د ایران هوايي حریم له تړل کېدو وروسته د افغانستان پر فضا "د عبوري الوتنو شمېر ډېر شوی"

د فلایټ راډار ۲۴ وېبپاڼې سکرین شاټ چې د افغانستان پر فضا ګڼې الوتکې پکې ښکاري خو د ایران فضا تشه ده.

د عکس سرچینه، flightradar24

د عکس تشریح، د فلایټ راډار ۲۴ په نوم وېبپاڼه باندې چې په نړۍ کې شېبه په شېبه د الوتنو جریان خپروي، هم ښکاري چې د افغانستان له فضا ګڼې الوتنې تېرېږي خو د ایران هوايي حریم تش دی.
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

په داسې حال کې چې پر ایران د امریکا او اسرائيل تر بریدونو وروسته د دغه هېواد هوايي حریم تړل شوی دی، ځينو الوتنو د افغانستان فضا ته مخه کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې په تېرو څو ورځو کې د افغانستان پر فضا د عبوري الوتنو شمېر ډېر شوی دی.

د دغه وزارت ویاند حکمت الله اصفي که څه هم د دغه "زیاتوالي" کچه او یا یې له کبله ترلاسه کېدونکې مالي ګټه په ډاګه نه کړه خو له بي‌بي‌سي سره په خبرو کې یې وویل چې د ایران هوايي حریم تړل کېدو د افغانستان پر اسمان د عبوري الوتنو شمېر زیات کړی دی.

د فلایټ راډار ۲۴ په نوم وېبپاڼه باندې چې په نړۍ کې شېبه په شېبه د الوتنو جریان خپروي، هم ښکاري چې د فبرورۍ پر ۲۸مه پر ایران د امریکا او اسرائيلو له بریدونو وروسته الوتکې د ایران له فضايي حریمه په څنګ تېرېږي او د افغانستان پر اسمان د الوتنو ګڼه ګوڼه ډېره شوې برېښي.

عبوري پروازونه هغه الوتنې دي چې له یوه ځایه بل ته د الوت پرمهال د یوه هېواد فضا کاروي او په بدل کې یې هغه هېواد ته د حق العبور په نوم یوه اندازه پیسې ورکوي.

په تېر کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکو بي‌بي‌سي ته ویلي وو چې د افغانستان له فضا تېرېدونکې هرې الوتنې نه ۷۰۰ ډالره فیس اخیستل کېږي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ادارې د معلوماتو له مخې، د عبوري الوتنو شمېر وخت نا وخت بدلېږي او تر ډېره په دې پورې تړلی وي چې د نړۍ هېوادونه او هوايي شرکتونه یې د خپلو الوتنو لپاره د کوم هېواد فضا غوره کوي او د کوم هېواد له هوايي حریمه ډډه کوي.

"د افغانستان فضا خوندي او ډګرونه فعال دي"

د کابل هوايي ډګر عکس چې د اریا افغان شرکت الوتکه پکې ولاړه ده، باران شوی او ځمکه لمده ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټرانسپورټ او هوايي چلند اداره وايي چې له ټولو نړیوالو او محلي هوايي ډګرونو الوتنې د پخوا په څېر نورمالې روانې دي.

که څه هم افغانستان په خپله هم له پاکستان سره لاس ‌او ‌ګرېوان دی او ترمنځ یې لا هم د بریدونو لړۍ روانه ده خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند اداره وايي چې د افغانستان هوايي حریم "خوندي" دی او "ټول" هوايي ډګرونه فعال دي.

ویاند یې حکمت الله اصفي وايي، "په پوره ډاډ سره ویلی شو چې د افغانستان ټول هوايي ډګرونه، که هغه محلي دي او که نړیوال، له ټولو په خپل وخت مناسب خدمات وړاندې کېږي. له نړیوالو او محلي هوايي ډګرونو زموږ الوتنې د پخوا په څېر دوام لري."

دی زیاتوی، "موږ ټولو هغو ملکي هوايي شرکتونو ته چې ملکي الوتنې کوي، پوره ډاډ ورکوو چې د افغانستان فضا د ملکي الوتنو لپاره پوره خوندي ده. د دې ترڅنګ، له هوايي ډګرونو د ملکي او عبوري الوتنو لپاره هم خدمات وړاندې کېږي."

د افغانستان د ټرانسپورټ او هوايي چلند ادارې د تېر کال (زمری ۱۴۰۴/جولای ۲۰۲۵) د معلوماتو له مخې، د افغانستان له هوايي حریمه د تېرېدونکو الوتنو شمېر په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۶۴ پروازونو ته ختلی و چې تر ټولو لوړه کچه یې ښکاروله او لامل یې هغه مهال هم په سیمه کې د وضعیت ترینګلتیا ښودل شوې وه.

رویټرز خبري اژانس هغه مهال په یوه رپوټ کې ویلي وو چې په ایران او منځني ختیځ کې له ترینګلي وضعیت او له کبله یې هلته د فضايي حریم له نه خوندیتوب وروسته د نړۍ بېلابېلو هوایي شرکتونو د افغانستان فضايي لار غوره کړې وه.

په رپوټ کې ویل شوي وو چې ګڼ نړیوال هوایي شرکتونه اوس جنوبي او ختیځې اسیا ته د افغانستان له لارې پرواز کول خوندي ګڼي.