له پاکستان سره نهه ورځنۍ جګړه کې د طالبانو حکومت ځواکونه څنګه وجنګېدل؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, د بيبيسي افغانستان څانګې د حقیقت موندنې برخه
د طالبانو حکومت ځواکونه او پاکستانی اړخ داسې مهال دغه جګړه کې ښکېل شول چې هر یو یې خپله پوځي کمزوري او ځواکمنتیا درلوده.
د پاکستان پوځ له توغنديو او هوايي ځواک ګټه اخيسته، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د سپکو وسلو په کارولو تر ډېره پر چریکي بريدونو، د ځايي شبکو په ملاتړ تکيه کوله.
"وله یې مولوي صاحب"

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې پر ټولنيزو رسنيو يوه ويډيو خپره شوه چې په کې د طالبانو يو جنګيالی ليدل کېږي، داشکه یې پر اوږه ده او د پاکستاني ځواکونو پر پوسته د بريد لپاره په ځغاسته دی.
په بله ويډيو کې چې د شپې له خوا د طالب ځواکونو او پاکستان ترمنځ د نښتې پر مهال ثبت شوې د يوه طالب جنګيالي غږ اورېدل کېږي چې وايي، "وله یې مولوي صاحب". دا جمله ډېره ژر د طالبانو حکومت د پلويانو ترمنځ مشهوره او د افغانانو ترمنځ پر خواله رسنیو په پراخ ډول خپره شوه، تر دې چې د پاکستان پر وړاندې د طالبانو حکومت د جګړې پر یوه ډول شعار وګرځېده.
له پاکستان سره د نهه ورځنۍ جګړې پر مهال د دغو ويډيو ګانو خپرېدو دا پوښتنې راپورته کړې چې ایا طالبان له یوې وسله والې ډلې پر یوه منظم سمبال پوځ بدل شوي؟
چريکي جګړه: د طالبانو جنګي تاکتيک
د نژدې دوو لسيزو په اوږدو کې د امریکايي، ناټو او د پخواني افغان حکومت له ځواکونو سره د جګړې پر مهال طالبانو د چریکي يا ګوريلايي جګړې په برخه کې پراخه تجربه ترلاسه کړې ده او همدا تجربه اوس هم د هغوی د پوځي تاکتیکونو د ملا تير جوړوي.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت یو پخوانی چارواکی او د امنيتي چارو کارپوه بسم الله تابان وايي، د وروستيو نښتو ويډيوګانې او مشاهدې ښيي چې طالبان لا هم د یوه منظم پوځ په څېر نه بلکې د سپکو وسلو لرونکې يوې چریکې ډلې په څېر جنګېږي. د دوی ناڅاپي، د خرپ او ترپ بريدونه داسې طرحه شوي چې له برید وروسته د دوښمن د مرستې رسېدا له وخت مخکې شا تګ کوي.
د طالبانو حکومت يو قومندان چې د پاکستان پر وړاندې وروستۍ جګړه کې یې برخه اخيستې او نه غواړي نوم یې واخيستل شي وايي، د طالبانو د ځواکونو تمرکز "تر ډېره پر چريکي تاکتيکونو و، چې موږ په کې ډېره تجربه لرو، که څه هم له منظمو پوځي ټوليو هم د اړتيا پر وخت کله ناکله کار اخيستل کېده".
دی وايي، "اصلي موخه دا وه چې خپلې سيمې او پوستې وساتو او ورسره هڅه مو کوله چې د پاکستان مرکزونه او پوځي اډې په نښه کړو. امرونه به له مرکزه صادرېدل خو سيمه ييزو قومندانانو ته بشپړ واک ورکړل شوی و چې د ډګر د حالت او شرایطو له مخې پرېکړه وکړي او خپله وړتیا وښيي".

