پاکستان کې پوځي سرچینو ادعا کړې چې د ننګرهار، پکتیکا او خوست په دریو ولایتونو کې د ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو غورځنګ او نورو وسله والو ډلو ۷ مرکزونه په نښه شوي چې له امله یې له ۸۰ څخه ډېر وسله وال وژل شوي دي. خو طالب چارواکي وايي چې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون بې ګناه ولسي وګړي وژل شوي دي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزارت پر افغان خاوره د پاکستاني له هوايي بریدونو وروسته د غچ ګوته وخوځوله او ویې ویل " په مناسب وخت کې به مناسب ځواب ورکړي." خو دغه مناسب ځواب څه کېدلی شي؟

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله وروستۍ مرکه کې بي بي سي ته وویل "دا به هغه وخت معلومه شي، هیڅ جنایت بې ځوابه نه پاتې کېږي." په ننګرهار او پکتیکا کې له بریدونو وروسته کورنیو رسنیو کې لیدل کېږي چې ولسي افغانان د طالبانو له حکومته غواړي چې د "غچ" لپاره ګام پورته کړي.
د طالبانو پوځي ځواک او وسلې
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د پوځ وسلې ډېری له دریو لارو ترلاسه شوي دي: د پخواني افغان پوځ وسلې او تجهیزات، هغه وسلې چې د امریکا په ګډون د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوې او هغه نوې وسلې چې طالبانو له بېلابېلو لارو، لکه تور بازاره ترلاسه کړې دي.
د کارپوهانو په وینا، د افغان طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د تېرو نښتو ویډیوګانې ښيي چې طالب ځواکونو د پاکستان پر وړاندې ډېر له سپکو وسلو کار اخیستی او د درنو او لیرې ویشتونکو وسلو نښې په کې ډېرې کمې لیدل کېږي.
د تېرو ۲۰ کلونو جګړې پر مهال، د افغانستان پر بیا رغاونه د څار امریکايي ادارې (سیګار) او د دغه هېواد د دفاع وزارت د راپورونو پر بنسټ، پخواني حکومت ته له ۱.۶ میلیونو ډېرې سپکې او درنې وسلې او پوځي تجهیزات ورکړل شوي وو، چې نږدې ۷۰ سلنه یا له یو میلیون ډېرې یې په افغانستان کې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
اوسمهال د طالبانو د حکومت د پوځ په لاس کې په سپکو وسلو کې کلاشینکوفونه، امریکایي ایم ۱۶ (M16)، ایم فور (M4) او ایم ۲۹ (M29) سپکې ماشینګڼې دي. په دې کې پیکا ایم ټو (M2) او ایم ۲۴۰ (M240) په څېر درنې ماشینګڼې، لاسي بمونه (ګرنیډ لانچر)، ار پي جي ۷ (RPG-7)، اې ټي فور (AT4) راکټ لانچرونه او د ټانګ ضد میزایل هم کاروي.
د امریکا د جګړې وزارت (پنټاګون) د راپورونو له مخې، درنې زغره والې وسیلې، الوتکې او نور درانده پوځي تجهیزات چې امریکا پخواني افغان پوځ ته ورکړي وو، هم د طالبانو په لاس کې دي. په دې درنو وسلو کې ۱۲۲ ملي متري هوویټزر توپونه شامل دي چې ډي ۳۰ (D-30) ورته ویل کېږي. د اټکل له مخې له ۱۰۰ تر ۱۲۰ دا ډول توپونه اوس هم په افغانستان کې شته. سربېره پر دې، نږدې ۱۵۵ ملي متري هوویټزر هاوانونه او ډېرې روسۍ وسلې لکه زیډ یو ۲۳-۲ (ZU-23(-2) هم له طالبانو سره دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ کال کې په بګرام هوايي اډه کې د یوې پوځي نندارې پر مهال درنې وسلې نندارې ته وړاندې کړې. په هغو کې سکډ توغندي آر ۱۷ (R-17) او البروس آر ۳۰۰ (R-300) هم ولیدل شول، چې د ویشتلو واټن یې نږدې ۳۰۰ کیلومتره دی. ورسره لونا توغندي چې په "فراګ سیون" هم مشهور دی، ګراډ راکټ لانچرونه، میلان د ټانګ ضد توغندي او د اورګان میزایلو ترڅنګ داسې وسلې او تجهیزات وو چې نږدې ۳۵ کیلومتره واټن په نښه کولی شي.
