د پاکستان او د طالبانو حکومت پلاوي راروانه پنجشنبه بیا خبرو ته کېني؛ دواړه لوري د ګډې اعلامیې په اړه څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نورګل شفق
- دنده, بيبيسي، لندن
د استانبول ناسته کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو حکومت پلاوو د اوربند او د خبرو پر دوام هوکړه سره کړې ده.
د ترکیې او د قطر د بهرنیو چارو وزارتونو د دې ناستې په اړه په ګډه اعلامیه کې ویلي چې دواړه اړخونه پر دې هم سلا شوي چې را روانه پنجشنبه (نومبر ۶ / لړم ۱۵) به بیا خبرو ته سره کېني.
په اعلامیه کې راغلي:
- "ټولو خواوو د اوربند پر دوام هوکړه کړې ده.
- د [هوکړې] پلي کولو پر لارو چارو به د ۲۰۲۵ کال د نومبر پر شپږمه (لړم ۱۵) د لوړې کچې ناسته کې بحث او پرېکړه وشي.
- ټولو خواوو موافقه کړې چې د څارنې او تایید داسې کړنلاره رامنځته کړي چې پر بنسټ یې د سولې خوندیتوب او پر سرغړوونکي لوري د تاوان/جریمې لګول ډاډمن کړي."
اعلامیه زیاتوي چې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب د استانبول ناستې پرېکړه په دوحه کې د هغو مذاکراتو په پایله کې شوې وه چې افغانستان او پاکستان پر اوربند او د خبرو پر دوام هوکړه سره وکړه.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
ترکیې او قطر په ګډه اعلامیه کې د منځګړو په توګه د دواړو ښکېلو اړخونو د "فعالې ونډې" ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د "تلپاتې سولې او ثبات" لپاره له افغانستان او پاکستان سره همکارۍ ته چمتو دي.
ترکیې نه وروسته د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم پرخپله اېکسپاڼه ورته اعلامیه خپره کړه.
افغانستان او پاکستان څه وايي؟
د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ د دې اعلامیې په اړه ویلي چې د استانبول په مذاکراتو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته "د سولې رامنځته کولو او د ترهګرۍ د ختمولو په اړه دروند مسؤلیت ور تر غاړې شوی دی."
ښاغلي تارړ په ګډه اعلامیه کې یادو شوو ټکو ته په اشارې ویلي چې که هر لوري ترې سرغړونه وکړه نو جریمه/سزا به ورته ټاکل کېږي چې د ده په وینا، له منځګړو سره په ګډه به یې پرېکړه کېږي.
عطاءالله تارړ ویلي چې که په افغانستان کې د طالبانو حکومت د منل شوو ټکو په عملي کولو کې پاتې راځي نو "خپل باور به له لاسه ورکړي" او په وینا یې، "بیا به د ملګرو ملتونو له منشور سره سم پاکستان د ځواب ویلو حق ولري."
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف چې د مذاکراتو پرمهال یې توندې څرګندونې کولې، د ګډې اعلامیې په اړه د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ټوېټ پرخپله اېکسپاڼه خپور کړی خو کومه تبصره یې نه ده ورسره لیکلې.
د پاکستانیو چارواکو تر دغو څرګندونو مخکې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویاند د دې اعلامیې په غبرګون کې پرخپله اېکسپاڼه په پښتو، دري، عربي، انګریزي او عربي ژبو خبرپاڼه خپره کړه.

د عکس سرچینه، Getty Images
ذبیح الله مجاهد ویلي چې د استانبول مذاکرات "چې پېچلې پروسه یې درلوده، د دې خبرو په تایید پای ته ورسېدل چې بیا به هم دواړه غاړې مجلس کوي او پاتې مسائل به تر غور او بحث لاندې نیسي."
ښاغلي مجاهد د ترکیې او قطر هېوادونو له منځګړیتوبه مننه کړې او ویلي یې دي چې د "خپل دایمي او اصولي دریځ په رڼا کې چې د ډېپلوماسۍ او تفاهم لا لارې د ستونزو حل غواړي، پاکستاني لوري سره د ترکیې او قطر د وروڼو دولتونو په غوښتنه او منځګړیتوب په استانبول کې څو ورځې خبرې وکړې چې نن پای ته ورسېدې."
ښاغلي مجاهد ویلي چې حکومت یې "په رښتینولۍ او جدیت سره د مذاکراتو بهیر د یوه جامع او مسلکي ټيم په ټاکلو سره پيل او تر دې ځایه په پوره همکارۍ او زغم تعقیب کړ."
د طالبانو حکومت ویاند په خبرپاڼه کې یو ځل بیا د تېر په څېر ویلي چې حکومت یې د نورو ګاونډیو په څېر له پاکستان سره هم "ښو او مثبتو" اړیکو ته ژمن دی؛ داسې اړیکې چې د ښاغلي مجاهد په وینا "په دوه اړخیز درناوي، کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې او چا ته د ګواښنه رامنځنه کولو پر اصولو ولاړې وي."
ترینګلتیا څنګه رامنځته شوه؟

د عکس سرچینه، ACB
شاوخوا شل ورځې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو حکومت وویل چې پاکستان یې هوايي حریم "نقض" کړی دی او وروسته یې وویل چې د دې "غچ اخیستلو" لپاره یې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه کړي دي. تر څو ورځنیو نښتو او امنیتي ترینګلتیا وروسته بلاخره د قطر په منځګړیتوب د دواړو حکومتونو پلاوي لومړی ځل په دوحه کې سره کېناستل چې پر اوربند او د خبرو پر دوام یې هوکړه وکړه.
ورپسې دواړو حکومتونو خپل پلاوي د دویم پړاو خبرو لپاره د ترکیې استانبول ته ولېږل او تمې وې چې په درو ورځو کې به یوې پایلې ته سره ورسېږي. خو دا خبرې چې د اکتوبر پر ۲۵ پیل شوې وې، شپږو ورځو ته وغځېدې او نن د اکتوبر ۳۰ (لړم ۸) نېټه یې په دې ګډه اعلامیه کې پایله په ډاګه شوه.
د یادولو ده چې د خبرو پرمهال د اختلافي مسئلو یادونه د دې لامل بلل کېده چې خبرې اترې یې ټکنۍ او اوږدې کړې. د ټيټيپي او د افغانستان د هوايي حریم موضوګانې دوه هغه ټکي وو چې سرچینو بيبيسي ته د اختلافي ټکو په توګه یادول او د دواړو حکومتونو چارواکو د یوه بل پر ضد ادعاوې کولې چې ګواکې په مذاکراتو کې خنډونه ایجادوي.
اوس که څه هم تر شپږ ورځنیو مذاکراتو وروسته دواړه لوري پر اوربند او پر "لا نورو خبرو" کولو هوکړې ته سره رسېدلي دي خو معلومه نه ده چې راروانه پنجشنبه به یې د درېیم ځلي خبرو پایله څه راوځي.