د عکس سرچینه، Getty Images
دی زياتوي، د خرپ او ترپ د چټکو بريدونو پر وخت د سپکو او لنډ واټن وسلو کارول ډېر اغېزناک ثابت شوي دي.
د پاکستان يو پوځي کارپوه امير رعنا وايي، طالبان لا هم نه دي توانېدلي چې له يوې چريکې ډلې يو معياري پوځ جوړ کړي او له همدې امله خپلو پخوانيو چريکي تاکتيکونو کارولو ته دوام ورکوي.
نوموړی وايي، پاکستان يو معياري پوځ لري چې د هند په څېر د ستر ځواک پر وړاندې د جګړې لپاره جوړ شوی دی، خو د طالبانو حکومت سره پر کرښه نښتې په حقيقت کې د دوو هېوادونو تر منځ بشپړه جګړه نه وه بلکې د پاکستان له لوري دا يو ډول "د ترهګرۍ ضد عمليات" ګڼل کېدل چې موخه یې د افغانستان دننه د وسله والو پټنځايونو او مرکزونو په نښه کول وو.
د ښاغلي رعنا په باور، له هغو دلايلو چې پاکستان ولې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر کرښه پراخ پوځي ځواک نه دی ځای پرځای کړی يو دا و چې د افغانستان له لوري ګواښ ډېر لوړ نه و، نو په وینا یې پاکستان اړتیا نه لیده چې خپل پوځ هلته ځای پر ځای کړي، بلکې هلته په شته سرحدي ځواکونو یې بسنه وکړه او له هغه ځواکه چې د هند پر وړاندې جنګېږي په دې نښته کې کار وانخيستل شو.
د افغانستان د طالبانو حکومت قومندانان وايي، د چريکي تاکتيکونو ترڅنګ یې د قبايلي سيمو له ځايي استخباراتي سرچينو هم ګټه اخيستې ده.
د افغانستان د پخواني حکومت يو لوړپوړی امنيتي چارواکی چې نه غواړي نوم یې واخيستل شي وايي "په سرحدي سيمو کې ژبني، کلتوري او قبيلوي مشترکات د معلوماتو راټولولو، پټېدو او خوځېدو کې مرسته کوي چې دا د دوښمن د کرښو تر شا د نفوذي عملياتو لپاره ستراتيژيک اهميت لري". دی وايي، دا "ټولنيز پوښښ" د طالبانو د عملياتو وړتيا ډېروي.
د طالبانو پوځي قومندانان د خپلو ځواکونو د "روحیې او زړوتيا پر غوره والي" ټينګار کوي او اصلي انګېزه د پاکستان پر وړاندې "د دوښمنۍ او تېرې د غچ اخيستنې احساس" بولي. خو دی مني، د پاکستان د هوايي بريدونو پر مهال چې "ملکي مرګژوبله" یې واړوله، "زموږ ځواکونه تر سخت فشار لاندې راغلل."
د چریکي جګړې او ځانمرګو بریدونو نا انډوله تاکتیکونه

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو ځواکونه د داسې وسلو په کارولو مشهور دي چې دوی ترې پراخه ګټه پورته کوي، لکه د سړک غاړې بمونه چې د "ژېړو بوشکو" په نامه هم مشهور شوی. دا بمونه د جوړولو او کارولو له پلوه ډېر ارزانه دي داسې چې وسله وال یې ان خپلو کورونو کې په لږو امکاناتو چمتو کوي، خو د دوښمن ځواکونو او لوژستيکي لیکو ته درانه زيانونه رسولی شي.
په سپين بولدک-چمن سیمه کې هم د دې ډول چاودېدونکو توکو د کارونې بېلګې ليدل شوې دي.
ځينې کارپوهانو په رسنيو کې دا شونیتا هم ياده کړې وه چې ښايي له ځانمرګو بريدګرو کار واخيستل شي، خو پوځي څارونکې وايي دا ډول وسايل په هغو جګړو کې چې د هېوادونو ترمنځ وي لکه له پاکستان سره نهه ورځنۍ جګړه اغېزمنتيا نه لري.
سپکې وسلې د طالبانو حکومت د پوځ کارونکې وسلې