دا وسلې لږ تر لږه له دریو لسیزو راهیسې په افغانستان کې نه دي کارول شوې. ځینې یې د دفاع وزارت په زېرمتونونو کې او ځینې یې په غرنیو سیمو کې خوندي وې. د طالبانو د دفاع وزارت ادعا کړې چې ځینې دا وسلې یې بېرته فعالې کړې دي، خو د هغوی تخنیکي حالت او دا چې په جګړه کې تر کومه بریده کارول کېدلی شي، لا هم روښانه نه ده.
د پاکستان یوه برلاسي دا ده چې عصري جنګي الوتکې او هوايي ځواک لري، د طالبانو حکومت د هغوی پر وړاندې هغسې هوايي ځواک نه لري. که څه هم طالبانو د پخواني دفاع وزارت ځینې چورلکې رغولي او پیلوټان یې روزلي خو د پاکستان د هوايي ځواک ځواب نه شي ویلی.
د پنټاګون د راپور له مخې، طالبانو چې کومې الوتکې نیولې په هغو کې سي ۲۸۰ (C-280) الوتکې، MD-530 چورلکې، بلک هاک، اې ۲۹ (A-29) چورلکې، Mi-17 ټرانسپورټي، Mi-24 جنګي او MD- 500 سپکې بریدګرې چورلکې شاملې دي.
له وروستۍ ترینګلتیا سره د طالبانو په لیکو کې له پاکستان سره د جګړې لېوالتیا له محاسبې او ارزونه پرته پراخه شوې ښکاري. د طالبانو حکومت کې د شمال ختیځ زون د نظامي محکمې مشر عبدالهادي همت د سې شنبې پر ورځ (د فبرورۍ پر۲۴مه) کندوز کې یوې غونډې ته ویل" که امیر اجازه وکړي دویمه شپه به مو په پېښور کې وي." هغه ټینګار کاوه چې که جګړه پیل شي دوی یې ګټونکي دي.
د طالبانو حکومت یو لوړ پوړي چارواکي چې د نه نوم ښودلو په شرط یې له بي بي سي سره خبرې کولې وویل " موږ به د لرې واټن توغندي او هوايي ځواک نه لرو خو له پاکستان سره زموږ جګړه مخامخ ده، موږ د ځمکې لارې لرو چې هوايي ځواک ته به په کې ډېره اړتیا نه وي."
د دغه طالب مشر ډېر ډاډ پر خپلو هغو ګوریلايي تجربو و چې د دوی وسله والو د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو پر وړاندې کارولي او یا هم د شوروي پر خلاف د جګړې له مهاله پاتې دي.
پېښور کې پوهنتوني استاد او څېړونکی سید عرفان اشرف ټیک همدغه خبره کوي او وايي، پاکستان یو منظم پوځ او وسایل لري خو د " طالبانو له ګوریلايي جګړې هم وېره ډېره ده." ښاغلي اشرف وویل، پاکستان کې له وړاندې وسله والې ډلې فعالې دي که مخامخ جګړه پیل شي هغه ډلې به دغه حالت په خپله ګټه وکاروي او دا به د پاکستان پوځ لپاره اسانه نه وي چې په څو جلا جبهو کې دي پر جګړه واوړوي. د هغه په وینا "ځانمرګي بریدونه بل هغه څه دي چې طالبان ځواکمنوي او وېره خپروي." د نوموړي انګېرنه دا ده چې پاکستان پر دې ټولو اړخونو پوهېږي، د مخامخ لوی جګړې د رادبره کولو هڅه نه کوي یوازې په دا ډول بریدونو د طالبانو پر حکومت فشار راوړي چې د پاکستان له خوښې سره سمې تګلارې پلې کړي او په ډېرو چارو کې د اسلام اباد ستراتېژیکې او جیوپولیټیک ګټې په پام کې ونیسي. اسلام اباد په څرګنده د طالبانو حکومت د ټي ټي پي په څېر د خپلو غلیمانو په ساتنه او هغوی ته په پټنځایونو ورکولو تورنوي.
