ډونلډ ټرمپ: زه د افغانستان او پاکستان شخړه "ډېره په اسانه" حلولی شم

ډونلډ ټرمپ له زيلېنسکي سره ولاړ دی او ښی لاس یې موټی او اوچت کړی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې له زیلېنسکي سره په سپينه ماڼۍ کې د ګډ خبري کفنرانس پر مهال کړې دي.
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي پښتو

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه "په ډېره اسانۍ" حلولی شي.

ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ (اکتوبر ۱۷ /تله ۲۵) په سپينه ماڼۍ کې له اوکراييني ولسمشر ولودیمیر زيلېنسکي سره د لیدنې پرمهال په یوه ګډ خبري کنفرانس کې یو ځل بیا ځان د "شخړو حلوونکی" یا "د جګړو دروونکی" وباله.

ده وویل چې تر اوسه یې د منځني ختیځ په ګډون اته شخړې حل کړې دي او که د اوکرايين او روسیې جګړه هم ودروي نو دا شمېر به نهه شي.

له همدې سره یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تازه ترینګلتیا ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، "خبر شوی یم چې پاکستان پر افغانستان برید کړی یا دا چې ترمنځ یې شخړه روانه ده، که داسې وي چې زه یې باید حل کړم نو ما ته یې حلول ډېر اسانه دي. له دې سره هممهاله چې زه باید د امریکا اړوند چارې سمبال کړم خو خوښېږي مې چې شخړې حل کړم. ځکه چې زه غواړم خلک له وژل کېدو خوندي کړم او ما میلیونونه زندګۍ ژغورلې دي. زه ګمان کوم چې دا [د اوکرايين-روسیې] جګړې په درولو کې به بریالي شو."

که څه هم ښاغلي ټرمپ نور جزیات ورنه کړل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ کې هم د اوکرايين او روسیې او یا د فلسطین او اسرائيل جګړې په څېر د منځګړي په توګه ورښکېلېږي چې دا شمېر لس شي او که نه خو ویې ویل چې دا جګړې د ولسمشرانو تر منځ دي او "زه منځګړیتوب کوونکی ولسمشر یم."

د سولې نوبل جایزې ګټلو خوب

شهباز شریف او ډونلډ ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، شهباز شریف له خپله اړخه ډونلډ ټرمپ د سولې نوبل جایزې ته نومولی دی.

ښاغلي ټرمپ وویل چې د پاکستان لومړي‌ وزیر هم دی له همدې کبله ستایلی چې ګواکې د خلکو ژوند ژغوري او له همدې امله یې د نوبل سولې جایزې ته د هغه د نوماندولو وړاندیز هم کړی دی.

ښاغلي ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ جګړې یادونه هم وکړه چې په وینا یې، ده حل کړه.

ډونلډ ټرمپ همداراز وویل، "ما ته جالبه وي‌ چې خلک راته وايي چې که دا شخړه حل کړې نو تا ته به د سولې نوبل جایزه درکړل شي خو چې زه یوه حل کړم نو بله د خلکو هېره شي. زه د دې شیانو په کیسه کې نه یم او یوازې غواړم چې د خلکو ژوند وژغورم."

که څه هم ډونلډ ټرمپ وايي چې د سولې نوبل جایزې په کیسه کې نه دی خو د ۲۰۲۰ کال په اپرېل کې د امریکا اېن‌بي‌سي تلویزون وویل چې ګواکې ډونلډ ټرمپ پرخپلو ملګرو "ځانګړی فشار اچولی" چې د افغان جګړې د پای‌ته رسولو داسې نمایش جوړ کړي چې ورسره دی د ټاکنیزې ژمنې پوره کول وښيي او د سولې نوبل جایزه ورکړل شي.

"یوه امریکايي ولسمشر یوه جګړه هم نه ده حل کړې"

ډونلډ ټرمپ تر ځان پرته په نورو امریکايي ولسمشرانو نیوکه وکړه چې ګواکې جګړې یې پیل کړې خو "یوه یې یوه هم ونه دروله."

هغه د ځان په نوره ستاینه کې وویل چې دی به په امریکا کې "لومړنی شخړې حلوونکی ولسمشر" وي.

د ښاغلي ټرمپ په وینا، "زما په غالب ګمان موږ داسې ولسشمر نه درلود چې یوازې یوه جګړه یې هم درولې وي. بوش [جارج ډبلیو بوش] جګړه پیل کړه، ډېرو جګړې پیل کړې خو یوه هم شخړې حل نه کړې او ټېکاو یې رانوست. که څه هم تر ډېره دا جګړې په موږ پورې هېڅ تړاو هم نه لري."

پکتیکا کې پر لوبغاړو برید

ډونلډ ټرمپ دا خبرې په سپينه ماڼۍ کې داسې مهال کولې چې ترې وړاندې د افغانستان له پکتیکا ولایته رپوټونه ورکړل شول چې هلته بیا هم پاکستاني ځواکونه برید کړی دی.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت یوه ولایتي چارواکي بي‌بي‌سي ته وویل چې له ځايي وخت سره سم د جمعې ماښام "پاکستاني رژيم د پکتیکا ارګون ولسوالۍ په خانه‌دار کلي کې د یوه قصاب کور ویشتلی دی چې ملکي خلک پکې شهیدان او ټپیان دي."

د وژل شوو لوبغاړو کبیر اغا، هارون او صبغت الله عکسونه چې لاندې ترې شمعې بلې دي.

د عکس سرچینه، ACB

د عکس تشریح، وژل شوي لوبغاړي، له ښۍ چپې خوا ته کبیر اغا، هارون او صبغت الله

وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ وویل چې د پکتیکا په ارګون کې د "پاکستان پوځي رژيم" په برید کې د د درو لوبغاړو په ګډون اته تنه وژل شوي او له کبله یې له پاکستان سره په راروانه نومبر میاشت کې شل اووریزې لوبې لغوه کړې دي.

کرېکټ بورډ د درو وژل شوو لوبغاړو له عکسونو سره لیکلي وو چې "په دې زړه‌بوږنوونکې پېښه کې د ارګون ولسوالۍ د کبیر، صبغت الله او هارون په نوم د درو لوبغاړو په ګډون اته تنه شهیدان شوي او اته نور هېوادوال ټپيان دي."

د کرېکټ بورډ په وینا، دغه لوبغاړي په شرنه کې تر یوې سيمه‌ييزې لوبې وروسته په ارګون کې یو ځای د دمې لپاره سره راټول شوي وو چې برید پرې شوی دی.

د راشد خان او محمد نبي په ګډون د کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړو هم دا برید وغانده او د وژل شوو له کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړه.

د بشري حقونو نړیوال سازمان هم په یوه اعلامیه کې وویل چې، "د پاکستاني پوځ په بمبارۍ کې د کرېکټ د یوې سیمه‌ييزې لوبډلې د غړو وژل په ترټولو سختو ټکو" غندي او د بشري‌ حقونو نړیوالو بنسټونو باندې یې غږ وکړ چې دا پېښه "په بېړني" ډول وڅېړي او عاملانو ته یې سزا ورکړي.

پاکستاني لوري لا د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

تمې وې چې د تازه ترینګتلیا د حل لپاره به دواړه لوري تر دوه ورځني اوربند وروسته خبرې پیل کړي خو د طالبانو حکومت وویل چې پاکستان په دغه برید سره اوربند مات کړی دی.