د عکس سرچینه، Getty Images
هغه وسلې چې اوس د طالبانو حکومت د پوځ په واک دي تر ډېره له درېيو لارو ترلاسه شوې دي: هغه وسلې او تجهيزات چې له پخواني افغان پوځه پاتې دي، هغه وسلې چې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوې او نورې وسلې چې طالبانو له بېلابېلو لارو او له تور بازاره ترلاسه کړې دي.
د طالبانو حکومت او پاکستاني ځواکونو د وروستيو نښتو له خپرو شويو ویډیوګانو ښکاري چې طالب ځواکونو تر ډېره له سپکو وسلو کار اخيستی او د درنو او لرې واټن وسلو نښې ډېرې لږ ليدل کېږي.
د يوه طالب قومندان په وینا، سپکو او د لنډ واټن وسلو د دوی جنګياليو ته دا وړتيا ورکوله چې په چټکۍ پر کرښه شته پوستو او ټاکلو پوځي موخو بريدونه وکړي او اغېزناکې و اوسي.
پوځي کارپوهان هم دا خبره تائيدوي چې د طالبانو د ځواکونو د وسلو ډېره برخه سپکې او نیمه درنې وسلې جوړوي.
په هغو شلو کلونو کې چې امریکا په افغانستان کې وه، د امریکا د څارنې ځانګړې ادارې (سيګار) او د دغه هېواد د دفاع وزارت د راپورونو له مخې له ۱،۶ میلیونه زياتې سپکې او درنې وسلې او بېلابېل پوځي توکي پخواني دولت ته ورکړل شوي وو چې شاوخوا ۷۰ سلنه يعنې له یو ميليون زياتې وسلې د افغانستان له پرځېدلي جمهوري دولته د طالبانو لاس ته ولوېدې.
هغه سپکې وسلې چې اوس د طالبانو حکومت د پوځ په لاس کې دي تر ډېره کلاشينکوفونه، امریکايي اېم ۱۶، اېم ۴، سپکې ماشینګڼې اېم۲۹، درنې ماشينګڼې پیکا اېم ۲ او اېم ۲۴۰، داشکې، ار پي جي ۷ توغندي، د ټانک ضد توغندي اې ټي ۴ او نور شامل دي.
د طالبانو د يوه قومندان په وينا، په وروستيو نښتو کې "د شپې ليد لرونکي دوربينونه او د لېزر لرونکې وسلې د شپې مهال او کره بريدونو کې ډېر اغېزناک وو".
درنې وسلې د کار وړ نه وې

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) د هغو راپورونو له مخې چې له افغانستانه تر وتلو وروسته یې خپاره کړي، درانه زغرهوال ګاډي، الوتکې او درانه پوځي وسايل چې امریکا د پخواني افغان حکومت پوځ ته ورکړي وو، د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.
د دغو درنو وسلو له ډلې د هویټزر ۱۲۲ ملي متر توپونه چې په (ډي ۳۰) مشهور دی او اټکل کېږي چې له ۱۰۰ تر ۱۲۰ پورې دا ډول توپونه لا هم په افغانستان کې پاتې دي. همدارنګه شاوخوا ۵۰ د ۱۵۵ ملي متره هويټزر هاوانونه او يو شمېر روسۍ وسلې لکه د زيټ يو ۲-۲۳ د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
بسم الله تابان چې د امریکایي اډو د تجهيزاتو د لېږد په بهير کې یې د افغان پوځ له لوري کار کړی وايي، هغه درنې او د لرې واټن وسلې چې د کرښې هغه خوا جګړو لپاره کارېدلی شوای، د پخواني افغان حکومت پوځ ته نه وې سپارل شوې.
خو د طالبانو د پوځ يو قومندان ادعا کوي چې د مقابل لوري د ملکي تلفاتو د مخنيوي لپاره یې له توپونو، توغنديو او ان له هاوانونو کار نه دی اخيستی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو حکومت په ۲۰۲۴ کال کې د پوځي پرېډ پر مهال په بګرام اډه کې يو شمېر درنې وسلې نندارې ته وړاندې کړې.
د سکاډ توغندي، ار-۱۷، او ار-۳۰۰ البروس چې شاوخوا ۳۰۰ کليومرته واټن وهي، د لونا توغندي چې په فراګ-۷ مشهور دي، د "ګراد" توغندي توغوونکی، د "کنکورس" او "ميلان" په نامه د ټانګ ضد توغندي، د "اورګان" توغنديز سيستم چې د راکټ توغولو ۱۶ میلونه لري او نژدې ۳۵ کيلومتره واټن وهلی شي.
دا وسلې لږترلږه درې لسيزې کېږي چې په افغانستان کې نه دي کارول شوې. ځينې د دفاع وزارت په زېرمو او ځينې نورې د پنجشېر په څېر غرنيو سيمو کې موندل شوې دي.
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ادعا کوي چې يو شمېر دا وسلې یې بېرته فعالې کړې خو د هغوی تخنیکي حالت او دا چې تر کومه بريده د جګړې لپاره عملي کارونې ته تيارې دي، لا روښانه نه دی.
د سيګار د راپورونو له مخې شاوخوا ۶۱ زره د هاموي او رېنجر موټرونه او سلګونه زغرهوال ګاډي د طالبانو لاس ته ورغلي دي، خو د پخواني افغان حکومت يو امنيتي چارواکی وايي دا ډول زغرهوال ګاډي پخوا هم د جګړې پر مهال د ربړي ټايرونو له کبله له ستونزو سره مخامخېدل.
هوايي ځواک د طالبانو د پوځ تشه