ښاغلی اشرف زیاتوي د یوې منظمې جګړې لپاره اقتصاد خورا مهم دی او پاکستان نه غواړي چې دې ناسازه اقتصاد کې دې کومې داسې جګړې ته غاړه ورکړي.
د کړکېچ حقوقي اړخ
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له بریدونو دوه ورځې وروسته د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو لپاره د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو سره پر ټلیفون خبرې وکړې. د بهرنیو چارو وزارت ویناپاڼه کې راغلي ښاغلي متقي څرګنده کړې چې د پاکستان وروستیو بریدونو کې ولسي افغانان وژل شوي او "د تېرو څلورو کلونو په موده کې د پاکستان له لوري په داسې مکرر بريدونو کې يوازې ملکي وګړي په نښه شوي دي. همداراز، په یادو بریدونو کې هیڅکله داسې کوم وسلهوال نه دی وژل شوی چې پاکستانی لوری یې د شتون او په نښه کولو ادعا کوي".
ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ هم په ننګرهار او پکتیکا کې د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو په تړاو امنیت شورا ته "رسمي شکایت" سپارلی دی.
نصیر احمد فایق چې د پخواني افغان جمهوریت له مهاله په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولي کوي او دمګړۍ دغه سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ چارسمبالی هم دی، د فبرورۍ پر ۲۳مه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان وروستیو هوايي بریدونو کې د "ښځو او ماشومانو" په ګډون ولسي وګړي وژل شوي دي.
ښاغلی فایق وايي، "نن د افغانستان دایمي استازولۍ خپله رسمي شکایت د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وسپاره."
هغه زیاته کړې "موږ د دغو سرغړونو د سم لاسي بندېدو او څېړنې، حساب ورکولو، د ځمکنۍ بشپړتیا درناوي، د ملګرو ملتونو منشور ته ژمنتیا، او د نړیوالو قوانینو بشپړ رعایت غوښتنه کوو."

د عکس سرچینه، Getty Images
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ تېره ورځ په یوه اعلامیه کې د پاکستان بریدونه غندلي او هغه یې "د ملګرو ملتونو د منشور" او همدا راز د "نړیوالو بشري حقونو له منل شویو اصولو" ښکاره سرغړونه بللې وه.
شنونکي وايي، د طالبانو حکومت چې په نړیواله کچه ډيپلوماتیکې اړیکې نه لري او یوازې روسیه یې د حکومت په توګه په رسمیت پېژني ښايي ډېر ملاتړ ترلاسه نه کړي.
پر افغانستان د پاکستان بریدونه تر اوسه په څرګند ډول یوازې هند غندلي او له نورو هېوادونو کوم د غندنې غبرګون نه دی خپور شوی. د کابل پوهنتون پخوانی استاد نصر الله ستانکزی وايي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د پخواني حکومت د استازي شکایت به " په اخلاقي لحاظ د یوه اکټ په عنوان ثبت شي." هغه وايي " طالبان به دې ته متوجې شوي وي یا به اوس متوجې شي چې نړیوالو سازمانونو کې غړیتوب یا ورسره تعامل څه ارزښت لري."
له پاکستان سره د نږدې اړیکو له امله د چین، ترکیي، قطر، سعودي او ان قطر په څېر سیمه ییز لوبغاړي چې د طالبانو حکومت دیپلوماتان یې منلي هم، دې لوبه کې ګوښي پاتې کېږي. که څه هم ترکیې، قطر او سعودي د منځګړیتوب هڅې کړي دي.
له کورني فشار سره ښايي د طالبانو حکومت ته یوازې همدا لار پاتې وي چې یا خو په سمبولیک ډول د ډیورنډ کرښې اوږدو کې د غچ ځینې بریدونه وکړي او یا هم په چوپ پاتې کېدو پاکستان ضد وسله والو ډلو ته په لاس ورکولو پر هغه هېواد فشار راوړي خو که کړکېچ هرې خوا ته پراخېږي زیان له دواړو حکومتونو ډېر هغو ولسي خلکو ته رسېږي چې پر کرښه پراته دي او له لا وړاندې جګړو ځپلي.























