اېن بي سي: ټرمپ له افغان تړون سره د سولې نوبل جایزې په لټه کې و

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا اېن بي سي تلوېزون وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپلو ملګرو "ځانګړی فشار اچولی" چې د افغان جګړې د پای ته رسولو داسي نمایش جوړ کړي، چې ور سره دی د ټاکنیزې ژمنې پوره کول وښيي او د سولې نوبل جایزه ور کړل شي.
وروستیو ورځو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرایه مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د ستونزو نه اوارېدو او له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون د اجرا له ځنډېدو د واشنګټن د پردې تر شا د پټې نارضایتۍ نوي اړخونه ښکاره کېږي.
د امریکا اېن بي سي چینل د اپرېل په اومه وویل، ولسمشر ټرمپ د سولې نوبل جایزې د ګټلو په تمه دوه اونۍ وړاندې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته ولېږه.
دوو پخوانیو او اوسنیو چارواکو دې تلوېزون ته ویلي، ښاغلي ټرمپ پر خپلو همکارانو ځانګړی فشار اچولی و چې د افغان جګړې د ختمولو او سولې تړون سره ده ته له اوازو داسې ډک نمایش جوړ کړي چې ور سره د سولې نوبل جایزه وګټي.
د امریکا ولسمشر د ۲۰۱۹ کال نومبر کې غوښتل ځینې طالب مشران کمپ ډېویډ ته وبلي، خو د دې ډلې د بریدونو ډېرېدو او یوه امریکايي سرتېري وژل کېدو پسې یې له طالبانو سره خبرې وځنډولې.
خو یوه لوړپوړي چارواکي ویلي، د ولسمشر سلاکارانو ورته وویل، چې افغان سوله "ورو، لړزېدونکی او سخت" بهیر دی او ولسمشر باید ځان له ماتېدونکي تړون سره مخ نه کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
دوه ورځې مخکې رویټرز خبري اژانس هم واشنګټن کې د دریو سرچینو له خولې ویلي و چې د افغان ځواکونو سره د امریکا د مرستو یو میلیارد ډالر به کم شي.
تر ډېره دا مرسته د تنخا، خوړو، سونتوکو، تجهیزاتو او بېخ بنسټو لپاره افغان پوځ او پولیسو ته ور کول کېږي.
دغه چارواکي دا هم ویلي چې کابل ته د مایک پمپیو له رسېدو مخکې ښاغلي ټرمپ خپله د ګواښ پیغام ور کړی و.
دا چارواکي وايي، ټرمپ په دې غوسه دی چې هیلې یې پوره نه شوې.
د سپینې ماڼۍ ویاندانو او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دې هکله څه نه دي ویلي، خو د چارواکو په خبره، مایک پمپیو عبدالله ته ویلي چې "باید د غني ملاتړ وکړي" او د امریکا د ولسمشر دا پیغام یې ورساوه چې "له کابل یوازې یوه ډله" ور شي.
له مایک پمپیو سره تر لیدنې وروسته عبدالله عبدالله هم وویل، چې نوموړی د منځګړتوب لپاره نه و را غلی، بلکې غوښتل یې د سیاسي کړکېچ پر سملاسي اواري ټینګار وکړي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه، مایک پمپیو له نوموړي او ښاغلي غني غوښتي چې خپله حل پیدا کړي: "لار او لوری یې موږ ته پرېښودل".

د عکس سرچینه، Getty Images
اېن بي سي رپوټوي، یو بل چارواکي وویل، واشنګټن هیله من و چې د امریکا د ولسمشر اخطار به اغېزناک وي.
دغو چارواکو وویل، چې وروستیو اونیو کې د خپلو هیلو د نه پوره کېدو له امله ټرمپ غوسه دی.
ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د پمپیو وړاندیز ونه مانه او ستونزې یې لا هم سره پاتې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز هم د اپرېل په شپږمه یوه ټوېټ کې لیکلي و، له افغانستان سره نړیوالې مرستې په دې ډول دوام نشي موندلی.
د بندیانو د ازادولو په هکله هم د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ جنجال پاتې دی.
تېره اونۍ مایک پمپیو له طالبانو سره د حکومت د مرکچي پلاوي د اعلانېدو او د دواړو لورو د بندیانو د خوشي کېدو په هکله د پرمختګ هرکلی وکړ.
خو افغان حکومت د دوشنبې په ورځ وویل، ۱۵ طالب بندیان نه خوشي کوي او سې شنبه طالبانو وویل، له کابل خپل پلاوی ور غواړي چې د بندیانو پر خوشي کولو یې له حکومت سره خبرې کولې.
طالبانو دا هم ویلي چې د بندیانو بهیر کې خنډ او ځنډ د افغانانو خپلمنځي خبرې ځنډوي.