د عکس سرچینه، Getty Images
په نهه ورځنۍ جګړه کې د پاکستان د برلاسۍ یو ټکی د هېواد مجهز هوايي ځواک او د پرمختلليو جنګي الوتکو کارول یادېده، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د دې پر وړاندې اغېزناک هوايي ځواک نه لري.
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د پخواني پوځ يو شمېر پاتې شوې چورلکې رغولي او فعالې کړې او يو شمېر پيلوټان یې هم روزلي دي خو ښکاري چې د پاکستان د هوايي ځواکونو پر ضد ترې کار نه دی اخيستل شوی.
د بسم الله تابان په وینا، امریکا د خپل حضور په وروستيو کلونو کې د افغانستان هوايي ځواک په پوره ډول سمبال نه کړ او د هوايي وسلو ډېرې زېرمې یې هم له منځه وړې وې.
نوموړی وايي، "له همدې کبله اوس طالبان اغېزناکو او هوايي وسلو ته پراخ لاسرسی نه لري".
د طالبانو يو قومندان هم د اغېزناک هوايي ملاتړ او د توغنديزې دفاع د نشتوالي يادونه کوي او دا د پاکستان پر وړاندې جګړه کې د طالبانو د ځواکونو یوه کمزوري ګڼي.
د امریکا د دفاع وزارت د راپور له مخې، هغه هوايي تجهيزات چې د طالبانو لاس ته ورغلي، د سي- ۲۸۰ الوتکې، اېم ډي- ۵۳۰ چورلکې، بلک هاک، اې-۲۹ الوتکې، اېم ای-۱۷ ترانسپورتي چورلکې، اېم ای-۲۴ جنګي چورلکې او سپکې اېم ډي-۵۰۰ جنګي چورلکې.
د طالبانو حکومت د دفاع وزارت ادعا کړې چې شاوخوا ۶۰ الوتکې او چورلکې په واک کې لري.
په اسلام اباد کې يو پوځي کارپوه امير رعنا وايي، پاکستان "هدفي" هوايي بريدونه کړي او اصلي موخه یې د طالبانو د حکومت پوځي تاسيسات له منځه وړل نه وو.
پوځي ډرونونه، هغه الوتکې چې د طالبانو پوځ یې نه لري

د عکس سرچینه، Getty Images
سره له دې چې یو شمېر امریکايي سکن ايګل بې پيلوټه الوتکې په افغانستان کې پاتې شوې وې خو دا روښانه نه ده چې د طالبانو پوځ یې څومره د کارولو وړتيا لري.
بسم الله تابان وايي، له کوچنيو سوداګریزو ډرونونو چې په اصل کې د فلم اخيستو لپاره جوړې شوې د څارنې او ځينې وخت د چاودېدونکو توکو د لېږد لپاره ترې کار اخلي. په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې د هغه وخت د افغانستان د حکومت چارواکو ويلي وو چې طالبانو په کندوز، بلخ، فارياب او هلمند ولايتونو کې د خپلو بريدونو لپاره بې پيلوټه الوتکې کارولې وې.
د پخواني حکومت يو لوړپوړی امنيتي چارواکی وايي، داسې شونتیا شته چې طالبان سپکو یا د منځنۍ کچې پوځي ډرونونه د تور بازار يا بهرنيو مرستو له لارې ترلاسه کړي خو وايي تراوسه داسې کومه نښه نه ده ليدل شوې چې د طالبانو حکومت دې پرمختللیو او لويو پوځي بېپيلوټه الوتکو ته لاسرسی ولري.
د پاکستان د پوځي چارو کارپوه امير رعنا هم وايي، "طالبان او ورته ډلې لکه تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) له سوداګريزو ډرونونو د څارنې او محدودو بريدونو لپاره کار اخلي، خو په عمل کې د پرمختلليو پوځي ډرونونو د کارولو وړتيا نه لري".











